bakht khilji

bakht khilji news reports

 دا خبره ما مخکښې هم ليکلې وه - چې څومره هم سافټ ډرنکس يا مشروبات دي - کۀ هغه د انرجي ډرنکس په نامه وي ، کۀ د سوډا ډرنکس...
02/12/2022



دا خبره ما مخکښې هم ليکلې وه - چې څومره هم سافټ ډرنکس يا مشروبات دي - کۀ هغه د انرجي ډرنکس په نامه وي ، کۀ د سوډا ډرنکس ، کاربونېټډ ډرنکس او کۀ يا پۀ بله نامه وي - دا ټول د وجود له پاره زهر دي -

پۀ دغه يو ګلاس مشروب کښې کم از کم اتۀ يا لس څمڅوکۍ چيني وي - دومره چيني بيا اينه نشي ميټابولايز کولے او هغه پۀ اينې د چربي پۀ صورت کښې جمع‌ کيږي - چې fatty liver بيماري جوړوي - د دې پۀ نتېجه کښې وزن زيات شي او شوګر مرض جوړولے شي - کوليسټرول زيات شي - چې د بلډ پرېشر او زړۀ بيماري پېدا کولے شي -

د دې مشروباتو له وجې يورک اېسډ‌ زيات شي او د gout بيماري جوړوي - پۀ دې کښې فاسفورک اېسډ وي چې غاښونه او هډوکي کمزوري کوي - کېفين پکښې هم وي چې خوب تښتوي - بوتل چې د کولاوېدو سره کوم پرش کوي هغه کاربن ډائي اکسايډ‌ ګېس وي - او کله چې تاسو وډرېقېږئ او وايئ چې د معدې نه ګېس خارج شۀ - هغه هم د بوتل هغه‌ خپل کاربن ډائي اکسايډ وي -

دا مشروبات د پېسو او د صحت د زيان نه علاوه نور هېڅ هم نۀ دي - د ټولو نه ښۀ مشروب هغه دے - کۀ څوک وس لري نو ښۀ تازه فروټ دې اخلي او کور دې ترې مشروب جوړوي - او ماته دې دعا هم کوي 😊

ډاکټر ديدار يوسفزے

Address

Quetta
Kuchlak
87000

Telephone

+923013738768

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when bakht khilji posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to bakht khilji:

Share

Category