اتاق تجارت و سرمايه ګذارى لوګر

اتاق تجارت و سرمايه ګذارى لوګر AFGHANISTAN CHAMBER OF COMMERCE & INVESTMENT

دلوګر ولایت سوداګری اوپانګونۍ خونۍ مدیره هییت د نوی کال لمړنۍ اداری ناسته                           ترسره کړه:          ...
01/04/2026

دلوګر ولایت سوداګری اوپانګونۍ خونۍ مدیره هییت د نوی کال لمړنۍ اداری ناسته ترسره کړه: نیټه :۱۱/۰۱/۱۴۰۵ یاده غونډه د قرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو : ورپسی دلوګر اتاق عامل مدیر دتیر کال په لاسته راوړنو او د عوایدو په اړه مدیره هییت غړو ته لنډ مالومات وړاندی کړل، ورپسی د اتاق مدیره هییت ریس مولوی محمد یعقوب مومند دنوی کال د خصوصی سکتور د پیاوړتیا او دپانګونو په اړه خبری وکړی او زیاته یی کړه دخصوصی سکتور د ودی لپاره نوی پلان سره به وکولی شو د پانګوالو پام لوګرته را وګرځوو او پدی اړه به د شرکتونو له مالکانو او د پانګوالو سره خبری ترسره شی ترڅو په لوګر کی د پانګونۍ فرصتونه ور وپیژندل شی. اوکاری زمینه خلکوته پیداشی . مولوی محمیعقوب مومند ټینګار درلوده چه د عوایدو د زیاتولو لپاره به کوټلی ګامونه واخستل شی، ورپسی داتاق لمړی مرستیال حاجی فیض الله توتاخیل په لوګر کی د پانګونو خبر ورکړ او زیاته یی کړه سږکال به د سړخونو د جوړولو او پدی برخه کی د پانګونو شاهدان ووسو، زیاته یی کړه د یولړ پآنګوالو سره خبری شوی چه په لوګر کی د سړخونو جوړولو کی پانګونه وکړی اوپدی برخه کی د بزګرانو . دتازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو ته سهولتونه مهیا شی او د سوداګری سکتور به وده وکړی ، انجینر سردارولی ستانکزی داتاق تجارتی مرستیال هم ټینګار درلوده چه د نړیوالو موسسو سره د خصوصی سکتور د پیاوړتیا په پار هلی ځلی وشی ترڅو په لوګر کی دپانګونۍ فرصتونه عملی بڼه خپله کړی او وطنی تولیداتو زیاتوالی او بازار موندنو ته ته له متشبثینو سره هر اړخیزه مرسته وشی ،ورپسی داتاق خدماتی مرستیال حاجی عبدالشکور سراج د۱۴۰۵ کال لپآره دخصوصی سکتور دفعالیتونو د زیاتیدو په هکله اړینه وبلله چه د لوګر له اصنافو.اتحادیو،سوداګرو ،صنعتکارانو او کسبګرو سره ناسته ترسره شی او دهغوی ستونزی له نزدی واوریدل شی او ستونزو ته یی رسیدګی وکړای شی، داتاق د دارالانشا ریس حاجی خان محمد نظامی هم په لوګر کی دخصوصی سکتور دپیاوړتیا لپاره اود پانګونو دشته فرصتونو په اړه دپآنګوالو پآم را اړولو اود جلب اوجذب لپاره ټینګار درلوده وروسته د اتاق اداری اومالی مرستیال حاجی ولید احدیار د لوګر د سوداګری اوپآنګونۍ خونۍ مدیره پلاوی د نوی کال د خصوصی سکتور د پیاوړتیا او پرمختګ پلان ته ښه راغلاست وویل او هیله یی وخوده چه د لوګر دپانګونۍ ټول فرصتونو ته د پانګوالو پام او توجه را وګرځول شی ترڅو کاری زمینی خلکو ته برابری شی ، غونډه د دعایی په ویلو سره پای ته ورسیده دلوګر دسوداګری او پانګونۍ خونه

دکابل انتر کانتینیتل هوتل تخفیف
02/03/2026

دکابل انتر کانتینیتل هوتل تخفیف

دلوګر دسوداګری او پانګونۍ خونۍ لخوا د کابل بین المللی انترکانتینیتل هوټل سوداګریز پیغام نشرشو
02/03/2026

دلوګر دسوداګری او پانګونۍ خونۍ لخوا د کابل بین المللی انترکانتینیتل هوټل سوداګریز پیغام نشرشو

02/03/2026
نن هم د عروج فارما خصوصی شرکت له لورۍ  دلوګر عامۍ روغتیا له ریاست سره د (٢٥٠) دوه سوه او پنځوس زره افغانیو په ارزښت د در...
10/02/2026

نن هم د عروج فارما خصوصی شرکت له لورۍ دلوګر عامۍ روغتیا له ریاست سره د (٢٥٠) دوه سوه او پنځوس زره افغانیو په ارزښت د درملو مرسته وشو،
دلوه ٢٠ مه ١٤٠٤ لمریز کال
دغه مرسته چه د عروج فارما خصوصی شرکت لخوا د لوګر له عامۍ روغتیا له ریاست سره وشو ، د عامۍ روغتیا ریس او نورو صحی مسولینو د یاد شرکت له مسول اود سوداګری خونۍ خدماتی مرستیال حاجی عبدالشکور سراج نه مننه وکړه، اود یادو درملو په ترلاسه کولو یی خوښی وښوده ، زیاته یی کړه د لوګر د سوداګرۍ اوپانګونۍ خونۍ په هڅو او هلو ځلو اود یاد شرکت سخاوتمندانه کړنه به د لوګر ولایت د صحی سکتور ځینی ستونزۍ او نیمګړتیاوی تریو حده بشپړی کړی او دلوګر دصحی مرکزونو درملتونونو ته به په ورسولو کی یولړ ستونزی حل شی ترڅو روغتیایی خدمات په ښه توګه ترسره شی،
دغه درمل چه د عروج فارما شرکت له لخوا د لوګر روغتیایی مرګز ته وسپارل شول د اتاق مدیره پلاوی غړی دپانګونو مرستیال قاری سلیمان، خدماتی مرستیال اود عروچ فارما شرکت مسول حاجی عبدالشکو سراج او نور هم حاضر ول رسما یی د لوګر صحت عامۍ ریس محترم ځیرک صیب او نورو طبی مسولینوته وسپارل شول،
په درنښت ،
دلوګر سوداګری اوپانګونۍ خونه

یوتن بااحساس افغان سوداګر،دعروج فارما تجارتی شرکت مسول، اود لوګر سواګری او پانګونۍ خونۍ خدماتی مرستیال محترم عبدالشکور س...
04/02/2026

یوتن بااحساس افغان سوداګر،دعروج فارما تجارتی شرکت مسول، اود لوګر سواګری او پانګونۍ خونۍ خدماتی مرستیال محترم عبدالشکور سراج ، دلوګر عامی روغتیا ریاست سره شاوخوا یومیلیون افغانیو په ارزښت ١٢ قلمه بیلابیل د درملو مرسته وکړه،
دوشنبه ،٦/١١/١٤٠٤
یاد درمل دلوګر سوداګرۍ خونۍ مدیره پلاوی په هڅو اود عروج فارما تجارتی شرکت له لوری رسما دلوګر عامۍ روغتیا ریاست مسولینو ته وسپارل شو،
دعامی روغتیا ریس محترم داکتر محمدزرک ځیرک د عروج فارما شرکت مسول اود سوداګری خونۍ له ټولو مسولینو نه مننه وکړه او په عین وخت کی یی له ټولو سوداګرو اوپانګوالو نه د ورته سخاوتمندانه کړنو غوښتنه وکړه، هغه زیاته کړه داچه یاد درمل دسوداګری خونی له خوا روغتییا ریاست ته وسپارل شو ددی سره به تر یو مودۍ صحی مرکزونو اړتیاوی پوره شی، ترڅو صحی خدمات ترسره کړو،
په همدی مراسمو کی دلوګر اتاق تجارت ریس مولوی محمد یعقوب مومند وویل یاد درمل چه د یومیلیون افغانیو په ارزښت عامی روغتیا ریاست په واک کی ورکړل شول داد اتاق مدیره پلاویو ،غړو په هڅو او هلو ځلو وشو،په پام کی ده چه په نږدی راتلوونکی کۍ لوګر خلکو ته روغتیایی خدماتو په برخه کی د خصوصی سکتور ، تجارانو او پانګوالو لخوا مرستۍ وشی،، همدا راز دعروج فارما تجارتی شرکت مسول اود لوګر سوداګری خونۍ خدماتی مرستیال حاجی عبدالشکور سراج وویل عامی روغتیا ریاست ته د درملو سپارلو موخه دخپلو خلکو سره ښیګړه کول دی، اوهم به دلوګر روغتیا سکتور پیاوړۍشی ترڅو ښه صحی خدمات ترسره شی،
زیاته یی کړه هیله ده د لوګر سوداګر او پانګوال اود خصوصی سکتور فعالان سکتوری ریاستونو سره د مرستو لاسونه ورکړی ترڅو ولس ته خدمات ترسره شی، د درملوسپارلو پدی مراسم کی د اتاق مدیره هییت غړۍ، هریو مولوی محمدیعقوب مومند، لمړۍ مرستیال حاجی فیض الله توتاخیل، تجارتی معاون انجینر سردارولی ستانکزی، پاګونو مرستیال قاری سلیمان،مومند، مالی او اداری معاون محترم احمد ولی شیرزاد هم حاضرو،
دلوګر سوداګری اوپانګونۍ خونه

دلوګر ولایت سوداګری اوپانګونۍ خونۍ مدیره هییت غړو پدغه ولایت کی دخصوصی سکتور ودۍ په پار غونډه ترسره کړه،دوشنبه، ٦/١١/١٤٠...
04/02/2026

دلوګر ولایت سوداګری اوپانګونۍ خونۍ مدیره هییت غړو پدغه ولایت کی دخصوصی سکتور ودۍ په پار غونډه ترسره کړه،
دوشنبه، ٦/١١/١٤٠٤ لمریز کال:

غونډه دقرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسی د اتاق مدیره پلاوی ریس مولوی محمد یعقوب مومند هییت مدیره ټولو غړو ته ښه راغلاست وویل ترڅنګ یی ټولو ته سپارښتنه وکړه چه د لوګر خصوصی سکتور د ودۍ او پیاوړتیا کی رغنده رول ولوبوی، ددی ولایت داتحادیو له مسولینو سره ناسته ولرو ترڅو وکړای شو ددوی سکتوری ستونزو ته رسیده ګی وکړو،، زیاته یی کړه د خصوصی سکتور له فعالینو سره ناسته اولیدنه به پدی برخه کی هر اړخیز لاسته راوړنۍ ولرو،
ورپسی حاجی فیض الله توتاخیل داتاق لمړی مرستیال خبری وکړی اود اتحادیو دمسولینو سره دلیدنو کتنو او خصوصی سکتور دپیاوړتیا لپاره یی اړین وباله دپام وړ لاسته راوړنه ولرو،
دپانګونو مرستیال قاری سلیمان مومند هم اړینه وبلله چه دلوګر له سوداګرو، متشبثو،اود اتحادیو له مسولینو سره همغږی وشی،
داتاق خدماتی مرستیال حاجی شکور سراج هم د خصوصی سکتور دپیاوړتیا لپاره هڅونه وکړه، ورپسی داتاق تجارتی مرستیال انجینر سردارولی ستانکزۍ،اود اتاق مالی او اداری مرستیال حاجی محمدولید احدیار د خصوصی سکتوردودۍ په پار دهراړخیزو هڅو او هلو ځلو چمتووالۍ وښوده او زیاته یی کړه ، دخصوصی سکتور ټولو فعالینو ته عامه پوهاوۍ ترسره شی ترڅو هغوی هم د غړیتوبونو په آخستو د اتاق بشپړ غړی ووسی او هر وخت په سکتوری او اقتصادی غونډو کی فعاله ونډه ولری،
غونډه د دعایی په ویلو سره پای ته ورسیده۔
دلوګر سوداګری اوپانګونۍ خونه

Address

Logar
Kabul
1451

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اتاق تجارت و سرمايه ګذارى لوګر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category