Arif Zaland

Arif Zaland 𝐢 𝐃𝐨𝐧'𝐭 𝐜𝐚𝐫𝐞
𝐘𝐨𝐮 𝐚𝐫𝐞 𝐆𝐨𝐨𝐝 𝐨𝐑 𝐁𝐚𝐝 𝐢𝐟
𝐘𝐨𝐮 𝐑𝐞𝐬𝐩𝐞𝐜𝐭 𝐦𝐞,
𝐈 𝐰𝐢𝐥𝐥 𝐑𝐞𝐬𝐩𝐞𝐜𝐭 𝐘𝐨𝐮 ..! 🥀😇 Arif Zaland

سل زړونه مه خپلوه بلکې يو زړه سل کاله وساته🥰
22/04/2026

سل زړونه مه خپلوه بلکې يو زړه سل کاله وساته
🥰

15/04/2026
ژوند الحمدالله ملګري ثم الحمداللهMühãmmãd Ãrîf Zâlâñd
21/03/2026

ژوند
الحمدالله
ملګري
ثم الحمدالله
Mühãmmãd Ãrîf Zâlâñd

دا فلم د هغو ځوانانو لپاره ډېر مهم د چې تل هڅه کوي، خو په کانکور یا د ژوند په نورو پړاوونو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي. ‎دا...
04/01/2026

دا فلم د هغو ځوانانو لپاره ډېر مهم د چې تل هڅه کوي، خو په کانکور یا د ژوند په نورو پړاوونو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي.
‎دا فلم موږ ته ښيي چې ناکامي د ژوند پای نه دی، بلکې د بریا یوه برخه ده.

‎کیسه د یو پوهنتون په چاپېریال کې راڅرخي، چې څو محصلین په لیلیه کې اوسیږي.
‎فلم خوندوره، احساساتي او له قوي پیغام څخه ډک کیسه لري.
‎د ټول فلم مرکزي پیغام دا دی:
‎هره بریا تر شا ناکامي لري، خو مهمه دا ده چې مونږ نا هیلي ونه کړو او خپلې هڅې ته دوام ورکړو.

‎دا فلم ځوانانو ته دا جرأت ورکوي چې
‎ • ناکامي ومني، خو تسلیم نه شي
‎ • پر ځان باور ولري
‎ • هڅه خپله اتلولي وبولي

‎همدارنګه، دا فلم د کورنیو مشرانو لپاره هم مهم پیغام لري:
‎پر اولادونو بې‌ځایه فشار مه راوړئ چې حتماً باید کامیاب شي
‎پر ځای یې هغوی وهڅوئ، ملاتړ یې وکړئ، او پرېږدئ خپله هڅه وکړي

‎که ټول بریالي شي، نو ناکام به څوک وي؟
‎ناکامي هم د زده‌کړې برخه ده.

‎دا فلم کیدشي په یوټیوب کې هم په پښتو ژباړه پیدا شي، او همدارنګه پښتو ژباړل شوې بڼه یې بازار ته راغلې ده.

‎د ژمي په شپو کې د داسې یو فلم لیدل رښتیا هم خوند کوي.

‎زه خپله د ژمي په شپو کې هغه فلمونه ګورم چې ښه کیسه او پیغام ولري.
‎که وخت لرئ، حتماً یې وګورئ پښېمانه به نشي

‎فلم نوم: CHHICHHORE

په ۲۰۲۶ کال کې د بریا لپاره ۱۰ تیاره قوانین (که دا قوانین عملي نکړې ۲۰۲۶ به دې هم د تېرو کلونو په څېر په هېڅ وشمېرل شي)-...
02/01/2026

په ۲۰۲۶ کال کې د بریا لپاره ۱۰ تیاره قوانین

(که دا قوانین عملي نکړې ۲۰۲۶ به دې هم د تېرو کلونو په څېر په هېڅ وشمېرل شي)
-

1. هېڅوک ستا ژغورنې ته نه راځي.

نه دولت، نه کورنۍ، نه دوستان، نه چانس.
که خپله پورته نشې،
همدلته چې پاتې شې له منځه ځې.
دا تریخ حقیقت ومنه: هیڅوک اهمیت نه درکوي— تر هغې چې بریا ته نه یې رسېدلی.
-

2. په ۲۰۲۶ کې هېڅوک ستا ارزښت ستا د حقیقت له مخې نه سنجوي—د پایلو له مخې یې سنجوي.

هڅې دې مهمې ندي.
زه دې مهم ندی.
نیّت دې مهم ندی.
یوازې نتیجه.
که نتیحه ونلرې، څوک دې نه ویني،درناوی دې نکېږي،حتی غږ دې نه اورېدل کېږي.
-

3. هېڅوک نه غواړي بریا دې وویني —برعکس دوئ دې ماتې ته په تمه دي.

مخامخ درته خاندي
مګر تر شا دعاګانې کوي چې مانې وخورې.
تر څو دوئ د برترۍ احساس وکړي
لدې حقیقته انرژي واخله،ناهیلې کېږه مه.
-

4. احساسات دې ستا لومړی درجه دښمن دی

غوسه، ستړیا، وېره، کرکه، ټنبلي—
که په خپلو احساساتو برلاسی نه شې
همدا احساسات به دې ژوند تباه کړي.
احساسات دې مدیریت کړه هسې نه هغوئ تا مدیریت کړي.

-

5. که ځواکمن وې خلک دې درناوی ساتي.
مردم فقط زمانی به تو احترام می‌گذارند که برای خودت یک «خطر» باشی

مهرباني نه…
اخلاق نه…
مظلومیت نه…
ځواکمنتیا!.
کله چې دومره قوي شې چې ستا شتون نورو ته خطر پېښ کړي هغه وخت به درناوی ترلاسه کړې.
-

6. که مهارت نلرې، د ۲۰۲۶ کال په بازار کې هېڅ ارزښت نلرې.

نه تحصیلي سند مرسته کوي
نه تجربه
نه عمر
نه اړیکې
یوازې مهارت او داسې کار چې خرڅ یې کړای شې
لدې پرته ته حتی خپله اوسنۍ څوکۍ نشې ساتلای.
-

7. په 2026 کې هر څوک چې لږ خبرې کوي او ډېر عمل هغه ګټونکی دی
خبرې ارزانه دي.
لیکل آسانه دي
وعده ورکول اسانه دي
هغه چې هره ورځ ۱٪ مخته ځي له هغې چې خبرې کوي مخکښ دی.
-

8. ستا یوازیني رقیبان بنیادمان ندي، ستا ټنبلي ستا حقیقي رقیب او دښمن دی.

هغه حس چې تا نن قانع کوي چې ویده شه…
هغه حس چې تاته وایي سبا یې پیل کړه..
هغه حس چې له خطر دې ډاروي…
که دا حواس مات نکړې ۲۰۲۶ به له تېرو کلونو سره هېڅ توپیر ونلري.

-
9. هېڅوک دې مخه نشي نیوای مکر ټول هڅه کوي فکر دې بل لوري ته هدایت کړي.

ټولنیزې پاڼې
بې هدفه ملګري
بې مانا اړیکې
لنډمهاله خوندونه.
دا ستا دښمنان ندي.
دا ستا د تحریف وسیلې دي.
که حواس دې له لاسه ورکړل-لاره دې هم درنه ورکېږي.
-

10. هېڅ شتمني د یو څه له لاسه ورکولو پرته لاس ته نه درځي.

د پیسو لپاره باید راحت له لاسه ورکړې.
د پرمختک او پوهې لپاره باید جهالت له لاسه ورکړې.
د راتلونکې لپاره باید ماضي وبایلې.
د بریا لپاره باید خپل پخوانۍ ورژن قرباني کړې.

که کوم څه له لاسه نه ورکوې
په حقیقت کې بریا له لاسه ورکوې.
-
⚠️ وروستی قانون،د بریالیو خلکو پټ ساتل شوی قانون:
پدا نړۍ دوه ډوله انسانان شتون لري:
هغوی لیکل لولي او تېرېږي…او هغوئ چې عکس العمل ښيي او د خپل ژوند لوری بدلوي.

که دې لسو قوانینو ستا په وجود کې کوم څه ته ټکان ورکړ،
که په زړه کې دې احساس وکړ چې نور د پلمو وخت ندی…
که پوه شوې چې ۲۰۲۶ کال ستا د فتحې کال دی.


👇 نو همدا اوس یو کار وکړه:

🔥 دا لیکنه د خپلې ناکامۍ پروړاندې د جګړې د پیلېدو د اعلان په موخه لایک کړه.
🔥 ویې ساته—ځکه هره بریا له نوټ کولو سره منځته راځي.
د نورو ګټورو لیکنو لپاره زموږ پاڼه درسره فالوو کړه مننه

*‏ویل ېې...🍁**ښه خلک جنت ته ځي...🍂**خو زه وایم:🌹**ښه خلک چې هر چېرته وي..🌝**هماغه ځای جنت دئ..🌍*𓆩🌸🤗🫀𓆪      ‏
02/01/2026

*‏ویل ېې...🍁*
*ښه خلک جنت ته ځي...🍂*
*خو زه وایم:🌹*
*ښه خلک چې هر چېرته وي..🌝*
*هماغه ځای جنت دئ..🌍*
𓆩🌸🤗🫀𓆪


*مثبت فکر، * 🌟په ژوند کې تر ټولو ارزښتناک شی دا دی چې انسان خپل ذهن مثبت وساتي. مثبت فکر کول موږ ته دا توان راکوي چې له ...
30/12/2025

*مثبت فکر، * 🌟

په ژوند کې تر ټولو ارزښتناک شی دا دی چې انسان خپل ذهن مثبت وساتي. مثبت فکر کول موږ ته دا توان راکوي چې له ستونزو سره په زغم او تدبیر مقابله وکړو. که موږ تل له منفي سوچونو ځان وساتو، نو نه یوازې روحاً خوشاله پاتې کېږو، بلکې نور هم له موږ مثبت تاثیر اخلي.

انګېزه هغه دروني ځواک دی چې انسان ته د حرکت، هڅې او کار کولو توان ورکوي. که یو څوک د ژوند هدف ولري، نو هېڅ خنډ یا ناکامي نشي کولای چې هغه له خپل هدفه راوګرځوي. د هرې بریا تر شا یو قوي نیت او ژوره انګېزه موجوده وي.

شخصیت جوړونه بیا د انسان د عادتونو، خبرو، کړو وړو او چلند مجموعه ده. که څوک غواړي یو قوي او باوقاره شخصیت ولري، باید تل رښتینی، مهربان، زغمناک، صادق او ژمن واوسي. ښه شخصیت د عزت، باور او اعتماد سرچینه ده.

نو که غواړې بریالی او باشخصیته انسان واوسې، خپل فکرونه مثبت کړه، له ځان سره مینه وکړه، د ځان لپاره هدفونه وټاکه، هڅه وکړه او هېڅکله مه تسلیمېږه. دا دنیا هغه چاته بدلېږي چې ځان بدل کړي. 🌱

#
ارواپوهنه

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Arif Zaland posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category