25/08/2026
د کتاب خبرې
ما ولوله؛ هر څه په ما کې دي.
زه ستا راتلونکی جوړوم،
تا خپلو هیلو ته رسوم،
پوهه درکوم،
فکر دې روښانه کوم،
شخصیت دې پیاوړی کوم،
او د بریا پر لور دې رهنمایي کوم.
که غواړې پوهه ترلاسه کړې،
که غواړې خپل فکر پراخ کړې،
که غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې؛
نو کتاب ولوله.
کتاب د پوهې خزانه او د بریا لارښود دی.