05/01/2025
داسې ماښام داسې سحــــــــر نۀ راځي
چې یو نه یو د غم خــــــــــبر نۀ راځي
تل چې مې خواته وۀ د سېوري غوندې
اوس مودې وشوې پـــــۀ نظر نۀ راځي
زۀ ئې راغواړمه پــــــــــۀ ځان پسې تل
کور ته پۀ خپله د چا شــــــــر نۀ راځي
اوس پۀ سر نۀ ده پــــــۀ هـــنر ده لوبه
ډېر یم خو زېر یم چې هـــــنر نۀ راځي
لکه چې زیار هم پــــــۀ ځان وویرېــدۀ
څو ورځې وشوې پــــــۀ ګودر نۀ راځي