Ghulam Haider Rahmanzoi

Ghulam Haider Rahmanzoi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ghulam Haider Rahmanzoi, Grocers, Kabul.

19/07/2025

بد وختونه د ژوند ریښتیني ازموینه ده. هغوی چې پاته شي، ریښتیني دي. هغوی چې وځي، یوازې سیوري وو

06/05/2025

۷ هغه لارښوني چي ستا له زوی څخه یو رښتینی سړی جوړوي:

١_ د کور کارونه چي لږ فزیکي ځواک غواړي، پرېږده چۍ زوی دي یې وکړي
لکه د اوبو بوتل بدلول، کثافات ایستل (او ورته ووايه چي اصل دا دی چي ښځي باید تر ډېره پټي وي او ډېر بهر ونه وزي، نو ځکه دا کارونه هغه ته اسانه دي)، که یو څه دروند شی پورته کول وي، ږغ ورباندي وکړه، یا د کور سودا ورباندي راوړه.

ورته ووایه چي د هغه بدني جوړښت ستا له هغې سره فرق لري، او الله تعالی دا توانایي ورکړې چي داسي کارونه تر تا ښه ترسره کړي. دا به ورسره دا ذهنیت جوړ کړي چي څنګه بدن یې ځواک لري، همغسې باید مسئولیت هم واخلي.

٢_ په بهرني تعاملاتو کې يې مخته کړه
په بازار، ادارو، یا نورو ځایونو کي چې ور مخته کړه چي له خلګو سره تعامل وکړي. مخکي له وتو، یو پلان سره جوړ کړئ، ورته ووايه چي دلته به ځو، ته به دا او دا کوې. او ته به شا ته غلی ودریږې، حتی که څه غلط هم وکړي هم.

ولې باید غلی پاته سې؟ دوه دليله لري:

اول: زده به کړي چي که مخته سي او تېروتنه هم وکړي، دا عادي ده – له مخته کېدو ونه وېرېږي.

دویم: کله چي یو څوک مشري واخلي، باید شاته څوک یې رهبري ونه کړي – دا د ډېرو کورنيو لانجو اساس دی.

که یې غلط وکړل، پرېږده کار پای ته ورسوي، وروسته ورته په درناوي ووایه چي صحیح کار دا او دا و، خو تا ونه ویلای سو ځکه د نارینه‌وو تر منځ دریدلی وې.
که مرسته وغواړي، کمک ورسره وکړه په نرمه لهجه او داسي چي احساس ونه کړي چي نه یې سي کولی، او ورته ووایه چي باور ورباندي لرې چي دی به یې ښه خلاص کړي.

٣_ جګړه‌ ییز مهارتونه او اساسي فزیکي روزنه ور زده کړه:
لکه رزمي هنرونه، فټنس، یا سپورتي فعالیتونه – دا به بدن کلک او زړه قوي کړي.

٤_ له کوچنیوالي دي کار وکړي:
که خوندي چاپېریال وي، کار ته یې پرېږده. کار ذهن خلاصوي، تجربه ورکوي، او له نورو سره یې مخ کوي.

٥_ د نارینه‌ وو مجالسو ته دي درسره کښېني:
او دین دي له عالم څخه زده کړي نه له عالِمې. له ښوونکي څخه دي درس واخلي نه له ښوونکې. د نارینه‌وو له نړۍ څخه دي زده کړي، طرزِ عمل دي یې درک کړي.

٦_ د ذهني کلکوالي روزل:
د عامو موضوعاتو په اړه ورسره خبري وکړه. نظر ترې واخله لکه د مشورتي کس څخه. ورته ووایه: ته څه فکر کوې؟ څنګه دا ستونزه باید حل سي؟ زه ستا په عقل باور لرم. دا به یې باور زیات کړي او فکر کولو ته به زړور سي.

٧_ که خپل یوه شخصي ستونزه درسره شریکه کړي:
او ته پوه سې چي خطا سوی دی – ژر حل مه ورته وړاندي کوه. موږ غواړو خپلواکه نارینه وروزو، نه محتاج کسان. پوښتنه ځیني وکړه: په دې حالت کي څه احساس کوې؟ د دې احساس تر شا کوم فکر و؟ فکر څه درته وايي؟
او بیا وپوښته: ته څه فکر کوې حل یې څه دی؟

پرېږده چي دی تصمیم ونیسي، فکر وکړي او ستونزه حل کړي. که یې وویل: دا ته مدیر ته ور ولیږه – ورته ووایه: نه، ته یې ولیږه. ادارې ته ته ورسه. دا ډول ورو ورو به یو زوی وروزي چي له مسؤلیت څخه وېره نه لري.

ورته ووایه چي ته یې ملاتړ کوې – خو شا ته یې یې، نه مخکي.

#شُبیر #ژباړه

24/03/2025
16/02/2025

ازموده را ازمودن خطأاست
دغه (۶) شیان، عادتونه او تیروتنې مو ګوردې ختموي!

پښتورګي (ګوردې) په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

۱. په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي. نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ. همدارنګه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.

۲. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له (۶) ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.

۳. د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي. په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.

۴. پیپسي، فانټا، انرژي او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.

۵. د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې (۱۰) ګیلاسه اوبه څښل دي.

۶. په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي.

نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ.

کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو نښه ده.

یادونه: که چیرې د پښتورګو له کومې جدې ستونزې زوریږئ، نو غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره وګورئ.

19/01/2025

په پيسو انسانيت او عقل نشو پېرلى.همدارنګه عقل د عمر او زده کړو سره هيڅ تړاو نلري.

13/04/2024

‏ځان کم عقل کړه نو خوب به درله درشي
ته چې څومره هوښياريږې، بيداريږې!

~روغانی بابا

23/03/2024

خوشال بابا او سپېن ږېرتوب :

خوشال بابا دسپین ږیرتوب نه سرټکولی دی او پخپلو اشعارو کې یې ترې داسې یادونه کړې ده :

بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې په سپينه ږېره خیال کوي د نجونو
په بل ځای کې باباوايي :
په هر چا د سپینې ږیرې حرمت ډېر دی
خو په جونو قدر نشته د سپین ږیري
یا داچې :
دا بې وخته سپین ویښته نه و بلا وه
چې دښکلیو زړه یې تور کړو له خوشاله

22/01/2024

ساعت وخت معلومه وی او وخت د خلکو اصلیت

13/01/2024

که ذهن مو کنترول کړو نو ژوند مو کنترول کړو
(کتاب یی وایی )

19/12/2023

د ژوند په اړه څو ژور حقايق:

د ځان له پاره حدود وټاکه، هر سړی ستا ترڅنګ د پاتې کېدو مستحق نه دی.
که خلک درسره د يوه انتخاب په توګه چلند کوي، لاره ترې جدا کړه.
هوښيار انسانان ښه پوهيږي چې کله احمقانه لوبه وکړي.
د ځان سپينولو پر ځای د ځان رغولو فکر وکړه.
د نن ورځې درد د سبا ورځې قوت دی.
مهربانه اوسه خو ړوند نه.

16/12/2023

رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

الله تعالی ډېر زیات حیاء کوونکی او ډېر زیات سخي دی، له دې ډېره زیاته حیاء کوي چې یو کس ورته لاسونه پورته کړي او الله تعالی یې خالي لاس پریږدي.
سنن الترمذي:۳۵۵۶

09/12/2023

‏رسول الله ﷺ فرمایي:
د مشر ورور حق په کشر ورور داسې دی لکه د پلار حق په زوی باندې.
عن بیهقي الله تعالی دی توفیق راکړي

Address

Kabul
2400

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghulam Haider Rahmanzoi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category