الماس تجارتي شرکت /A.T.C

الماس تجارتي شرکت /A.T.C Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from الماس تجارتي شرکت /A.T.C, Grocers, Afghanistan paktika, Sharan.

24/01/2025
د پکتيکا په اړه جالب معلومات:پکتيکا د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه يو ولایت دی چې د هېواد په جنوب ختېځه برخه کې موقعت لري...
18/01/2025

د پکتيکا په اړه جالب معلومات:
پکتيکا د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه يو ولایت دی چې د هېواد په جنوب ختېځه برخه کې موقعت لري. د لویي پکتيا یوه برخه جوړه وي، د ۷۸۹۰۰۰ شاوخوا نفوس لري چې زياتره یې د قوم له اړخه پښتانه شمېرل کېږي.
د ښرني ښار یې د مرکز په ډول حسابېږي، پداسې حال کې چې زيات نفوس درلودونکی ښار یې اورګون دی.
پکتيکا د لویي پکتيا چې يوه تاریخي ساحه او ځای دی یوه برخه ده، پکتيا يو وخت کې له اوسني پکتيا، خوست، د غزني بعضي برخي او لوګر څخه تشکېله او واحده شمېرل کېدله، نو اوس ځکه ټولو ته د لویي پکتيا نوم اخېستل کېږي.
هغه قومونه چې پدې ساحه کې اوسېدل، یوناني تاريخ پوهه هېروډوټس داسې ياد کړي چې دوۍ زر کاله مخکې د پکتيانس(Pactyans) په نوم يادېدل.
په ۱۹۷۰ مي ملادي کالونو کې، د پکتیکا چې يو لري او له پرمختګ پاتې ولایت وو مرکز یې له اورګون څخه ښرنی ته ځکه انتقال شو چې ښرنه مهمي لویي لارې له کابل، غزني او کندهار چې دا د سوداګرۍ لوی مرکزونه او لوی ښارونه شمېرل کېږي سره نښلوي.
پکتیکا د هیواد د شوروي یرغل پرمهال د ډیرو جګړو شاهید ځای و چې دا کلونه ټول ناقانونه کلونه وو او هيڅ قانون ته پکې نظر نه کېدلو، لدې جملې د پکتيکا د ارګون محاصره چې د 1983 او 1984 کلونو ترمینځ وشوه یادولی شو.
لکه څنګه چې پکتيکا د افغانستان د لري پرتو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو کالونو کې زياتې خرابتياوي او ویجاړنې لېدلې، پکتیکا په شديد ډول له اساسي جوړوني او رغوني شاته پاتې شوې ده. پدې ولایت کې د بيا رغوني کارونه د طالیبانو له پرځېدو ورسته وخت کې نسبت نورو نږدو ولایتونو لکه: خوست او زابل ته، ډېر په کمزوري او ورو ډول روان وو. دا په اصل کې پدې خاطر چې پکتيکا یو لري پروت ولایت دی او هر وخت به پکې په تکراري ډول جګړې په ناټو ځواکونو او د هغوۍ په همکارانو کېدلې.
پاتې برخه بيا...

ژباړه: رحمت الله نويد
سرچېنه: ویکپيډيا/ لاندې لینک دی
https://en.m.wikipedia.org/wiki/Paktika_Province #:~:text=According%20to%20the%20Naval%20Postgraduate,around%2096%25%20of%20Paktika's%20population.
الماس تجارتي شرکت
ادرس:افغانستان پکتیکا ولایت مرکز شرنه
A.T.C

Address

Afghanistan Paktika
Sharan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الماس تجارتي شرکت /A.T.C posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category