16/03/2026
؛
د تایرایډ غدې یو مفصل اناتومیکي انځور چې د غاړې په برخه کې د هغې ځای ښيي.
دا انځور د دې غدې مهم رول هم څرګندوي، چې د هورمونونو تنظیم او د بدن د میتابولیزم په کنټرول کې لري.
۱؛ ( Hyoid Bone):
دا یو کوچنی هډوکی دی چې د غاړې په پورته برخه کې د ژبې لاندې موقعیت لري. د ژبې او ستوني د عضلو د ملاتړ لپاره مهم دی.
۲؛ #حنجره(Larynx):
حنجره د غږ جوړولو برخه ده. کله چې موږ خبرې کوو یا غږ باسو، غږ د همدې برخې له لارې پیدا کېږي.
۳؛ (Thyroid Gland):
دا د پروانې په شکل غده ده چې د ستوني په مخ کې موقعیت لري.
۴؛ (Parathyroid Glands):
دا کوچنۍ غدې د تایرایډ تر شا موقعیت لري. د بدن د کلسیم اندازه تنظیموي او د هډوکو لپاره مهمې دي.
۵؛ #ایستمس(Isthmus):
ایستمس د تایرایډ غدې هغه نری منځنی پل دی چې د غدې دواړه برخې سره نښلوي.
۶؛ ( Blood Vessels):
د غاړې شاوخوا سره او شین رنګ رګونه د وینې رګونه دي چې تایرایډ ته وینه رسوي او هورمونونه بدن ته انتقالوي.
۷؛ (Trachea):
دا د ساه اخیستلو نل دی چې هوا د پوزې او خولې څخه سږو ته انتقالوي. تایرایډ غده د همدې نل مخې ته موقعیت لري.
#نوټ: که معلومات مو خوښ شول، نو له نورو سره شیر کړئ.