پرهرFAЯHaR

پرهرFAЯHaR شعرونه

12/03/2023
‏پښتونه ترانې جلندري رانه اوده کړې دې شین بیرغ دا ستا په وطن څه کانې ونه کړې..! امجد شهزاد
30/01/2023

‏پښتونه ترانې جلندري رانه اوده کړې

دې شین بیرغ دا ستا په وطن څه کانې ونه کړې..!

امجد شهزاد

نه راځې چل د زړه کمبخت خراب يممطلب مې دا دے راشه سخت خراب يمراسره مه چيړه خفه به دې کړمپه ماښامې کښې زۀ هر وخت خراب يمخد...
22/01/2023

نه راځې چل د زړه کمبخت خراب يم
مطلب مې دا دے راشه سخت خراب يم

راسره مه چيړه خفه به دې کړم
په ماښامې کښې زۀ هر وخت خراب يم

خداے مۀ کړه هسې نه زما پۀ شان شې
زما نه لرې شه په بخت خراب يم

خداے خبر څوک دے خو بس عشق نوميږې
ناست دے زما د زړۀ په تخت خراب يم

د شپې د سترګو کوهيان سر ته راځې
درمانه حال وائې بالښت خراب يم

عقل اگر داند که دل دربند زلفش چون خوش است عاقلان دیـــــوانه گردند از پی زنجیر ما ..!
21/01/2023

عقل اگر داند که دل دربند زلفش چون خوش است

عاقلان دیـــــوانه گردند از پی زنجیر ما ..!

بغېر له ځانه مې ــــــ په چا باندې حمله کړې وےما په حالاتو ــــــــــــــ نوره کومه تبصره کړې وےدا د تهذیب په ځنګلونو کښ...
20/01/2023

بغېر له ځانه مې ــــــ په چا باندې حمله کړې وے
ما په حالاتو ــــــــــــــ نوره کومه تبصره کړې وے

دا د تهذیب په ځنګلونو کښې ـــــــــــ تنها مسافر
چاته ورغلے وے ـــــ د چا سره یې شپه کړې وے

ښه وه ـــ چې ما هم دا د ویښې محشر نۀ لیدلے
ښه وه ــــــ چې ما هم په شرابو تجربه کړې وے

کاش، د یو څو شېبو د پاره خو مړ شوے وے زۀ
کاش باچاخان ته مې د قام ټوله قیصه کړې وے

داسې په پټو سترګو ولې د چا زړۀ ته کوز شوم
ماته بایدۀ وو ــــ چې مې لږه اندېښنه کړې وے

په خپله مونږ هم ــــــ د یو بل خبرې نۀ اورېدې
د خپل نجات له پاره ــــ چاته مو نعره کړې وے

مګر'دا وخت دومره بخیل نۀوے تنګدله نۀ وے
ما د قېصر سره به ــــــــــــ لویه مرکه کړې وے

#قیصرآفريدے

درپسـې  وبهېـدم  وبهېـدم  زه مکملدا یم تمام شومه اخر لکه اوبه مکملوجوده ته به خبر نه یې، خو دا مینه وینېما به بائیللي په...
19/01/2023

درپسـې وبهېـدم وبهېـدم زه مکمل
دا یم تمام شومه اخر لکه اوبه مکمل

وجوده ته به خبر نه یې، خو دا مینه وینې
ما به بائیللي په دې لاره کي وي زړه مکمل

د ژوندانه لوبه مي وکړله په داسي صورت
چي نه نیمګړی چرته پاته شوم او نه مکمل

باید دا رنګه شو یو بل سره لازم و ملزوم
چي په تـا زه یم مکمل او په ما ته مکمل

سیرته یاره! په یو چا پسې ژړا یادوم
که یې منې په دغه چاره کي وم ښه مکمل

کله کله شم یواځېبیا د ځان سره بوږنیږمپه خاموشه خوله غږیږمد سوچونو دنیا ګۍ کېپیدا کیږمه ورکیږمښه نو ولې داسې کیږم؟کله کله...
19/01/2023

کله کله شم یواځې
بیا د ځان سره بوږنیږم
په خاموشه خوله غږیږم
د سوچونو دنیا ګۍ کې
پیدا کیږمه ورکیږم

ښه نو ولې داسې کیږم؟
کله کله شم یواځې!

نه پردي راته په ښه شي
نه مې خپل قصه کې کیږي
د پردیو او خپلوانو
هیڅ تفکیک راته نه کیږي

وران دیوال شمه نړیږم
کله کله شم یواځې!

کله غر پڅیر قوي شم
کله شګه شم رژیږم
کله ګل پڅیر یم خاندم
کله پاڼه شم غورزیږم

زره کیږم زره کیږم
کله کله شم یواځې!

کله نهر شم راون یم
دښتې شاړې ته نه ګورم
کله داسې شمه ستړې
لکه ډنډ په شان ودریږم

په خیالونو ورګډیږم
کله کله شم یواځې!

څه دا ستا یادونه راشي
څه دې زه رایادومه
څه خبرو کې رایاد شې
څه دې زړه کې ګرځومه

دا له تا چې خفه کیږم
کله کله شم یواځې!

ته خو امر په ما وکه
امتحان مې که نازکه
دا د زړه له پاسه څه دي؟
لږ خبرې خو له زړه که!

بس له ځان سره ژړیږم
کله کله شم یواځې!

د زړه غمونه سپکومه ځمهچرته په لپو لپو څښمه ځمهپه رڼو سترګو ئې ايمان راوړمه هغه پې مخې له ورځمه ځمهدلته د مينې دنيا نه جو...
18/01/2023

د زړه غمونه سپکومه ځمه
چرته په لپو لپو څښمه ځمه

په رڼو سترګو ئې ايمان راوړمه
هغه پې مخې له ورځمه ځمه

دلته د مينې دنيا نه جوړېږې
ځان د دې ښاره صبرومه ځمه

ستا په خورو زلفو کښې ځاې نه شومه
د زړه ټـوټـې راټـولـومـه ځمه

صاحب شاه صابر 🥀

17/01/2023

ته خو بهار غوندې آزاد یې کله کله راځه زه لکه ونه د تقدير په زولنو تړلې ته کوه عشق زه د ضمیر په زولنو تړلی

17/01/2023

عمري حُسن دې نصيب شه غنم رنګه
خیر که زه دې د تمام عمر نهر یم

Address

Lowgar M Agha
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پرهرFAЯHaR posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category