د ننګرهار پوهنې رياست

د ننګرهار پوهنې رياست Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ننګرهار پوهنې رياست, Grocers, Mastoofiyat Avenue, near Alai high school, Jalalabad.

04/02/2026

مَن طَلَبَ العُلى سَهِرَ اللَّيالي.
"څوک چې لوړې مرتبې غواړي، نو شپې به ويښې تېروي."
دا متل زما ډېر خوښ دى او د نېکو اعمالو لپاره ماته ډېره انرژي راکوي 🤲

*د پوهنې رئيس شېرزادو ولسوالۍ ته د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړولو په پار سفر وکړ:* (پنجشنبه، 18 صفر 1446 هـ ق)(1 سنبله...
23/08/2024

*د پوهنې رئيس شېرزادو ولسوالۍ ته د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړولو په پار سفر وکړ:*
(پنجشنبه، 18 صفر 1446 هـ ق)
(1 سنبله 1403 هـ ش)
د پوهنې رئيس *مولوي عزيز الله مصطفى* د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صادق هاشمي، د ننګرهار ولايت مالي مسئوول، د شيرزادو ولسوال، امنيتي چارواکو او د پوهنې رياست يوشمېر مسئوولينو په ملتيا، د شيرزادو پوهنې آمريت اړوند *کوټکۍ لومړني ښوونځي* لپاره نوې ودانۍ جوړولو په پار د ياد ښوونځي څخه ليدنه وکړه.
ياده ليدنه کې د اړونده قومونو مشرانو، سپين ږيرو، علماء کرامو او ځوانانو سره ناستې وشوې ترڅو د هغوي په مشورې او خوښۍ سره د ياد ښوونځي لپاره يوه ودانۍ جوړه او د زده کړې لپاره چمتو شي.
د پوهنې رئيس په ځاي خلکو غږ وکړ ترڅو د زده کوونکو ماشومانو روښانه راتلوونکي ته متوجه شي، د هغوي د زده کړې حقوق خپلو شخصي ګټو لپاره ونه کاروي.
د پوهنې رئيس د زده کوونکو ماشومانو ستونزې حل کول او د هغوي لپاره د زده کړې زمينه مساعده ول خپل لومړني ترجيحات وبلل او همداراز زياته يې کړه چې هر بى سرپناه ښوونځي لپاره به په، موجوده امکاناتو ته په کتلو په خپل وار سره منظمه ودانۍ جوړه شي.

04/08/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Javid Ahmad, Rafi Rahimi, Eid Mohammad Shah, Khanafzal Jabarkhil, Nisar Ahmad Safi, Shirafzal Sardarzai Pashai, Ziauddin Zia, Mohammdwali Afghan, وحیدالله عادل, حسيب الله مومند, سپین سحر, Samiullah Hayat, Hikmat Ullah Omaid, Subhanullah Fahim, Azim Ullah Adil, Tawhidullah Safi, Noor Halim Masomzai, Fidamohammad Safi, عزت الله دولت زى, عبدالله حساند, Faridoon Adil Adil, Istiqlal Mohammadi, Mohammad Waris Sahak, Meram Jan Muhammadi, Ibadullah Zaland, دين محمد ارمان, خالد نېکمل, Wasiullah Sahil, Shoaib Danish, Shakirullah Rostam, منصور اسامه صابري, Anwar Andar, Jahatullah Safi, نعمت الله منصور, ظریف حقیار, Khan Shinwari, Aslam Watan Gar, Zahid Afghan, قاضي نظري, Abuzar Sahil, Mohammad Arif Wafa, عقاب سپاهي

25/03/2024

🌹 *نننۍ نيټه* 🌹

نن ورځ دوشنبه

15 رمضان المبارک 1445 هـ ق
15 / 9 / 1445 هـ ق

6 / حمل / 1403 هـ ش
6 / 1 / 1403 هـ ش

25 / مارچ / 2024 م
25 / 3 / 2024 م

بارانونه او زمونږ ښوونځي
03/03/2024

بارانونه او زمونږ ښوونځي

01/10/2023

*د ننګرهار پوهنې رئيس د شيرزداو ولسوالۍ لېسو څخه ناڅاپي ليدنې ترسره کړې:*
(يکشنبه، ۱۶ ربيع الاول ۱۴۴۵ هـ ق)
(۹ ميزان ۱۴۰۲ هـ ش)
د پوهنې رئيس د *شیرزادو* پوهنې آمريت اړوند د پټلاؤ عالي لېسې اداري او تدريسي چارو څخه په ناڅاپي ډول ليدنه ترسره کړه، د زده کوونکو ، ښوونکو سوبتيا کتابونو کتلو ترڅنګ د ښوونکو تدريسي پلانونه او ترقي تعليمونه يې هم تعقيب کړل.
د پوهنې رئيس په مختلفو ټولګيو کې د پوښتنو په ترڅ کې د زده کوونکو سويې څخه ارزونه ترسره کړه، د ممتازو زده کوونکو نازولو سره يې عمومي زده کوونکي هم خپلو زده کړو ته وهڅول.
همداراز د پوهنې رئيس ښوونکو او اړوند مسئوولينو ته د نيمګړتياؤ اصلاح کولو او خپلې لېسې معيار او کېفيت لاښه کولو په پار لازمې سپارښتنې او مهمې لارښوونې ترسره کړې.
د يادې لېسې ښوونکو، مسئوولينو او زده کوونکو د پوهنې رئيس ناڅاپي ليدنو څخه خوښي ښکاره کړه او مننه يې وکړه چې د خپلو ګڼ شمير بوښتياؤ ترڅنګ د ښوونځيو څخه ليدنه کوي او د ښوونکو او زده کوونکو وضعيت ګوري او د هغوي ستونزې حل کولو کوشش کوي.

28/09/2023

*د ننګرهار پوهنې رياست داخلي هستې اداري خالي بستونو لپاره د پوهنې رئيس په شتون کې آزموينه واخيستل شوه:*
(پنجشنبه، ۱۳ ربيع الاول ۱۴۴۵ هـ ق)
(۶ ميزان ۱۴۰۲ هـ ش)
د پوهنې رياست داخلي هستې ۱۲ بابه اداري بستونو لپاره د ۲۲۰ تنو کانديدانو څخه د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د پوهنې رياست مختلفو برنامو مرستيالانو، آمرينو، مديرانو، د نظارت مسلکي او علمي غړو، ښوونکو او يوشمير مسئوولينو په شتون کې په شفاف او منظم ډول آزموينه واخيستل شوه.
د آزموينې ګډون والو ته د پوهنې رئیس په خپلې وېنا کې د شفافيت، حق حقدار ته ورکولو ډاډ څرګندکړ او زياته يې کړه چې د پوهنې رياست د مسلکي، علمي او په کار پوه تجربه لروونکو خلکو قدرداني کوي او هر چاته به د خپل لياقت په اساس نومرې ورکول کېږي.
د داخلي هستې نظارت عمومي مدير استاذ دلاور مومند د آزموينې په تخنيکی او مسلکي اړخونو باندې رڼا واچوله.
همداراز د يادې برنامې مسئوول، د بشري سرچينو عمومي مدير قاري احسان الله هم د آزموينې ګډون والو سره اړونده لازمې سپارښتنې شريکې کړې.

*د ننګرهار پوهنې رياست، حصارک پوهنې آمريت اړوند 31 خالي بستونو لپاره آزموينه واخيستل شوه:*(سه شنبه، 11 ربيع الاول 1445 ه...
26/09/2023

*د ننګرهار پوهنې رياست، حصارک پوهنې آمريت اړوند 31 خالي بستونو لپاره آزموينه واخيستل شوه:*
(سه شنبه، 11 ربيع الاول 1445 هـ ق)
(4 ميزان 1402 هـ ش)
د *حصارک غلجايې پوهنې آمريت* اړوند 31 خالي بستونو لپاره د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي لياقت علي عابد، د تشکيل مدير قاري احسان الله، د حصارک پوهنې آمر مولوي غلام جيلاني حنفي او اړوند مسئوولينو په نګرانۍ کې 146 تنه کانديدانو (106 نارينه، 40 ښځينه) څخه په شفاف او منظم ډول آزموينه واخيستل شوه.
د آزموينې څخه مخکې تدريسي مرستيال د يادو بستونو په ارزښت، د نوي ښوونکو په مسئووليتونو او د آزموينې په شفافيت ويناوې ترسره کړې.
همداراز د پوهنې آمر هم په خپل وار سره د آزموينې صحنې نظارت کوونکو نګرانانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د تشکيل مدير د آزموينې په تخنيکي او مسلکي اړخونو باندې د آزموينې ګډون والو سره اړين معلومات شريک کړل.

*د ننګرهار پوهنې رياست، هسکې مېنې پوهنې آمريت اړوند ښوونځيو کې زده کوونکو ته نوي درسي کتابونه وويشل شو:*يکشنبه، 9 ربيع ا...
24/09/2023

*د ننګرهار پوهنې رياست، هسکې مېنې پوهنې آمريت اړوند ښوونځيو کې زده کوونکو ته نوي درسي کتابونه وويشل شو:*
يکشنبه، 9 ربيع الاول 1445 هـ ق
2 ميزان 1402 هـ ش
د *هسکې مېنې ولسوالۍ* پوهنې آمريت اړوند 20 بابه ښوونځيو کې 13500 تنه زده کوونکو (هلکانو او نجونو) ته د پوهنې رياست نشراتو مدير، د هسکې مېنې پوهنې آمر، نظارت آمر او اړوند مسئوولينو په شتون کې په منظم او شفاف ډول وويشل شو.
يادو زده کوونکو د نوي ښوونيز کال په پېل کې د نوي درسي کتابونو په ترلاسه کولو خوښي ښکاره کړه، د پوهنې وزارت، ننګرهار پوهنې رياست او د هسکې مېنې پوهنې آمريت څخه يې مننه وکړه او زياته يې کړه چې، نوي کتابونه راته په شفاف ډول، په وړيا توګه، پرته له کومې ستونزې راکړل شو چې، مونږ به يې هم ښه ساتنه کوو او خپلې زده کړې به پکې ترسره کوو.
د پوهنې رياست مسئوولين وايې چې نوي چاپ شوي درسي کتابونه به د ننګرهار پوهنې رياست اړونده ټولو ښوونځيو ته د خپلې احصايې سره سم ورکول کېږي او هېڅ کوم ښوونځى به د کتابونو څخه بې برخې نه پاتې کېږي.

Address

Mastoofiyat Avenue, Near Alai High School
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ننګرهار پوهنې رياست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category