Dr Zabiullah Sangeen

Dr Zabiullah Sangeen Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Zabiullah Sangeen, Grocers, ګرانو هیوادولو دا زما نوي فیسبوک پاڼه د ځان سره ملګری کړي, London.

11/11/2025
11/11/2025

یو ځل يی حتمن ولوله😭
یو سپین ږیري ټیلیفون مستري ته یوړي ول ټیلیفون مي راته جوړ کړه خراب سوي دي مستري ول بابا جانه پر ستورګو.یوڅه وخت بعده مستري ږغ پر وکړ بابا جانه موبایل خو جوړ دي هیڅ مشکل نه لري ټوله مي شه چیک کړ بابا جان ټیلیفون واخیست او په ژړا سو مستري ورته وویل باباجانه ولي ژاړي؟
سپین ږیري په ژړا ژړا کي ورته وویل که دا ټیلیفون جوړ دي نو زما زوي ولي زنګ نه راوهي😥
مور او پلار مه هیروي ددوي د حق هیڅکه نسو آداکولاي😰

28/05/2025

په خوب کې د خریدو مخه ونیسئ؟!

هر انسان په ۲۴ ساعتونو کې خاصه اندازه خوب کولو ته اړتیا لري خو د خپل ملګری خرهاری له امله په بیا بیا له خوبه پاڅیدل نه یوازې انسان په ذهن ناوړه اغیز کوي بلکه په انسان کې د مختلفو ناروغیو لامل هم ګرځي.

د خرهاری یو له عواملو څخه په خوله او پوزه کې د چوخړو (پوزې او خوله ترشحات) زیاته اندازه ده. که انسان د چوخړو اندازه کمه کړي نو د هوا لپاره فضا پراخیږي کوم چې د خرهاری اندازه کموي او یا يي په مکمله توګه له منځه وړي.

له خرهاری څخه د خلاصون بله لار هم جوس دی. باید کوښښ وشي چې په جوس کې اومه مواد استعمال شي. اومه سبزیجات او میوې له استعمال سره په دغه خواړه کې شته ګټور مواد نه ضایع کیږي. له تازه سبزیجات او میوې څخه لاسته راغلی جوس ډیر استعمال کړئ او کوښښ وکړئ چې په ښه ډول هضم شي ځکه چې له دې سره به له مختلفو ناروغیو څخه په امان یاست.

کوښښ وکړئ چې په جوس کې له میوې څخه زیات سبزیجات استعمال کړئ ځکه چې له میوې څخه لاسته راغلی جوس زیاته اندازه قندي مواد لري کوم چې انسان په ځینې نورو ناروغیو اخته کولی شي. خو سبزیجات د نورو ګټو سربیره زیاته اندازه قندي مواد نه لري.

خرهاری له منځه وړونکی جوس
دلته د هغه جوس جوړولو طریقه وړاندې کوو چې له نورو ګټو سربیره په انسان کې د چوخړو اندازه کموي کوم چې د خرهاری اصلی لامل ګڼل کیږي.

– ۲ مڼې
– ۲ ګازرې
– د لیمو څلورمه برخه
– د ګوتې بند په اندازه سرکه

لاندې خواړه مه استعمالوئ
ځینې خواړه شته چې په انسان کې خرهاری اندازه له پخوا هم زیاتوي او د خرهار څخه مخنیوی لپاره باید له لاندې خواړه څخه ځان وساتئ.

– زیاته اندازه چاکلیټ استعمالول
– زیاته اندازه غوړ کې سره شوي خواړه استعمالول
– هغه خواړه کوم کې چې زیاته اندازه اوړه استمال شوي وي
– زیاته اندازه پروسس شوي خواړه استعمالول

له پورتني خواړه څخه ځان ساتل او په زیاته اندازه تازه جوس استعمالول کوم کې چې زیاته اندازه سبزیجات استعمال شوې وي انسان له خرهاری څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي..
♥️ ✅ㅤ 📩 🤍

ˡᶦᵏᵉ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي. نو مهربانۍ له مخې
دا معلومات له خپلو ملګرو سره د ثواب په خاطر شير کړئ.

#يادونه
❤️ ما خپلو دعاګانو کې مه هېروئ او زه هم تاسو ته د ښه دعا غوښتونکی یم.
❤️ په نبي کریم صلی الله علیه وسلم درود مه هېروئ! 🌸

12/04/2025

ځان ته کور لرل د فیل زړه غواړي
پښتو متل ده وای :په زور کلي نه کیږي!
که یې امکان وي تاسو مو له پلرونو پوښتنه وکړی چې خپلو بچو ته د بیلتون اجازه نه ورکوي دوی ولې له خپلو وروڼو بیل شوي، که دوی رښتیا ریاکاران نه وي دا راز باید له بچو سره شریک کړي.
زموږ سپین ږیري قصدا خپله کورنۍ لکه دیګ بخار د جبر په اور ږدي او دا اور دده تر مرګه بلیږي کله چې حاجي صاب وفات شي دا دیګ بخار دومره بد انفجار کوي چې د ادکې مور زامن د یو بل وینې چکي، د زړو بړستنو،ځمکو،نغدو او قرض پیسو ویش او سپیناوی کلونه وخت اخلي،د کوز او برکلي هر سړی د دوی په اړه غږیږي…. بیا نو مرکې وي،جرګې وي،قرآنونه او قسمونه وي،ملایان وي، هر زوی فتوا را روانه کړي وي، خسرخیل یو قسم شیطانت کوي،ماماخیل بیا بل قسم ګیفټینګ کوي،ترونه او د تره زامن خپلې تبصرې لري،د حیا او عزت وروڼه ایسته د اتفاق په نوم بې عزته او ډک زړونه سره خواره واره شي…ددې سر زورۍ آخري انجام دا شي چې بیا ورور ورور ته تر مرګه خیر نه غواړي.
که زموږ پلرونه دا همت وکړي چې هر زوی ته په خپل ژوند لار ور معلومه کړي نه یوازې به دده تر مرګ وروسته د کورنیو لانجو مخه نیول شوي وي بلکه د وروڼو تر منځ به خوږه ورورګلوي پاتې وي،وریندار به له لیوره کرکه نکوي او د ترونو بچیان به یو بل ته درناوی کوي.
چه زړونه سره یوه کړو او لاسونه سره یوه کړو ۔۔۔ دا خاوری به لعلونه شی دا بوټی به لونګ شی.

07/04/2025

سلامونه ملګرو:
که خپله حجره یا کوم کور نه شئ ورکولی نو دغه غږ یې تر چارواکو ورسوئ!
دمهاجرو د راتګ سره سم زموږ د وطن دکرایه کورونو خاوندانو کرایه اسمانه ته لوړه کړي ده.

۱: هغه کورونه چي کرایه یې ۳۰۰۰ افغانۍ وه دهمدغه کور کرایه یې ۶۰۰۰ افغانۍ کړي ده دکور مالک.

۲: دکور دمالک لخوا ورته ویل کیږي که چیرته کرایه راته ډیره وۍ نه مهاجر را روان دي هغوی یې چي څومره جیګه کرایه یې وي را کوي یې.

۳: دا منو چي امنیت راغلی ده. امن ده. دا باید هم ومنو چي بې روزګاري زیاته ده ټول لوستي ځوانانو مو بې وظیفې ګرځي کارونه نشته ده.

نوټ: کچیرته کیږي دغه کرایه میاشتینۍ دکورونه په دغه معیار ورته وټاکل شي بیا نو کرایه دار خلک کولای شي خپله کرایه په خپل وخت ورکړي!
* دحویلۍ دار کور او هغه کور چي برق او اوبه دواړه ولرې دیو اطاق کرایه ورته ۱۰۰۰ یا نظر په موقیعت ۱۲۰۰ افغانۍ وټاکۍ.
هغه که هرڅومره اطاقونه وي باید نظر دکرایه په تعین جمع شې.
* د بلاک کرایه که هرڅو اطاقه وې د یو اطاق کرایه باید ورته ۱۲۰۰ څخه ورته تر ۱۵۰۰ افغانۍ وټاکي.
* هغه کورنه چي برق نلرې کرایه یې دیو اطاق باید ورته تر ۷۰۰ افغانیو زیاته ورته ونۀ ټاکل شي.
* او هغه کورونه چي برق او اوبه دواړه نلرې دیو اطاق کرایه باید ورته تر ۴۰۰ یا ۵۰۰ افغانیو زیاته تعین نۀ شي.

Address

ګرانو هیوادولو دا زما نوي فیسبوک پاڼه د ځان سره ملګری کړي
London

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Zabiullah Sangeen posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dr Zabiullah Sangeen:

Share

Category