07/11/2024
دا د طالبانو تر کنټرول لاندې د ورزش لپاره ځانګړی جوړ شوی «ملي ټلويزيون» دی، خو تېره ورځ له بنګله دېش سره د افغانستان د يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ د پيل لوبې پر مهال يې لوبه قطعه کړه او پر ځای يې بهرنۍ لوبه خپرېده.
د کرکټ لوبې مينه والو طالبان په احساساتي سانسور تورن کړل: «په پرديو لوبو کې د ښځينه لوبغاړو موجوديت، لوبه او کلتور سره هېڅ ستونزه نشته، خو د افغانستان له لوبې، لوبغاړو او په لوبغالي کې له موجودو نندارچيانو سره ستونزه موجوده.»
د طالبانو ټلويزيون په افغانستان کې د لوبې د خپرولو امتياز سانسوروي، خو بيا يې پر ځای پردۍ لوبې خپروي او خپلې لوبې په خلکو بندوي.
د احمد صديقي په نوم يو ځوان د طالبانو دغه اقدام د افغانستان له ورزش، کلتور او ارزښتونو سره ړنده دښمني بللې ده.