29/02/2024
ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو تخنيږي؟
ایا دسر ګنګسیت لرئ؟
ايا په غوږونه کې مو بنګهاري لري.
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید او د نورو شحمیاتو په غیر نورمالډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.
ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ډول دي.
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس کول.
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه رامنځته کيدل.
3-د سر دائيمي ګنګسوالی.
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس کول.
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی.
7-د زړه د ضریانو اوریدل.
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي.
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي.
10-د وزن ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي.
11-د سترګو د شاخوا پړسوب ځيني وختونه.
معلومات طبی