12/10/2025
افغان اتلانو بنګله دېش ته په دویمه لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې او هر اړخیزې لوبې په پایله کې بنګله دېش ته په دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.