25/11/2025
ادرار راوړنکى مدرر درمل ( Thiazide Diuretics )
دا درمل له بدن څخه د مايعاتو په خارجولو سره د وينى فشار کموى . د مايعاتو له اخراج سره يوځاى د وجود مالګى اود وينى تيزابيت هم کميڔى . دا درمل د پلازما واليم کموى چى د پښتورګو پواسطه د سوډيم او اوبو اطراح زياتوى اود زړه Out Put کموى .
ګټې :
په زړو خلکو کى , چاغ خلکو کى , CHF اود پښتورګو مزمنى ناروغى کى , Systolic فشار که چيرى جګ وى ګټور دى .
#جانبى غوارض :
ددى ګروپ درملو جانبى غوارض عبارت دى له Impotence , Skin Rash , Gynecomastia .
پدى ګروپ کى لاندى درمل شامل دی
1⃣ Aldacdazide
2⃣ Aldctone
3⃣ Fursemide - Lasix
4⃣ Potassium + Bumetamide
تشريح :
1⃣Aldactazide
ترکيب :
په دى درمل کى Spironolactone او Hydrochlortiazide شامل دي .
#استطباب :
دا درمل د لوړ فشار , د بدن د پړسوب , د زړه عدم کفايي , په ګيډه کى د اوبو د جمع کيدو د ځيګر د سيروسيز د Essential Hyperensive اود پښتورګو د ناروغى په درملنه کى کارول کيڔي .
#دوز :
ددى درمل يوه 25mg يا 50mg ګولۍ په ورځ يو ځل وخوړل کيڔى .ماشومانو ته 1,5-3mg/kg باندى ورکول کيڔى .
#مضاد استطباب :
د ادار د بندښت , د پښتورګو د عدم کفايي په شديد حالت , د پوتاشيم په کموالى , اديسون په ناروغى , #حمل اوشيدو ورکولو کى دى نه کارول کيڔى .
#احتياطى کارونه :
د ينې يا پښتورګو د ناروغيو , د بندونو د درد , حمل , د ځوانى په مهال د اوڔدى مودې لپاره اود شکرې ناروغان دي يي په احتياط سره وکاروى .
#جانبى غوارض :
د اشتها له منځه تلل , زړه بدوالى , اسهال , کسالت ( خولې وچوالى ) په بدن د دانو راختل , سرردرد , د بدن د اوبو کمښت , په وينه کى د سوډيم د سويي کميدل , د پوتاشيم , د سويي لوړيدل , اود وينى اسيدوسيز يي جانبى غوارض دى .
#له نورو درملو سره شريک کارونه :
له اسپرين يا نورو NSAID سره ددې درمل اٿرات کميڔى .د پوتاشيم له مالګى يا نورو هغو موادو سره چى د پوتاشيم مقدار لوړوى په بدن کي د پوتاشيم سطحه لوړوى , د ليتم Digitals کاريي نوکسامين , ACE نهى کوونکو او هغوى اود هغو درملو سره چى د وينى فشار ټيټوى , ددى درمل يو ځايي کارونه د جانبى عوارضو د لوړوالى سبب کيڔى .
2⃣Aldctone
ترکيب :
په دى درمل کى Spironolactone شامل دي .
#استطباب :
دا درمل د وينى د لوړ فشار , د زړه د احتقانې عدم کفايې , حبن ( په ګيډه کى د اوبو د جمع کيدو ) نيفروټيک سينډروم اود Primary Aldosteroism په درملنه کې کارول کيڔى .
#دوز :
په ورځ کى دى له 25mg څخه شروع اوتر 200mg پورې ورسول شى , د زړه د احتقانى عدم کفايي ناروغان ته دى يي مقدار په ورځ کى له 100mg څخه شروع اوتر 400mg پورى دى ورسول شى .
ماسومانو ته دى 3mg/kg ورکړل شي .
ددى درمل جانبى غوارض او مضاد استطباب د Aldactazide درمل په شان دي .
لاس رسى : Tab . Aldctone 100mg
I am DrNawaz Sharif
3⃣Fursemide --- Lasix
#استطباب :
د وينى د لوړ فشار د کمولو , د Hydrothorax د له منځه وړلو , د مايعاتو د تجمع له امله د اطرافو د پړسوب , دوينى د کلسيم د سطحى د کمولو اود پښتورګو عدم کفايي له امله د ادار راتلو لپاره کارول کيڔى .
#د اغيزې ميکانيزم :
دا درمل په پښتورګو کى د اوبو او سوډيم د دوباره جذب مانع ګرځي چې له امله يي ادار زيتيڔى . دى درملو ته Loop Diuretics ويل کيڔى , د خولى د لارى ددى درمل اغيز په 1-2 ساعتونو کى شروع او 6-7 ساعته دوام کوى اود انجکشن پواسطه يي اغيز په پنځه دقيقو کى شروع او تر دوو ساعتونو دوام کوى .
#دوز :
په ورځ کى 20-80 اويا يوه ورځ نه بله ورځ همدومره .
#مضاد استطباب :
د بدن د لکټرولايتون او د اوبو کمښت , د وينى د فشار د زيات ټيټوالى , د شاک په حالت له درمل سره د حساسيت اود #حمل په مهال چى شديد ضرورت نه وى ندى کارول کيڔى .
#احتياط :
دا درمل د مور په شيدو کي خارجيڔى اوپه ماشوم باندى اٿر لرى , ځکه که نو د شديد ضرورت نه وى دا درمل دى نه کارول کيڔى .
#له نورو درملو سره شريک کارونه :
د Digitals ,ليتم , امينو ګلاکوزايدونه , سيفالوسپورين , هغه درمل چى د وينى فشار کموى اوغير سټرايدى التهاب ضد درمل ( NSAID ) که له دى درملو سره يو ځاى وکارول شى جانبى غوارض يي لوړوى .
#جانبى غوارض :
د ګيډى درد , اسهال , د ادار زياتوالى , د ينى د فشار ډير کميدل , د وينى د ګلوکوز لوړيدل , د يوريک اسيد لوړيدل , د بدن د اوبو کمښت , د وينى د سپينو حجراتو کمښت , د اوريدولو تشويش , په بدن د دانو راختل اود وينى د کلورين د سطحى کميدل ددى درمل د جانبى غوارضو له جملى څخه دى .
4⃣ +Bumetamide
#استظباب :
د بدن د پړسوب که د زړه د احتقانى عدم کفايي له امله وى اوکه د ځيګر د ناروغيو له امله , حبن او هغو ناروغانو کى کارول کيڔى چى د پوتاشيم اندازه په کى کمه شوى وى .
#دوز :
لويان 1-4ګولۍ په ورځ کى
ماشومانو ته دى دا درمل نه تجويز کيڔى .
#مضاد استطباب , احتياطى کارونه , له نورو درملو سره شريک کارونه او جانبى غوارض د Lasix په شان دى .
#د حمل په مهال له سخت ضرورت پرته دى نه کارول کيڔى .