دچپرهار ښاروالۍ رسمي پاڼه

دچپرهار ښاروالۍ رسمي پاڼه Our Goal is to provide services. control quality, quantity and price of the commodities

نن پنج شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ له لورې د چپرهار ولسوالۍ مرکزي بازار ،امنیه قومندانۍ، مرکزي کلینیکاو دولت اب...
20/08/2026

نن پنج شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ له لورې د چپرهار ولسوالۍ مرکزي بازار ،امنیه قومندانۍ، مرکزي کلینیکاو دولت اباد فامیلۍ په ساحه کې د صفایۍ چارې ترسره شوې.
د شیریندل پمپ په ساحه د صنفي فعالیت جوازونه توزیع شول.
هغه موټر چلوونکي چې د ساختماني موادو د انتقال پروخت ترپال نه کاروي ودرول شوه.
له تاسې په خورا درنښت هیله کوو چې په سړک د اوبو اچولو څخه ډډه وکړئ؛کثافات په ټاکل شویو او مناسبو ځایونو کې واچوئ تر څو انتقال یې اسانه ترسره شي او نورو خلکو ته تکلیف جوړ نه شي.

ملـي شتمنـي، د ولـس امانت !عامه شتمني د هېڅ فرد شخصي ملکیت نه دی، ددې ساتنه د ټول ولس ګډ مسؤلیت او د راتلونکو نسلونو اما...
16/08/2026

ملـي شتمنـي، د ولـس امانت !

عامه شتمني د هېڅ فرد شخصي ملکیت نه دی، ددې ساتنه د ټول ولس ګډ مسؤلیت او د راتلونکو نسلونو امانت دی، راځئ په ساتنه کې یې خپله ونډه ادا کړو او د هر ډول تخریب پر وړاندې د مسؤلیت او پوهاوي فرهنګ پیاوړی او خپل مسؤلیت اداکړو.

د نفتو او مایع ګازو تازه نرخونه.
05/08/2026

د نفتو او مایع ګازو تازه نرخونه.

نن سه شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ ش د چپرهار ولسوالۍ په اړونده ساحو کې د یو ګډ کمیسیون له لورې هغه خپل سري جمپونه چې په قیر سړک با...
04/08/2026

نن سه شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ ش د چپرهار ولسوالۍ په اړونده ساحو کې د یو ګډ کمیسیون له لورې هغه خپل سري جمپونه چې په قیر سړک باندې جوړ شوي وه پاک او لرې شول.
همدارنګه هغه موټر چلوونکي چې ترپال نه کاروي ودرول شوه او ترپال سپارښتنه ورته وشوه.

تر څو چې زموږ په خلکو کې د دې خاورې د مالکیت احساس او ملي ګټو ته ژمنتیا پیدا نه شي په خبرداري او جزا د دې خلکو اصلاح کول...
02/08/2026

تر څو چې زموږ په خلکو کې د دې خاورې د مالکیت احساس او ملي ګټو ته ژمنتیا پیدا نه شي په خبرداري او جزا د دې خلکو اصلاح کول ډېر ګران کار دی.
دې موټر چلوونکو ته تقریباً اوه میاشتې کیږي چې د ساختماني موادو د انتقال پر وخت د ترپال اچولو سپارښتنه کیږي خو هېڅ اثر پرې نه کوي.

پرون نصب، نن تخریب!دا یوازې د یوې ترافیکي اشارې ماتول نه دي، بلکې د ملي شتمنۍ زیانمنول او د خلکو د خوندیتوب له خطر سره م...
31/07/2026

پرون نصب، نن تخریب!
دا یوازې د یوې ترافیکي اشارې ماتول نه دي، بلکې د ملي شتمنۍ زیانمنول او د خلکو د خوندیتوب له خطر سره مخامخول دي.
راځئ چې د عامه شتمنیو ساتنه خپل ملي او اخلاقي مسؤلیت وبولو، او خپلو اولادونو ته د دې ارزښت وروښیو.
ملي شتمني د ټولو ګډه پانګه ده؛ ساتنه یې د هر افغان دنده ده.

یوه کوچنۍ خځله هم کولی شي د اوبو لاره بنده کړي او ښار ککړ کړي.هغه خځلې او کثافات چې بې‌پروا غورځول کیږي،یوازې هماغلته نه...
28/07/2026

یوه کوچنۍ خځله هم کولی شي د اوبو لاره بنده کړي او ښار ککړ کړي.

هغه خځلې او کثافات چې بې‌پروا غورځول کیږي،
یوازې هماغلته نه پاتې کیږي؛

بد بوی خپروي،
د ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي،
او د ښار ښکلا له منځه وړي.

د ښار پاک ساتل یوازې د ښاروالۍ دنده نه ده؛
دا زموږ د هر یو ګډ مسؤولیت هم دی.

ټولنیز مسؤولیت له کوچنیو کارونو پیلیږي:

د دې لپاره چې خپل ښار مو لږ ککړ کړی وي،
کثافات او خځلې په خپل ټاکلي ځای کې واچوو،

هغه پیغامونه چې یوازې لیدل کیږي نه،
فکر پرې کیږي.

د ننګرهار ولایت بیو کنټرول او احتکار د مخنیوي ولایتي کمیسیون غړو د تیلو او مایع ګازو تازه نرخونه وټاکل!شنبه د ۱۴۴۸کال د ...
25/07/2026

د ننګرهار ولایت بیو کنټرول او احتکار د مخنیوي ولایتي کمیسیون غړو د تیلو او مایع ګازو تازه نرخونه وټاکل!
شنبه د ۱۴۴۸کال د صفر لسمه دننګرهار ولایت بیو کنټرول او احتکار د مخنيوي ولایتي ګډ کمیسیون غړو له لوري دری قلمه نفتي توکي بیې تعین او د تطبیق وړ دي نوموړی نرخنامه د ننګرهار ولایت د تیلو او مایع ګازو اتحادي او ټولو پمپونو ته استول شوی د ننګرهار ولایت ټول درنو ښاریانو ته خبر ورکول چې ټاکل شوی نرخنامې مطابق تیل او مایع ګاز خریداري کړي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت په ټولو پمپونو کې دې نوموړی نرخنامه تطبیق د اړونده نرخنامې د سرغړونې په صورت به ورسره قانوني کړنه ترسره شي.
#د یادونې وړ ده چې د تیلو او مایع ګازو رسمي نرخنامه په مرکز (کابل) کې ټاکل کېږي او وروسته ټولو ولایتونو ته استول کېږي. په ولایتونو کې د مرکز د ټاکل شوې نرخنامې او د ترانسپورټ او لېږد لګښتونو په پام کې نیولو سره، په هر لېټر کې یوه افغانۍ اضافه کېږي او هماغه نرخنامه بیا د تطبیق وړ ګرځي.

نن پنج شنبه۱۴۰۵/۵/۱ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ د کارکوونکو له لورې هغه موټر چلوونکي چې د ساختماني موادو د انتقال پر وخت یې تر...
23/07/2026

نن پنج شنبه۱۴۰۵/۵/۱ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ د کارکوونکو له لورې هغه موټر چلوونکي چې د ساختماني موادو د انتقال پر وخت یې ترپال نه کاروه ودرول شول او جدي خبرداری ورکړل ترڅو د ترپال څخه استفاده وکړي او موټرونه یې په ضمانت پرېښودل شوه.
همدارنګه هغه کسانو چې د قیر سرک په سر خاوره او جغل اچولای وه پرې پاک او لرې کړل شو.
د للمې فامیلۍ په ساحه کې د صنفي فعالیت جوازونه توزیع شول.
د صفایۍ چارې هم په منظم ډول ترسره شوې.

نن چهار شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ د کارکوونکو له لورې هغه موټر چلوونکي چې د ساختماني موادو د انتقال پر وخت یې...
22/07/2026

نن چهار شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ هـ ش د چپرهار ښاروالۍ د کارکوونکو له لورې هغه موټر چلوونکي چې د ساختماني موادو د انتقال پر وخت یې ترپال نه کاروه ودرول شول او جدي خبرداری ورکړل ترڅو د ترپال څخه استفاده وکړي او موټرونه یې په ضمانت پرېښودل شوه.
همدارنګه هغه کسانو چې د قیر سرک په سر خاوره او جغل اچولای وه پرې پاک او لرې کړل شو.
د للمې فامیلۍ په ساحه کې د صنفي فعالیت جوازونه توزیع شول.
د صفایۍ چارې هم په منظم ډول ترسره شوې.

Address

138
Jalalabad
2500

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دچپرهار ښاروالۍ رسمي پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category