Mukhtar afghan

Mukhtar afghan Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mukhtar afghan, Grocers, Kandahar city, Kandahar.

21/04/2026
11/12/2025
04/12/2025

ډیرو خلګو ته شاهد دا سوال پیدا وي چي موټر کي دا بټن باید څه وخت فعال وي او څه وخت غیر فعال شي !

ددې بټن په فعالولو سره دموټر د ټرکشن سیستم فعالېږي
مطلب دا چي موټر ترپخوا څوچنده د کنټرول سیسټم او بریک سیستم قوي کېږي

نوټ: پردې بټن د افف OFF مطلب دا چي دا له مخکي لا فعال دی باید دفعالولو لپاره بیا ونه وهل شي

پوښتنه: څه وخت باید دا سیستم بند شي یعني د افف بټن باید څه وخت ووهل شي ؟؟؟؟
جواب: کله چي موټر خاورو، ریګ، واوره یا خامه کي بند شي نو باید دا سیسټم بند شي ترڅو ټایرونه نرم سلیف وکړي او دبند ځاي څخه ووزي

…………………………………………………….:……….:…………:
راځي دژمي درخصتیو څخه په استفادې دکابل په ولایت کي د خپلي خوښي یو کسب زده کړو او راتلونکي مو له فرصتونو ډک کړو

04/12/2025
28/11/2025

د اوبو تیزولو لپاره د انورټر د PB04 سیټنګ مهم اصول

کله چې غواړې د ټیویل یا پمپ اوبه تیزې کړې، نو د انورټر PB04 سیټنګ باید خامخا د سولر د انپټ اوپن سرکټ وولټج (Voc) سره برابرې کړې.

که د PB04 سیټنګ د وولټج سره برابر نه وي، نو د اوبو

پریشر کمېږي

Uu فالټ راځي

یا اوبه ټکان وهي

نو تل دا سیټنګ د خپلو وولټونو مطابق برابر کړه.

د PB04 سیټنګ د وولټج په اساس

که انورټر ته د سولر انپټ وولټج دومره وي، نو PB04 داسې تنظیم کړه

سولر انپټ وولټج (Voc) PB04 سیټنګ

450V 70
500V 75 – 80
550V – 600V 85 – 90
650V – 700V 95 – 100
750V – 800V 105 – 110

مهم یادښتونه

110 د PB04 وروستی حد دی، له دې پورته نه ځي.

800V د انپټ وولټج وروستی حد دی، که دې له 800V نه زیات ورکړل، انورټر سوځي.

د وولټج او PB04 تر منځ که ۲۰ یا ۳۰ وولټ توپیر هم وي، ستونزه نه راځي.

تل په هغه حدودو کې سیټنګ وکړه کوم چې په جدول کې درته لیکلي دي.

دا نور معلومات لپاره زمونږ صفحه فالو کړي

28/11/2025

نن ما تاسو ته د موټر د دشبورد څلور مهمی نښی تشریح کړی دی معلومات وګوری که څه مشکل وی زه مو په خدمت کی یم !

Active Cruise Control کروز کنټرول نښه
موټر ته دا اجازه ورکوي چې ټاکلی سرعت خپله وساتي، بې له دې چې تاسو پای ته ورکړئ. د اوږده سفر لپاره ډېر ګټور دی.

ABS یا (Anti-lock Brake System) نښه
دا سیسټم د بریک وهلو پر وخت د ټایرونو له قلف کېدو مخنیوی کوي. که نښه ولګېږي، بریکونه نور خوندي کار نه کوي.

Check Engine چیک انجن نښه
یعنی انجن کې تخنیکي ستونزه ده. دا نښه ښيي چې انجن چک ته اړتیا لري – ممکنه ده تیلو، سنسر یا بلې برخې ستونزه وي.

Traction Control ټریکشن کنټرول نښه
دا سیسټم موټر د ښویېدلو نه ژغوري. که نښه فعاله شي، معنا دا چې سیسټم بند شوی او موټر ښويې سړک کې ستونزه پیدا کولی شي.

مشوره : هر کله چې دغه نښې ښکاره شي، سمدستی موټر تخنیکي کس ته وښایئ،دا د خوندیتوب او اوږد عمر لپاره ډېر مهمه ده.

که دا نښې له پامه وغورځول شي، ستاسې په فکر موټر ته څه تاوان رسېږي؟
خپلې تجربې دلته له موږ سره شریکې کړئ، کیدای شي بل چاته هم ګټه ورسوي !

19/06/2024
16/06/2024
10/02/2024

Address

Kandahar City
Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mukhtar afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category