Afghan Adel

Afghan Adel افغانستان خانه پشتون،تاجیک،هزاره،اوزبیک،ترکمن و همه اقوام غیور است🇦🇫❤

د راشد خان واده....!د ۲۰۲۳ نړیوال جام لوبې روانې وې، هرات کې زلزله راغله، د ټولو وطنوالو په شان موږ هم خپلې هلې ځلې پیل ...
05/10/2024

د راشد خان واده....!

د ۲۰۲۳ نړیوال جام لوبې روانې وې، هرات کې زلزله راغله، د ټولو وطنوالو په شان موږ هم خپلې هلې ځلې پیل کړې په لوبغاړو مو غږ وکړ د وطنوالو لپاره غږ پورته کړئ تر څو چې مرستې ورته را ټولې کړو، د هر یوه یې کور ودان خپله برخه یې زلزله ځپلو سره مرسته کړې وه، د راشد خان نوم مې ولیدو د خپل نړیوال جام ټول مېچ فیس (۳۰۰۰۰ ډالر) یې زلزله ځپلو ته ورکړی وو.او په وطن راغلو سختو ورځو کې چې راشد څومره کومک کوي دا به فکر کوم د هغو نه یو کوچنی رقم وي..

یوه هېواد اعلان وکړ چې موږ له افغانستان سره لوبې نه کوو، موږ مجلس روان و تر څو چې زموږ غبرګون معلوم کړو، د ادارې د مشرتابه ،بورډ د غړو نظرونه مو واخیستل، کله چې لوبغاړو ته خبر ورسیده.د ټولو لوبغاړو غوندي د راشد خان ځواب دا و چې دی به زما وطن سره لوبې نه کوي او زه به د دوي لیګ کې لوبیدو لپاره ورځم؟نه یواځې پر خپله خبر ودرید بلکې نړیوال جام کې په خپله لوبډلمشرۍ کې د هغه هيواد لوبډله داسې ماته کړه چې له نړیوال جام هم و وتله.

تیر کال سرېلانکا کې پاکستان سره یو ورځنۍ لوبې وې، راشد د ملا له درده کړیدو، خو ویل یې په هېڅ صورت دا لوبې نه پرېږدم، د ملا درد یې دومره و چې له لوبې وروسته به یواځې سمندر پر غاړه ناست وو. حال مو ور ولېږلو چې لوبې مکوه. ویل یې دا لوبې مهمې دي تر څو چې کولی شم له ځان سره ضد کوم خو میدان ته ښکته کیږم او ټولې لوبې یې وکړې، بالاخره له نړیوال جام وروسته د ملا عملیات هم وکړل.

ډېر وخت پس چې افغانستان ته راغی، ډېر خلک ترې چاپېر وو، کرکټ بورډ کې کار لګیا و، دوه تنه چې مزدوران و، زړه نه زړه یو طرف ولاړ و. جامې یې خیرنې وې خو؛ موبایل یې لاس کې و، راشد نور خلک ایسته کړل غږ یې پر وکړ چې راشئ چې عکس درسره واخلم ډېر په منډه ورته راغلل عکس یې ورسره واخیست.انسان دی ستړی شي چې هر ځای عکسونو او ویډیو ګانو غوښتنه ترې کېږي خو راشد مې تر ننه ونه لید چې یو چاته د عکس یا ویډیو په غوښتنه دې توره تنډه نیولې وي..

په ۲۰۲۱ کې مو قطر کې د نیدرلینډ سره ۳ یو ورځنۍ لوبې وکړې، څه وخت وروسته د افغانستان لپاره د قطر د دولت یو استازی افغانستان ته راغی، ما یو مجلس کې ورته وویل چې د لومړي ځل لپاره مو قطر ته نړیوال کرکټ دروړ، ۳ لوبې وشوې ویل یې، بالکل خبر شوم چې راشد خان قطر ته راغلی و،دا نړیوال کرکټ زموږ وطن ته راتګ یو طرف او د راشد

برای تاپ فن ما در افغانستان👇🏻 #عادل
28/08/2024

برای تاپ فن ما در افغانستان👇🏻
#عادل

19/08/2024


Address

Belfast

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Adel posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Adel:

Share

Category