« karimi »General store

« karimi »General store Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from « karimi »General store, Grocers, Khost Nader shah koot, Khost.

خوست ته څیرمه دپاکستان په هرنايي سیمه کې دپاکستاني پوځ یوه چورلکه غورځیدلې چې  دوه پيلوټان او څلور افسران پکې وژل شوي .
26/09/2022

خوست ته څیرمه دپاکستان په هرنايي سیمه کې دپاکستاني پوځ یوه چورلکه غورځیدلې چې دوه پيلوټان او څلور افسران پکې وژل شوي .

د څو مياشتو لاسته راوړنې انشاالله ډير زر به نور هم څه پکې اضافه شيسوپر مارکېټرخت خياطي اودرملتون :
23/09/2022

د څو مياشتو لاسته راوړنې انشاالله ډير زر به نور هم څه پکې اضافه شي
سوپر مارکېټ
رخت خياطي او
درملتون :

23/08/2022

دا کس چي په هر هېواد کی وي باید راپیدا شي
دا ابليس لعين کافر😡
يوه ورځ خو به ګير شئ،
ويډيو مخکې درسره شیر کړی
که چا وپيژاند
بلا دي کلیمی دروګرزه ،😭

بابا وایې؛د هېواد پنځوس کلنې جګړې دومره نه یم ځورولې، څومره چې د پنځو ورځو غریبي وځورولم ...😰
12/08/2022

بابا وایې؛
د هېواد پنځوس کلنې جګړې دومره نه یم ځورولې، څومره چې د پنځو ورځو غریبي وځورولم ...😰

11/08/2022

د ډاکټر صاحب اشرف غني د مرکې مهم ټکي .

که ط بان لاړ شي ډيرې سختيانې به راشي
د ملا محمد .ع.مر صيب دوره کې مساوات ؤ.
اسلام په زړونو کې دی نه په ږيره کې
زه د مقاومت هيڅ طرفدار نه يم
زه ط سره سیاسي حل طرفدار يم
ط چې څومره خلک سرکوبوي همغومره ورته مقاومتونه ايجاديږي
ملا محمد .ع.م.ر امر چې څنګه چليده د ملا هب.ة. الله امر هسې نه چليږي .
دوی دې خپل يو داسې سړی وښيې چې د فکر او کار سړی وي (ټلواله يادوي)
هغوی چې ماته فاشست وایې هغوی دې اول د فاشیست په معنی ځان پوه کړي
ټول سيستم مفسد ؤ دا د يوې ورځې کار نه ؤ دوی هر وخت مداخله کوله.
مطلب انحصار ؤ دوی مشکل جوړوه او ما غوښتل په تدريج لاړ شم
ډاکټر عبدالله پر ما وتپل شو .
زه مجبور وم، دليل مې جنګ نه منل ؤ، دوی د کودتا طرحه جوړه کړې وه.بين المللی ټولنې راغلې
قانون يو بام او دوه هوا ؤ.
د مواد مخدر ريس به پوډر خرڅول چې پرې خبر شولو خپل ولايت ته وتښتيد
زموږ لاسونه تړل شوي ؤ
اساسي دليل د سولې غلط مدیریت ؤ.
د جمهوريت سقوط د اولس لخوا ندی راغلی، ولس سوله غوښتله
وروسته ډاکټر نجيب واقعيتونه درک کړل خو هر څه چې یې اولس ته وويل اولس پرې بې باوره شوی ؤ ځکه دا د خاد ريس پاتې شوی ؤ
حفيظ الله امين شپيته زره کسان ووژل او لست یې خپور کړ
د ډاکټر نجيب دګوند اشتبها دا وه چې په وژلو ټکولو او ځورولو يې شروع وکړه
مشکل جمهوريت کې نه ؤ سياسيونو کې دی.
کله چې بايډن وويل موږ اوځو خليلزاد له ډاره ټول لړزيډه
زما د خليلزاد سره برخورد وګوري او د ده منافقت وګورئ
خليلزاد مفسد او بې کفايته دی له خپل افغانيت هم تير دی .
زه افغان وم اوسم به
خدای دې کرزي ته صراط مستقيم په نصيب کړي
کرزي صيب ته ما ویناګانې ليکلي پروګرامونه مې ورته جوړ کړل هغه بيچاره په هيڅ نه پوهيده
کرزی صیب د لوستلو او ليکلو سړی ندی يواځې د وينا سړی دی خو خبر یې زر هيريږي
امنيت دفاع داخله او خارجه ددوی سره وه، ۵ مليونه افغانان یې له شمال څخه محروم کړل .
احصاييه دوی نه منله وطن دوی نه منه
عبدالله عبدالله شرميږي نه چې ماته د خاين ملي خطاب کوي دوی په ۲۰۰۱ کې ديکتاتوري ونکړه يوې ولسوالۍ په ټول افغانستان نه وه حاکمه ؟
کابل چا وران کړ، په زرګونو کسان چا ووژل، آبشار له مخې چا وران کړ .
اشاره یې عبدالله عبدالله ته ده.
خليلزاد ط نه و پيژندلي ځکه ط سره دوی دوکه کړې وه
د خليلزاد طرحه وه چې د جنګسالارانو ترمنځ سوله وشي
ايا خليل زاد دومره احمق او بې کفايته ؤ
ما پرله پسې اوه کاله مقاومت وکړ خو اخر کې يواځې پاتې شوم
زما او د يوکراين زيلينسکي فرق دا دی چې هغه د يو متحد ملت مشر دی ټوله دنيا ناټو او همسايه ګان ورسره ولاړ دی .
موږ تقسيم ؤ
ايموږ او د امریکايانو د جنګ طريقه فرق درلود .
د امريکايانو طرحه وه چې کابل او قندهار وساتئ نور وطن پريدئ
روحي فضا خراپه شوه.
سياسي معامله وشوه
دوستم او عطا نور ځان مسلح کړ خو په دويمه ورځ تاجکستان کې ناست ول
۹ شمالي ولايتونه په داسې چټکۍ سقوط شول چې هيڅ منونکی نده
په کابينه کې هيچا تعهد ونکړ بلکې ټول وتښتيدل او زه يې يواځې پريښودم
امريکا زموږ د امنيت قواوې تخليه کړې او موږ خبر نه ؤ زه آخرنی سړی وم کې له مجبوريت ووتلم
زه تر اخره پاتي کيدم خو ټوله کابينه تښتيدلې وه تر ټولو اول وزير دفاع تښتيدلی ؤ
ما هيڅ افغان ندی پرې ايښی بلکې نړۍ پريښودئ.
دفاع کې بايد زر جنراله وای خو دوی ۳۰۰۰ مقرر کړي ول داخله خو څه کوئ؟
سياسي زلزله راغله چې ټول یې ګنګس کړل .
هغوی ملامت کړئ چې وطن یې اتحاد ته نه پريښود او هر يو خپل حکومت درلود
افغان لورګانو او ځوانانو نه ګيله لرم تاسو زه يواځې پريښودم ما نه ياست پرې ايښې
د امريکا کانګريس کې بحث دا دی چې دا تړون په کوم بنياد شوی څه وکړو او څه بايد وشي
سوال دا دی چې ط افغانستان په اسلامي حر.کتو.نو بدلوي که افغانستان اول کوي
رښتيا هم زه بازاري، دکانداري او جرمي شبکوي سياست ته نه وم جوړ شوی
زه ولسمشر وم خو محدوديتونه مې لرل، هر څه مې په واک کې نه ؤ د فساد ډک کان ماته په ميراث راغلی ؤ.
تصفيه په يو وار ناشونې وه
زه په سلو کالو کې چاته سر نه ټيټوم .
که ط د ولس رايه مني بيا کيدای شي لار جوړوه شي
شريعت يو کان دی .
شريعت علماؤ ايجاد کړی نه حکمرانانو
افغانستان يو سياسي ژمن قشر ته ضرورت لري
تر ټولو مهم افغانستان بايد په خپلو پښو ودريږي
زه غواړم د اولس په ارادې واک ځای ناستې ته تسليم کړم .
زه اوس وطن ته په دې شرايطو کې نه ستنيږم او اوس بيرون د کوم ګوند جوړولو اراده نلرم
نه امان الله خان نه داود خان او نه نجيب او نه هم ما دا فصل ناتمام تمام کړ خو اميد لرم
زه جوړولو ته پيدا شوي يم نه جنګ ته نغواړم ايما په نوم او تاريخ د تورې ذکر راشي

نور باید زاړه روایات او زړې خبرې ختمې کړو او نوې نړۍ ومومو!!"اوس باید دا خبرې پرېږدو چې، ټامي و، ټلوال و، د غرب غلام و، ...
09/08/2022

نور باید زاړه روایات او زړې خبرې ختمې کړو او نوې نړۍ ومومو!!"

اوس باید دا خبرې پرېږدو چې، ټامي و، ټلوال و، د غرب غلام و، پلانکی او بیستانکی و، دا زاړه روایات او زړې خبرې باید نورې ختمې کړو او پر دې فکر وکړو چې څرنګه ځان د ګاونډ له ظلمونو، وحشت او افراطي پالېسیو څخه ژغورلی او ځان د هغوۍ سیال کولای شو؟!

که دا موضوع هر څومره واړو راواړو نو دې نتیجې ته رسېدلی شو چې د دغه ستونزو د حل یوازینۍ لاره د تعلیم ده!!"
راشئ تاسو د هغه هېوادونو تاریخ مطالعه کړئ چې تیرو څو لسیزو کې یې بیساری پر مختګ کړی.
د جاپان، مالېزیا، پولېنډ، اسین ټایګرز د پر مختګ او ځان جوړونې تاریخ ولولئ نوموړو ټولو د پرمختګ لپاره لومړۍ د تعلیم لاره خپله کړې وه.

کله چې جاپانیان ځان جوړونه او پرمختګ لپاره لاس پکار شول نو په جاپان کې دوه ډلې پوهان کېناستل او خپل نظریات یې وړاندې کړل.

یوه ډله پوهانو ویل چې: جاپان دې پخوانۍ ادارې زاړه روایات او افکار راژوندي کړي.
بله ډله پوهانو ویل: جاپانیان باید پرمختګ برخه کې د نورو هېوادونو د پرمختګ تجربې واخلې او زاړه رویات باید ختم کړي، ځکه چندان ګټه نلري، نو همدغه بحث بیا دې پوهانو وګټه کومو چې ویلي و باید له نورو زده کړه وکړو.

د همدې فکر پربنسټ جاپاني پوهان، متخصصین، محصلین امریکا او اروپا ته لاړل د هغوۍ پر فرهنګ یې ځان پوه کړ د هغوۍ پر نظام یې ځان پوهه کړ، خپلې تبصرې یې پرې وکړلې او خپل خلک یې پرې خبر کړل چې ذهنونه یې وروزل شي؛ د دې ترڅنګ یې لومړنیو زده کړو، کسب او صنعت ته اولیت او پراختیا ورکړه.

نن ورځ تاسو وګورۍ په نړۍ کې د کمیت او کیفیت په لحاظ ښه اجناس د جاپان دي او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې جاپاني برقي او ماشیني توکي او شیان شته.

زموږ ګاونډ هېوادونه قزاقیستان او ترکمنستان خلک په Upper Middle Class کې دي، پدې مانا چې خلک یې ډېر تعلیم یافته او مسلکي دي، یوازې دا اسماني تندر په موږ رالوېدلی، ځکه موږ خپله د خپل ځان دوښمنان یو.

خلاصه دا چې ټولو هېوادوالو که ښځینه/نارینه باید د زده کړو او تعلیم حق ورکړل شي، ځکه همدغه مو د ایران، پاکستان د ظلمونو او وحشتونو څخه ژغورلی شي او بس!!"😪

07/08/2022

واده ماده نشته سړئ یی بې توړه کړئ😂
بې توړه ملګری مو رامنشن کړئ
د ښايسته او جالبو معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه درسره خوښه کړئ

کريمي درملتون اينډ جنرل سټور ډير زر د هيوادوالو په خدمت کې ملګرو درملتون د خير سره فعاليت شروع کړو انشاالله سټور به راتل...
05/08/2022

کريمي درملتون اينډ جنرل سټور ډير زر د هيوادوالو په خدمت کې ملګرو درملتون د خير سره فعاليت شروع کړو انشاالله سټور به راتلونکې اونۍ کې جوړ شي

 #الله اکبریو نفر د شپې داسې مهال کور ته ننوت چې بچیان یې ویده ووله ښځې یې وپوښتل: ماشومانو لمونځ وکړ ؟ښځه: نه، له لوږې ...
04/08/2022

#الله اکبر
یو نفر د شپې داسې مهال کور ته ننوت چې بچیان یې ویده وو
له ښځې یې وپوښتل: ماشومانو لمونځ وکړ ؟
ښځه: نه، له لوږې سخت وچیغېدل، اوس همداسې نهر ویده شول.

مېړه: زر یې پورته کړه چې لمونځ وکړي.
ښځه: که یې پورته کړم بیا به ډوډۍ وغواړي، همداسې ویده به یې پرېږدو.

مېړه: رزق یې د خدای جل جلاله په ذمه دی، او د لمونځ په کولو یې زه پرې مامور کړی یم {وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ (132)}. الایة

کله چې ماشومانو لمونځ وکړ، دروازه وټکېده
د ښار یو مشهور تجار دروازه کې له مزدورانو سره ولاړ دی، او له خوړو ډک پتنوسونه یې لاسونو کې نیولي دي.
سړي په حیرانتیا وپوښتل: دا دومره منظم خواړه مو مونږ ته په کومه خوشحالۍ کې راوړي دي ؟
تجار: د تجارت شریکانو ته مې ډوډۍ کړې وه، تر خوړو مخکې مو جنجال وکړ .
هغوی بې له خوراک پورته شوه، ما هم ژمنه وکړه چې خپله یې هم نخورو، هغې کورنۍ ته به یې ورکړم چې له دروازې سره یې څوک راسره مخ شو.
زه قسم کوم چې دلته یو څوک ولاړ و، زما قدمونه هم همدلته بند پاتې شوه خو اوس هغه هم نشته دی.

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
او له نورو سره یې د ثواب په خاطر شیر کړی.

دا امریکایی پاپ پروفیسور جیرالډ ډریکس دی چې په الهیات کې ماسټري او د ارواپوهنې په برخه کې دوکتورا لري، وروسته له هغه چې ...
31/07/2022

دا امریکایی پاپ پروفیسور جیرالډ ډریکس دی چې په الهیات کې ماسټري او د ارواپوهنې په برخه کې دوکتورا لري، وروسته له هغه چې اسلام یې قبول کړ، وویل: "ټول هغه کتابونه او نظریات چې ما د اروا پوهنې په اړه لوستلي له يوي دې کلمې سره برابر ندي چې مسلمانان وایي: "په الله توکل" ♥️

دا جمله دومره راحت بښونکي ده چي طوفان جوړوي
دا یو شخص ته ریښتینې سوله ورکوي.
کله چې تاسو وګورئ چې "لوی خدای" ستاسو تر شا د غره په څیر ولاړ دی او هیڅ خطر ته اجازه نه ورکوي چې تاسو ته زیان ورسوي او هیڅ اندیښنه یا ستونزه تاسو ویره او خپه کړي؛ بیا به تاسو د خدای په حق او قدرت باور وکړئ.

په نړۍ کې زیاتره خلک په خپګان اخته کیږي او د همدې ستونزې له امله ځان وژنه کوي.
مسلمانان یو ځواکمن خدای لري چې دوی یوازې نه پریږدي او لکه څنګه چې قرآن کریم وایي، خدای تل د مسلمانانو سره دی. د مسلمانانو په ستر کتاب کې ذکر شوی دی.
«وَهُوَ مَعَکُم، اَیْنَما کُنتُم».
هغه ستاسو سره دی، هر چیرې چې تاسو یاست.
ژباړه

Address

Khost Nader Shah Koot
Khost
222222

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when « karimi »General store posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category