Afghan for you

Afghan for you خدمت خيريه بنسټ په ګران هېواد کې د بېؤزلو افغانانو سره ستاسو په همکاري سره لاس نيوی کوي.

14/02/2023

خدمت خيريه بنسټ

05/02/2023
29/01/2023

رسول اللهﷺ فرمایي:

من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ

ژ/
کوم سړی چې غواړي د قيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتي؛ نو هغه ته پکار دي چې خپل تنګ لاسه قرضدار ته وخت ورکړي يا یې قرض بېخي معاف کړي.

(مسلم)

24/01/2023

شکسپیر وایي:

زما د خوشحاله ژوند راز په دې کې دی چې هېڅ‌کله مې له هېچا تمه نه ده لرلې.

سلامونه او نیکی هیلی قدرمونو دوستانو !د ناروغ سره د مرستی کولو پیغام ..!پنځویشت کلن نعمت الله جان چی د عبدالصمد زوی د غز...
23/01/2023

سلامونه او نیکی هیلی قدرمونو دوستانو !
د ناروغ سره د مرستی کولو پیغام ..!
پنځویشت کلن نعمت الله جان چی د عبدالصمد زوی د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالی د کهنده د کلی اوسیدونکی دی چه له بده مرغه دواړه بډوګی (ګردي ) یی له فعالیت څخه لویدلی په مکمل ډول اوبه شوی دی په کابل او غزنی روغتونو کشی یی ځواب ورکړی فعلاً د هرات ولایت په یوه روغتون کشی د مریضی سختی شپی او ورځی تیروی …
نوټ : په یاد مریض باندی تقریبا پنځلس لکه افغانی ۱۵۰۰۰۰۰ لګشت راځی چی د مریض کورنی یی توان نلری بی وسه او غریبه کورنی ده نو له تاسو ټولو قدرمنو دوستانو څخه می هیله داده چی له یاد مریض سره د خپل توان مطابق مرسته وکړی او د دغه تنکی ځوان ژوند وژغوری …
د اړیکی شمیره :0793256867
هیله کوم دا پوست د ثواب په خاطر درسره شیر کړی

23/01/2023

څوک، چې پر پاک لمنو ښځو تور تړي سلام مه ور اچوئ.
#حضرت على (رض)

غل چاته ويل کېږي؟!غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې د‌موبايل او کمپيوټر  تښتونکي ته نه ويل کېږي  تر دې ...
20/01/2023

غل چاته ويل کېږي؟!
غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې د‌موبايل او کمپيوټر تښتونکي ته نه ويل کېږي تر دې بدتر او ستر غله دادي:
√ هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي.
√ هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې کړي او له تا څخه د يوې ورځې پوره مزدوري واخلي.
√ هغه مامور او بل هر دولتي او نادولتي مسوول تر ټولو ستر غل دی چې په خپله په انټرنېټ او فيسبوک کې لګيا وي له ملګرو سره چټ کوي او تاته ووايي چې په عريضه پسې دې سبا راشه، ماسپښین راشه، اوس نه يم خلاص مصروف يم.
√ هغه چارواکی که ولسمشر وي، وزير وي يا والي او رييس وي چې په درواغو خلکو ته وعدې ورکوي او د‌هغوی باور او اعتماد‌ پټوي تر ټولو سترغل دی.
√ د ښوونځي يا پوهنتون هغه استاد تر ټولو سترغل دی چې صنف ته بې تياري او امادګي ددې لپاره ننوځي چې هسې درسي ساعت واړوي ؛ زده کوونکي او محصلين تختې ته يو ،يو جګوي چې شاباش په نوبت راځئ کنفرانس ورکړئ يا يوه موضوع ارايه کړئ.
√ هغه درملتون والا او مسوول چارواکي تر ټولو غټ غله دي چې تاريخ تېر درمل پلوري او د صحت عامې د درملتونونو د کنترول چارواکي د ۵۰ افغانيو او يا يو بوتل ټوخي شربت په بدل کې په دې هرڅه سترګې پټي کړي.
√ هغه عالم ،ملا، او سپين ږيری ستر غل دی چې خلک يوه مسئله او ستونزه ور مخته کړي او دی حقه خبره نه کوي او ددې لپاره چې دواړه لوري(مدعی او مدعی عليه) راضي وساتي خبرې په خوله کې ژويي او د حق کتمان کوي او يا د يوه طرف حق هم دې بل ته ور نيمايي کړي چې راځئ سوله په نيمايي ښه ده.
غلا يوازې په موټر کې جېب وهل او په لاره د‌چا مخ ته په نقاب کې درېدل ندي ، يوازې هغه کسان غله ندي چې په لاسو يې ټېټوګان او خالونه وهلي وي،وښي او لاسوندي يې په لاس کې اچولي وي او لوپر غوندې ببر او د‌خدای په قار ککړ معلومېږي.
غل کيدای شي بهترين عطرونه ووهي،قيمت بيعه ساعتونه په لاس کړي، تکې سپينې جامې واغوندي سپين پاجونه په سر کړي
شې خوژې خبرې وکړي

Address

Ghazni

Telephone

+93793141498

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan for you posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan for you:

Share

Category