Ronaq

Ronaq factory

27/06/2024

خدایه په تا می مکمل باوردی وبل سړی ته می محتاجه مه کړی
ستادخدایی په برکت باندی می خپل زړکی ته می محتاجه مه کړی

بیرغ مو زموږ لوړ کی په نړی کی اتلانو.     زموږ قهرمانانو ټولو افغانانو ته دی دا ستره  بریا مبارک وی
23/06/2024

بیرغ مو زموږ لوړ کی په نړی کی اتلانو. زموږ قهرمانانو
ټولو افغانانو ته دی دا ستره بریا مبارک وی

13/06/2024

يارانو یوڅه زوړ مستعمله پسه چی په یوه لاس غټ سوی وی که هرچاته معلوم وی ږغ وکی

11/06/2024

غزل

ځالې ته ټوپ کړي بنادم ښه تر نظر لاندي کړي
مرغۍ له ډاره خپل بچي تر خپل وزر لاندي کړي

بد خوب مې وليد خدايه خير يو عقدمند مقتدي
جومات ته بم راوړي د شپې يې تر منبر لاندې کړي

خان دې بچو ته مېوه راوړي خو بس دادې وکړي
د يتيم مخته دې يې پټه تر څادر لاندې کړي

ها پر سړک ناستې سوالګرې ته مې زړه ختلى
هسې نه خداى مه کړه کوم مست يې تر موټر لاندې کړي

وي (عمري عدالت) هغه چې د وخت خليفه!
قيسه! تر ونې لاندې خښته تر خپل سر لاندې کړي

١٤٠٣/٣/١٩

خپله جونګړه جلال اباد نارنج باغ

یاری که دباور سوه اسانیږی.      که دچم سوه بیا ګرانیږی.   خوښه مو خپله ده     اسانوی یی   که ګرانوی یی
08/06/2024

یاری که دباور سوه اسانیږی. که دچم سوه بیا ګرانیږی. خوښه مو خپله ده اسانوی یی که ګرانوی یی

24/04/2024

دوستی ساتل اړتیا نه
بلکی وړتیا ده
چی دهرچا کار ندی

23/04/2024

د امریکا ولسمشر رچرډ نيکسن (CIA) ادارې موظف کړ چې د اسلامي قوانينو په اړه جامع معلومات او تحقیقات وکړي.
نوموړي ادارې د يوه کتاب په شکل خپل تحقيقات مکمل کړل او جمهور رئیس رچرډ نيکسن ته يي وړاندې کړل.
ولسمشر دغه کتاب خپل مشاور (Robert Crane) ته د لا نور تجزيي او څيړنې لپاره وسپارل.
رابرټ کرين چې کله دغه معلومات او تحقیقات مطالعه کړل په حيرت او تعجب کي شو. هغه د اسلام په اړه نور تحقيقات پيل کړل او زيات شمېر اسلامي آثارو ته يي مراجعه وکړه.
هغه په (۱۹۸۱) کال کي اسلام قبول کړ او د اسلام قبلولو لامل په اړه وايي: ما دري کاله په هارورډ پوهنتون کي قانون ولوست لاکن ما چې څومره انصاف او عدالت په اسلامي قوانينو کې پیدا کړ هغه ما د پوهنتون د دوران د قانون دري کلنې دورې مطالعې کې پیدا نکړ .
رابرټ کرين وايي: يو ورځ د يو يهودي قانون پوه سره مي بحث شو هغه د اسلام په اړه ډير نامناسب الفاظ وکارول.
ما د هغه څخه پوښتنه وکړه چې آيا ته پوهيږي چي د امریکا وراثتي قانون څومره دي؟
هغه وويل: په (۸) جلدو کي ليکل شوي!
ما ورته وويل: که زه داسې قانون درکړم چې (۱۰) سطرو څخه به زيات نه وي نو بیا به يقين وکړي!
ما هغه ته د قران کريم د وراثت اياتونه ورکړل.
څو ورځې وروسته هغه قانون پوه زما طرف ته راغلي او وويل: دا نا ممکنه ده چې انساني دماغ دغه قانون په دي اندازه جامعيت ،اختصار او انصاف سره بيان کړي.
يهودي هم اسلام قبول کړ، رابرټ کرين چې اسلامي نوم يي فاروق وو په (۹۵) کلنۍ کي په (۲۰۲۱) کال کښي وفات شو
الله تعالی دي مغفرت ورنصيب کړي!
محترمو ورونو!
پر اسلامي نړۍ مشکلات او مصيبتونه د دوه ډوله خلګو دي!
اول: هغه بي دينه چې د اسلام په اړه جامع معلومات نه لري او د اسلام د اصل ماهيت ،کيفيت او موخو څخه ناخبره وي
دوهم: هغه مسلمان چې د بي دينه په ډول د اسلامي احکامو او دين د روحيې ،ماهيت او کيفيت څخه ناخبره وي او د خپل فردي ذهن انتاج او سليقه ورته اسلام ښکاره او يا اسلام خپل فردي ،سياسي او ډليزو موخو لپاره استعمالوي.
اسلام د انساني اخلاقو او انصاف تر ټولو لوی ادرس دي!
Mohammad Wali Ashna

22/04/2024

`⭕️ له مېرمني سره یې د ګډ ژوند 25 کاله تېر شوي وه ، خو ترمنځ یې هیڅ ډول شخړه او تاوتریخوالی نه و رامنځته شوی !`

✍️ چا پوښتنه ځنې وکړه چې 25 کاله دي څنګه بې شخړي او بې اختلافه ورسره تېر کړل ؟

✍️سړي ویل یوه ورځ زه او مېرمن مي پر آس سپاره په تفریح ووتلو ، ناڅاپه آس وترېدی او ښځه لاندي ترې راولوېده . ښځه راپورته سوه ځان یې وڅنډی او په ډېره مینه یې د آس پر غاړه لاس ور تېر کړ ویل خیر دا دي لومړی ځل و چې بیا داسي ونه کړې . دوهم ځلي بیا په تفریح ووتلو ، آس بیا خپل عمل تکرار کړ او ښځه یې له ځمکي سره ووهل . ښځه بیا راپورته شوه ، ځان یې وڅنډی او په ډېري میني یې د آس پر غاړه لاس ور تېر کړ ویل خیر دا دي دوهم ځل و چې بیا داسي وُنکړې .

✍️ دریم ځل چې کله په تفریح ووتلو ، آس بیا خپله اشتباه تکرار کړه او ښځه یې د مځکي ووهل . ښځه ډېره په قهر او غُصه شوه ، خپله توپنکچه یې راوایستل او آس یې پر سر څو مرمۍ وویشتی . د دې حالت په لیدو سره زه پرې غُصه شوم ما ویل دادي څه وکړل ؟

✍️ ښځي په ډېري میني او مهربانۍ زما پر سر لاس تېر کړ ویل ، خیر دادي لومړی ځل دی چې بد او رد دي راته وویل له بیا ځلي ویلو سره پام کوه .

`⚠️ ځکه نو له هم هغي ورځي راهیسي ښه د میني درناوي او مهربانۍ ژوند سره کوو 😜 .`

21/04/2024

په اسلام کي د حلال او حرام معیار د شریعت په نصوصو کي ښکاره دی، دا حق د الله تعالی دی.
د یو شي حلت او حرمت د یو چا د مزاج پر اساس نکیږي.
ماته یو چا وویل چي کوکنار حلال دي ماویل ولي؟
ده ویل په دوا او طب کي کاریږي.
ما ورته وویل نیژدې پنځه ملیون افغانان په معتاد دي، هر ډول روهین، کرسټال، پوډر ورڅخه جوړیږي نیژدې ټول ګاونډ زموږ د کوکنارو معتادین دي مسلمانان یې تباه کړل ایا بیاهم باید حلال سي !
د همدغه شخص په آند ټولي لوبي لکه کرکیټ، فټبال وغیره بیا حرام دي؛ ځکه دی وایې چي دا عبث شیان دي، خو بل لوري ته نسوار او سګریټ بیا حلال دي ځکه هغه د ده په اند عبث ندي .

اوس ته د کوکنارو، نسوارو، سګریټو او لوبو ترمنځ خپله توپیر وکړه چي د چا ضرر او نقصان زیات دی ؟ څه باید حلال سي او څه باید حرام سي؟
دین باید بې علمه خلک تشریح نکړي کنې دین او دنیا دواړه تباه کوي .

07/04/2024

توبه وکاږه اوس یی وخت دی
بیا ونه وایی چی حساب سخت دی

05/04/2024

د قطب الدين ايبک پاچاهي په هندوستان کی د غوري سلطنت له تسلسل څخه شمېرل کيږي!
عدالت او رعيت ته په پيرزوينه کي مشهور وو.
يو ځل هغه د ښکار لپاره ځنګل ته لاړ، د ليري څخه د يوه حيوان حرکت يي تر سترګو شو نو سلطان هغه طرف ته تير وچلاوه، چې کله ښکار ته نږدي شو ګوري چې يو نازک او ښایسته ځوان په وينو کي لت پت سلګي وهي، څو شيبې وروسته ښایسته ځوان وفات شو ،
کله چي سلطان عملي معلومات وکړل هغه ځوان د نږدې کلي د يو سپين سري يواځيني زوی وو. هغه ځوان به روزانه ځنګل ته تلي او د ضرورت مطابق لرګي به يي کور ته راوړه!
قطب الدین ایبک د هغه کور ته لاړ او مور ته يي وويل چې په غلطی ستا زوی زما د تير ښکار او وفات شو!
مور ېې د اوريدو سره سم په ژړا او بي هوښه شوه ،
قطب الدین ایبک خپله قضيه قاضي ته حواله کړه، پر جرم يي اعتراف وکړ او په محکمه کي د قاضي په وړاندې د مجرمينو ځانګړي ځای کي ودريده!
قاضي بحث پيل کړ او بوډي مور يي راوغوښته او ورته وويل: مجرم په خپل جرم اعتراف کړي ته اختيار لري چې هره سزا ورته تعين کړي!
بوډي مور په ژړغونې آواز وويل: مونږ به داسي سلطان بيا له کومه کړو چې د هغه جرم په اساس چي قصدا يي ندي کړي د ځان پر خلاف آزاده محکمه جوړه کړه! ما معاف کړ او له نن وروسته راته سلطان د زوی حيثيت لري.
قاضي د سلطان قطب الدین ايبک طرف ته مخ واړاوه او ورته يي وويل: په الله تعالی قسم يادوم که په محکمه کي دي د خپلي پاچاهي لږ زور هم ښکاره کړي وای ما بيا خپله سخته سزا درکوله!
له دي خبرې سره قطب الدین ايبک خپل خنجر راوويست او قاضي ته يي وويل: په الله تعالی قسم يادوم که ما سره دي د پاچاهي په خاطر رعايت کړی وای او د مجرم په ډول دي راسره چلند نه وای کړي نو بيا مي ستا سر هم په دغه خنجر پریکوي
محترمو ورونو بغیر له توپیره عدالت د اسلامي نظام د بقا او تداوم ضامن دی،
د عدالت په صورت کي به رعيت خپلو قاتلينو ته د اولاد درجه ورکوي او که عدالت نه وي هر طرف ته به نفرتونه خپريږي.
Mohammad Wali Ashna

01/04/2024

د (۵۳۶) ميلادي کال څخه تر (۵۴۷) پوري پر نړي کوچنی قيامت او په اخیر کي ځانګړې معجزه!

د (chat GPT) ، فلکياتو څيړونکو ، محققينو او مورخينو لخوا تائيد او تصديق شوي تاريخي انځور!
ساينس پوهان حيران دي چې (۵۳۶) ميلادي څخه تر (۵۴۷) پورې دغه نړي څرنګه بيا هم پاتې شوه؟

په انساني تاريخ کي له دي څڅه بده زمانه او بد حالت هيڅکله ندي راغلي ، هغه يو کوچنی قيامت وو, د انسانانو بچ پاتي کيدل يوه معجزه وه او دا ثابتوي چي د کائناتو نظام يو غيبي قدرت چلوي او مونږ هم هغه قدرت د هر بحران او قيامت څخه سالم ايستلاي شي.
دا الفاظ د ډاکټر مائيکل ميکارمک (Michael McCormick) دي.

ډاکټر ميکارمک د نړي په دريم لوی پوهنتون هارورډ کي د تاريخ پروفيسر دي. هغه په هارورډ کي د ايني شيئوفار دي سائنس آف هيومين پاسټ ځانګړي ډپارټمنټ تاسيس او خپله يي مشري کوي. دغه ډپارټمنټ ته په عامه عرف کي (SoHP) ويل کيږی. د پوهنتون په دغه شعبه کي سائنس او آرټس (اجتماعي علوم) دواړه يو ځای کړي ځکه چې په دغه برخه کي جينيئکس ، آرکيالوژي، هواشناسی ، ماحوليات ، کمپوټر سائنس، انفارميشن ټيکنالوژۍ ، اجتماعيات او انساني روش لوی دماغونه، محققين او پروفيسران په ګډه د انساني تهذيب په اړه تحقیقات کړي او لا يي هم کوي.
دا ټول تحقيقات په يوه نقطه څرخيږي او روان دي چې د انسان ماضي څه شي دي؟
د تحقيقاتو په دوران کی چې کله ماهرين، محققين او پروفيسران (۵۳۶) ميلادي کال ته ورسيدل هک حیران شول او د دغه سختي پوښتنې لټون يي پيل کړ چې ولي دغه کال د انساني تاريخ تر ټولو وحشتناک کال وو؟ ولي په دغه کال کي په کائيناتو کي عجيب تغير او ځانګړي واقعه راغله؟

خلګ چې سهار د خوبه راکښینستل لمر غايب وو! په اروپا ، منځني ختیځ او د آسيا په اکثرو برخو توري وريځي هواري وي! نړي توره تياره وه! خلګ له وارخطايي د کورنو چتونو او هوارو ځايونو ته ووتل او د اسمان طرف ته يي کتل لاکن په سرونو يي نه آسمان ښکاريده او نه بل څه! هر طرف ته تياري پرتي وي او هيڅ نه ښکاريده!
په عامو شپو کي خلګ د سپوږمي او ستورو د رڼا څخه په استفادې ګرځي او راګرځي لاکن په دغه شپه نه سپوږمۍ وه او نه ستوري! خلګو څراغونه بل کړل لاکن څراغونه هم د تيلو په ختمېدو سره خاموش شول يو وار بيا خلګو په تيارو کي یخ نیولي وه، خلګو دا فکر کاوه چې دا عذاب به ورځ يا دوه ورځي دوام وکړي لاکن د خلګو اټکل ناسم وو ورځ تر بلې تياره لا زياتیدل. څلور پنځه ورځي وروسته د هوا درجه هم په غورځيدو شوه او په ټوله اروپا او نيمايي آسيا کی د هوا يخیدنه شروع شوه په څو ورځو کي درجه د حرارت دومره کښته لاړه چې هر څه یخی شول ، د اور بلولو لپاره د لرګيو طلب زيات شو چې ورځ تر بلې لرګي کميدل ، خلګ د خپلو کورونو پوري محدود شول او کاروبار بندیدل پیل شول.
دغه سلسله ورځ تربلې سختيده او هم اوږديده ، ورځې په مياشتو او مياشتې په کلونو بدليدل لاکن لمر بيا راونخوت!
د يخي هوا درجه نوره هم کښته او د زرګونو کلونو ريکارډ يي مات کړ ، باغونه ، فصلونه او شنه بوټي په وچيدو شو او سيندونه او ويالې واوري وګرځيدي ، د خلګو راشنونه او غله په ختمېدو شوه! ځناور او مواشي د لوږي او يخ څخه مړينه شروع شوه، د ورځي او شپي توپير ختم شو ، په انسانانو کي مرضونه او لوږه خپره شوه د طاعون او وبا په رقم خلګ په ډليز ډول مړه کيدل ، خلګو د لوږي څخه د خپلو مړو او مردار شوو ځناورو خوراک شروع کړ،
اور او انګار پيدا کيدل هم مشکل شو خلګو يو بل ته د اور او انګار قرض شروع کړل ، د کورنو د چتونو ، د کلکینانو د لرګیو او بسترو سوزیدنه شروع شوه!
په تاريخ کي دغه دوري ته,, ډارک ايج,, ( تيارو دوره) ويل کيږی ، اتلس مياشتې دغه لړي په پوره شدت سره روانه وه د هغه وروسته درجه د حرارت ورځ تر بلې اضافه کيده په خلګو کي اميد پيدا شو چې شايد لمر بيرته راوګرځي. د خلګو اميد په حقيقت بدلون شروع شو ورځ تر بلې حالات ښه کيدل لاکن سره د ټولو بيا هم د لمر په پوره طاقت او توانايی سره په راتلو کي يوولس کاله تير شول په (۵۴۷) ميلادي کال کي د مشرق او مغرب توپير واضح شو او د کال موسمونه معلوميدل په ابتدايي ډول شروع شول لاکن لومړني اتلس مياشتو او بيا نهو کالو د زرګونو کلونو نقصان څخه زيات نقصان نړي ته ورکړ.
ځمکې خپله توانايی د لاسه ورکړي وه. د زراعت په شمول ټول پيداوار له منځه تللي وو. د اروپا په شمول اکثريت ځمکي خپل د غنمو او نورو حبوباتو تخم د لاسه ورکړي وه.ځنګلونه هم له منځه تللي وه ، سبزيجات او ځناور داسې ورک شوي وه چې تا به فکر کاوه چې دا هرڅه بلي سياري ته کډه شوي. خلګو حتا د سپیانو او پيشیانو آوازونه هم هير کړل ، خزنده او د أوبو مخلوق هم ورک وه ، د ځمکو چيني، کوهيان او کاريزونه هم وچ ول، انسانانو به د يخ او واوري د اوبو څخه ګټه اخيسته ، په دغه اتلس مياشتو او وروسته کلونو کي څومره انسانان مړه شول د هيڅ چا سره يي حساب نشته ، انسانانو فکر کاوه چې نوره به پخواني نړي تکرار نشي ، نه به د ځناورو ځغاستي وي ، نه به شنه ښکلي چمنونه او نه به د انسانانو خندا ، نه به د بازارونو رونقونه او نه د مختلفو خوراکونو خوشبويي!
خفګان ، پريشاني مايوسي او د ويري فضا تر (۵۷۰) ميلادي کال دوام درلود او دغه تراديژي اثرات لا هم روان وو، د (۵۳۶) څخه تر (۵۷۰) پوري پوره (۳۴) کاله خلګو د اميد او وهم په کيفيت کي ژوند کاوه ، لمر هم پوره شو ، سپوږمۍ هم راښکاره شوه،ستوري هم وځليدل لاکن د ويري ، خفګان او ذلت فضا خپره وه، خلګو به يو بل ته کتل لاکن د يو ناشناه مخلوق په ډول به يي تعامل کاوه ، خلګو به ټوله ورځ یوازي کښيناستو ته ترجیح ورکوله ،
اوس مهال هم په انسانانو کي (۸۲) فيصده خلګ ډير ځلې يواځې ناسته خوښوي ، محققين وايي چې دا پر انسانانو د ډارک ايچ له (۷) اثرونو يو دي ، چې خلګو اتلس مياشتې يواځې ناسته وکړه چې دغه عادت زمونږ جينز په حافظه ځاي پرځاي او اثر ګزاره شوه چې اوس هم اکثريت خلګ د ناستي لپاره يواځې ځای پیداکوي ، ډپريشن هم د دغه زمانې پيداوار دي ، په انسانانو کي له دي څخه پخوا يواځې اينګزائټي وه چې دغه اينګزائټي په اتلس مياشتو کي په ډپريشن بدله شوه او انسانان تر اوسه له ډپريشن څخه زوريږي چې اوس هم د ډپريشن يو بهترين علاج مزل دي ځکه چې دغه مرض په انسانانو کي (۵۳۶) ډارک ايچ له اوږدو ناستو له امله پيدا شو. لهذا اوس هم که مونږه پيدل مزل زيات کړو په ډپريشن کي کمي راځي ،
ساينس دانانو په خپل وار د دغه لوی ناورين په اړه علمي تحقيقات وکړل او د نړي د هغو برخو څخه چي د زياتي يخني له امله هيڅ ډول واوره پکښي نه ويلي کيږي او هر کال په ترتيب سره واوره يو د بل پر سر جمع کيږي تحقيقات پيل کړل ، هغو د (۵۳۶) ميلادي کال طبقي ته ځان ورساوه د واوري د نمونې اخيستني سره يي علمي څېړنې وکړي، ساينس دانانو په واوري کي د آتشفشان د شيشو کوچني زرات پیدا کړل چې په هغه کال د تاريخ تر ټولو سخت آتشفشان د شمالي امريکا له غرونو شروع شوي وه د الله تعالی په قدرت سره د آتشفشان دود په فضا د يخو وريزو سره دريم حالت تشکيل کړ او ټوله اروپا د منځنۍ ختيځ په شمول زياته اسيا سخته متاثره کړه!
ډاکټر ميکارمک او (SoHp) محقق وايي د ډارک ايچ ( تيارو دوره) ژور او ښکاره اثرات تر (۳۴) کالو نړي او انسانان سخت اغيزمن کړي وه او دوام یی پیدا کړ چې د نوموړو محققينو له خوا يي (۵۷۰) کال د پای کال ښودل شوي.
ډاکټر ميکارمک او ټيم يي زياتوي نه پوهېږي چې ولي په دغه کال په انسانانو او نړي کي نوي نشاط پيل شو او د ډارګ ايچ اثرات لکه هوايي دود له نړي والوته ؟
پدي اړه مسلمان سکالر مولانا بشير قادري او مولانا طارق جمیل خپله څيړنه په لاندې ډول بيانوي او وايي: دغه کال (۵۷۰) د اپريل مياشتي په درويشتمه نيټه چې د ډارګ ايچ ( تيارو دوره) د پای سره برابره ده د اخیري پيغمبر جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت کال دي او هغه مبارک دغه نړي ته تشريف راوړ ، الله تعالی د خپل نبي د پيدايښت څخه مخکي ټولي نړي ته د هغوی حيثيت ورښکاره کړ او په دغه کال د خوشحالۍ سهار يو ځل بيا شروع شو چې د رسول اکرم د ژوند د شروع څخه په نړي کي د بيرته سمون دوره شروع شوه
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ
Mohammad Wali Ashna

Address

کابل بازار
Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ronaq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category