21/01/2026
د یو-ورځني چرګوړو (Day-Old Chick, DOC) کیفیت
د پولټري او په خاص ډول غوښين چرګوړو لپاره تر ټولو زياته مهمه موضوع ده نو لازمه ده چی د یو-ورځني چرګوړی په ښه کيفيت لرونکو اوصافو باندي سره پوه شوو.
د هچري (Hatchery)په کچه د یو-ورځني چرګوړو (DOC) کیفیت په مستقیم ډول د برویلر د تولیدي فعالیت (Broiler Performance)، د فارم د یوشانوالی (Flock Uniformity)، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت (Disease Resistance) او عمومي اقتصادي ګټه (Overall Profitability) ټاکي.
عبارت دي له : د یو-ورځني چرګوړو د کیفیت اساسي شاخصونه
1️⃣ فزیکي بڼه (Physical Appearance)
پاکې، وچي او نرمي بڼکې (Clean, dry and fluffy feathers).
روښانه او ژر کتونکي سترګې (Bright, alert eyes)
ښه صحت مند او بند نوم درلودل. (Well-healed, closed navel)
(بې له پړسوب او افرازاتو – No swelling or discharge)
سیده پښې او ګوتې، فعاله حرکت (Straight legs and toes; active movement)
2️⃣ د بدن وزن او یوشانوالی (Body Weight & Uniformity)
د چرګوړي مناسب وزن د هګۍ د وزن په تناسب (Optimal chick weight relative to egg weight)
د ګروپ دننه په زياته اندازه یوشانوالی (High batch uniformity د ښه انکوبېشن کړنو یا د هجرې د کړنو اداره (Good Incubation Management) نښه ده
3️⃣ د ژیړو د کڅوړې جذب (Yolk Sac Absorption)
کوچنۍ او ښه جذب شوې ژیړه کڅوړه (Small, well-absorbed yolk sac)ولري.
د نس د پړسوب نشتون یا د ژیړو د کڅوړې التهاب نشتوالی
(No abdominal distension or yolk sac infection ژوندیتوب او چلند (Vitality & Behavior)
فعاله او ځواب ورکوونکي چرګان (Active, responsive chicks)
قوي پښې او ښه د ولاړېدو وړتیا (Strong legs and good standing ability)
عادي غږ کول (Normal vocalization)
5️⃣ مایکروبیولوژیک حالت (Microbiological Status)
په ناف او بڼکو کې د باکتریاوو کم موجدیت.
(Low bacterial contamination at navel and fluff)
د هچري لپاره د منظم حفظ الصحې او تعقیم (Strict hatchery hygiene and sanitation)
6️⃣ د هچري اړوند فکتورونه
(Hatchery Management Factors)
د انکوبېشن مناسبه تودوخه، رطوبت او هوا جریان
(Correct incubation temperature, humidity, and ventilation).
د هګیو سم انتقال، سمبالښت او ذخیره کول
(Proper egg handling and storage)
په مناسب وخت د چرګوړو ایستل له هچره
(Timely chick pulling)
د چرګوړو د ساتنې او ترانسپورت مناسب شرایط
(Adequate chick holding and transport conditions)
ولې د یو-ورځني چرګوړی (DOC) کیفیت مهم دی؟
(Why DOC Quality Matters)
اعلی کیفیت لرونکي چرګوړي لاندې ځانګړنې لري:
✔ د خوراک ژر او ښه اخیستل
(Better early feed intake)
ښه وده او د خوراک موثریت ښه والي.
(Improved growth and Feed Conversion Ratio – FCR)
✔ د لمړنیو ورځو د مړینې کموالی
(Reduced early mortality)
✔ قوي معافیتي سیستم او د واکسین ښه ځواب
:اساسي پیغام
ښه او اعلی د پولتری روزنه له ښه کیفیت لرونکو یو ورځنی چرګوړو څخه پیل کېږي.
د دوامدار پولټري تولید (Sustainable Poultry Production) لپاره د هچري د کیفیت جدي کنټرول (Strict Hatchery Quality Control) بنسټیز او نه جلا کېدونکی اصل دی.
Sameen Sargand