12/05/2026
د زړه د زمکې د ښایست آسمان ته هیڅ مه وایه لالي ته هیڅ مه وایه نه جانان ته هیڅ مه وایه
معصومه خدای ته وکسه ته لا جهان نه پیژنی ماته هر څه وايه دي نور جهان ته هیڅ مه وایه
خپل امید مه کچه کوه د مایوسۍ په وړاندی سپرلي ته سترګی کړه څلور خزان ته هیڅ مه وایه
ای مسلمانه وروره ای زما كافره وروره ناقوس ته هیڅ مه وايه ښه آذان ته هیڅ مه وایه
څه یی ګناه؟ څه یی خطا؟ د غيرو ولي مني؟ بدها معاف کړه د بدها بامیان ته هیڅ مه وایه
ښار واله ته پوه شه او دا تمامي ښار دې پوه شه که ته پوهېږي نو دې يو دکان ته هیڅ مه وایه
ملا صاحبه دغه دوه د لر او بر لېوني له ممتاز تېر شه پیر مامد کاروان ته هیڅ مه وایه
۔
۔
۔
۔