26/07/2024
دزده کړی پړاوونه :
که څه هم د هر ډول مهارت، پوهې او لنډه دا چې د زدکړې زدکړه په بیلابیلو پړاوونو کې تر سره کیدای شي خو موږ دلته د درس د زده کړې په پړاوونو باندې غږیږو او هغه په څلورو پړاونو ویشو: - ادراک او پیژندل - پوهه او تحدید - حفظ او یادول - تکرار او بیا راگرځول (مراجعه) ۱- ادراک او پیژندل : که څه هم حسي ادراک او پوهه د معرفت او پیژندنې بنسټ جوړوی او ټول معلومات د حواسو له لارې ترلاسه کیږي ،خو ټول انسان په دې کې سره برابر نه دي او د شيانو په معرفت او ادراک کې یو له بله سره ځینې توپیرونه لري. ځینې معلومات د سترگو له لارې، ځینې یې د غوږونو له لارې تر لاسه کوي او ځینې یې هم د پیژندنې له پاره له خپلو څو حواسونو څخه کار اخلي.
۲- پوهه او تحدید:
کله چې یو زدکوونکی په بشپړه توگه په یوه موضوع باندې پوه شي،دهغې په تحدید باندې پیل کوی، د هغې غټ غټ ټکی او عنوانونه سره جلا کوی او غواړی چې حافظې ته یې وسپاري.خو دیادولو وړ ده چې دا تحدید هغه وخته کیږي چې په یوه موضوع باندې په سمه توگه پوه شي او دهغې آسانه او روښانه ټکې په خپل ذهن کې راټول کړي.
۳- حفظ او یادول :
د معلوماتو راټولول او په ذهن کې د هغې کښینولو ته د حفظ عملیه وایي او دا هغه وخت بشپړه کیدای شي چې موږ په هغه معلوماتو چې راټولول یې غواړو په سمه توگه پوه شو. د یوې موضوع د حفظ کولو له پاره د درس په محتوی باندې ځان پوهونه،د توضیحی رسمونو او اشکالو ویستل، د ځانگړیو سوالونو شفاهی یا لیکلی ځوابونو لیکل ، د کتاب یا اړونده موضوع ټولې برخې لوستل، د موضوع د ټولو برخو یو له بل سره تړل، اورول او په ذهن کې ځای پر ځای کول د پام وړ ټکې جوړوي.
۴- بیا راگرځیدل :
له تکرار یا بیا راگرځولو څخه موخه داده ترڅو یو زدکوونکی ټولو هغه شيانو ته چې تر اوسه یې زده کړی دي یو ځل بیا مراجعه وکړی او ور وگرځی چې دا په حقیقت کې د درس ویلو اصلی موخه گڼل کیږي.(۳)