14/07/2026
۱. په ارامتیا او سکون سره وګرځه او په کارونو کې له بېړې (تلواره) څخه ډډه وکړه.
۲. د دین او سمې لارې ته له دعوت پرته، له ناپوهو او ناسمونو خلکو سره مه کښېنه.
۳. له ښځو سره له ناستې، ولاړې او خبرو اترو څخه ډډه کوه، ځکه چې له دوی سره زیات ارتباط زړه مړ کوي.
۴. له الله تعالی څخه وېره، د امانت ادا کول او عامو او خاصو خلکو ته نصیحت کول پر تا لازم دي.
۵. د هېچا په دوستۍ او ملګرتیا باور مه کوه، ترڅو دې چې نه وي ازمویلی.
۶. د خپلو کارونو پرېکړې پخپله کوه، ترڅو د خلکو محتاج نه شې.
۷. بې ګټې کارونه او بې ګټې خبرې مه کوه.
۸. هره ورځ د قرآن کریم تلاوت کوه او ثواب یې رسول الله (ص)، مور، پلار، استادانو او نورو مسلمانانو ته وبښه (ډالۍ کړه).
۹. د خپل بدن غړي له ګناهونو څخه وساته. له الله تعالی څخه وېره او د الله تعالی د امرونو منل، د الله تعالی عبادت دی.
۱۰. د حق په ویلو کې د هېچا د قدرت او رتبې پروا مه کوه، که څه هم پاچا وي.
۱۱. د علم په مجلس کې له قهر او غوسې څخه ځان وساته.
۱۲. د خلکو په وړاندې خپل ځان مه سپکوه.
۱۳. د عامو خلکو په وړاندې له کوچنۍ او لویې خندا څخه ډډه وکړه.
۱۴. د الله تعالی په ورکړي رزق، مال او مرتبې قناعت کوه.
۱۵. د بزرګانو او پاکو (صالحو) خلکو ځایونو ته ډېر ځه.
۱۶. د الله تعالی ذکر زیات کوه او په رسول الله (ص) زیات درود ووایه.
۱۷. پاکې جامې اغونده او خوشبويي ډېره استعمالوه.
۱۸. کله چې خبرې کوې، مه په ډېر لوړ غږ غږېږه او مه په ډېر ټیټ غږ، بلکې د دواړو ترمنځ معتدله لاره غوره کړه.
۱۹. په لارو او دکانونو کې مه کښېنه، که د ناستې اړتیا وه نو په مسجد کې کښېنه.
۲۰. لومړی علم ترلاسه کړه، بیا حلال رزق وګټه او وروسته واده وکړه؛ ځکه که د زدهکړې پر مهال د مال په ګټلو بوخت شوې، علم نشې ترلاسه کولای، ځکه په سوداګرۍ (اخیستلو او خرڅولو) به واوړې. تر زدهکړې مخکې واده مه کوه، ځکه وخت دې ضایع کېږي او د اولادونو د اړتیاوو پوره کولو ته مجبوره کېږې، چې په دې توګه دې هم علم پاتې کېږي او هم پیسې.