Pashtoon Typist/پشتون ټایپیسټ

Pashtoon Typist/پشتون ټایپیسټ News

محمد نبي عمرزي ته په کنایه ډول لیکلي.. 👇🏼عمرزي نن له محمد نبي د یوه ورځنیو الراونډرانو په درجه بندي کې لومړی  مقام ونیو.
06/03/2025

محمد نبي عمرزي ته په کنایه ډول لیکلي.. 👇🏼
عمرزي نن له محمد نبي د یوه ورځنیو الراونډرانو په درجه بندي کې لومړی مقام ونیو.

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د يو مشروع حکومت نشتوالي له وجې هغه نړيوال هوايي شرکتونه له ګڼو ستونزو س...
06/03/2025

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د يو مشروع حکومت نشتوالي له وجې هغه نړيوال هوايي شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې الوتکې يې د افغانستان له فضا څخه تېرېږي او دوی يې بايد فيس افغانستان ته ورکړي.

دغه شرکتونه د خپلو الوتکو د عبوري فيس د تحويلولو پر مهال ځکه له ستونزو سره مخ دي، چې خپل عبوري فيسونه د دريمګړو له لارې سپاري: «په دې بهير کې حقوقي مشکلات او د پیسو وینځلو ګواښونه موجود دي.»

دا د حمزه هوتک د نن ورځې نوبال دی، چې په بنګلديش پريمير ليګ کې يې ترسره کړ.تجارتي ليګونه په ټوله کې د سرګرمي، ګټې او مېچ...
07/01/2025

دا د حمزه هوتک د نن ورځې نوبال دی، چې په بنګلديش پريمير ليګ کې يې ترسره کړ.

تجارتي ليګونه په ټوله کې د سرګرمي، ګټې او مېچ فيکسينګ لپاره جوړ شوی وي. د لوبډلې د مالک په ګډون تر لوبغاړو پورې د ټولو هڅه هم دا وي چې عايد ترلاسه کړي.

مېچ فيکسينګ يا درغلي په هر ليګ کې کېږي، د ای پي ايل غوندې ستر ليګ هم له مېچ فيکسينګ خالي نه وي، خو هر څوک يې په خپل سيستم او په پټه کوي.

د حمزه هوتک دا نوبال د مور وطن په لمنه تور داغ دی، موږ نه وايو چې حمزه هوتک به فيکسينګ کړی وي يا به يې نه وي کړی خو زموږ د تېر راپور مطابق د سپينر بالر لخوا نوبال کول مطلق جرم دی.

که له حمزه هوتک سره څوک شناخت لري ورته وواياست پيسې که ګټې هم په طريقه يې ګټه، د پاکستان لوبغاړو چمونه مکوه، افغان لوبډله خپل حيثيت لري.

بې پولې ډاکټران وایي 2025 کال لومړنۍ ماشومه خوست بې سرحده روغتون کې پیدا شوې چې د پلار او مور لومړنۍ اولاد و او شبانه یې...
02/01/2025

بې پولې ډاکټران وایي
2025 کال لومړنۍ ماشومه خوست بې سرحده روغتون کې پیدا شوې
چې د پلار او مور لومړنۍ اولاد و او شبانه یې ورته نوم ایښئ دی.

د جنوبي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې د ښځو د بشري او اقتصادي حقونو يوه مهاجره فعاله مسرت عزيز د خپل ورور لخوا په ډزو وژل ش...
02/01/2025

د جنوبي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې د ښځو د بشري او اقتصادي حقونو يوه مهاجره فعاله مسرت عزيز د خپل ورور لخوا په ډزو وژل شوې ده.

زاويه نيوز ته له ژوب څخه يوې سرچينې وويل، چې نوموړې د لاسي کارونو او بېلابېلو هنرونو له لارې د ښځو لپاره اقتصادي فعاليتونه تر سره کول چې د ورور سره يې د په جايداد کې د حق اخيستلو پر سر له وړاندې دعوا موجوده وه.

د سرچينې په خبره د مسرت عزيز کورنۍ پخوا له پنجاب څخه پښتونخوا ته کډواله شوې وه چې اوس هم په کور کې په سرايکي ژبه خبرې کوي.

کابل ولایت دپل جوړول چارې په مخ راوانی دی
02/01/2025

کابل ولایت دپل جوړول چارې په مخ راوانی دی

د امريکا استخباراتي ادارو ويلي، په نيو اورلينز ښار کې د شمس الدين جبار په نوم هغه بريدګر چې د نوي کال د نمانځنې په مراسم...
02/01/2025

د امريکا استخباراتي ادارو ويلي، په نيو اورلينز ښار کې د شمس الدين جبار په نوم هغه بريدګر چې د نوي کال د نمانځنې په مراسمو يې موټر خېژولی او ۱۵ کسه يې وژلي او ۳۰ نور ټپيان دي، امريکايي تبع دی او د امريکا پوځ کې د خدمت سابقه لري.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، شمس الدين جبار د امريکايي پوځ په لیکو کې په افغانستان او عراق کې نظامي دندې ترسره کړي او په امریکا کې د پوځي ادارو کارمند هم پاتې شوی دی: «د هغه له موټر څخه د داعش ډلې اړوند بيرغ ترلاسه شوی او لا هم امريکايي ادارې د پېښې د رامنځته کېدو پر څرنګوالي تحقيقات کوي.»

شمس الدين جبار د پېښې پر مهال له امريکايي عسکرو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

په متحده عربي اماراتو کې 137 توقیف شوي افغانانو ته عفوه وشوه !د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت او په متحده عربي اماراتو کې دا...
02/01/2025

په متحده عربي اماراتو کې 137 توقیف شوي افغانانو ته عفوه وشوه !

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت او په متحده عربي اماراتو کې دا.ا.ا لوی سفارت د پرلپسې هڅو په نتیجه کې 137 کسه افغانان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ د کوربه هېواد د عیدالوطني د 53 مې کلیزې په مناسبت د اماراتو حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمند شول چې یو تعداد یې آزاد او پاتې کسان به په نېږدې راتلونکې کې آزاد شي.
د ذکر شوو کسانو د شهرت نوملړ د هغوی د اقاربو د خبرېدو په موخه له هېوادوالو سره شریکېږي.
سفارت په خپل وار د ا.ا.ا په استازیتوب د کوربه هېواد د دې کړنې منندویي او قدرداني کوي.

په متحده عربي اماراتو کې
د ا.ا.امارت لوی سفارت
1403/10/13
2025/1/02

ایران د ایټالوي خبریالې سیسیلیا سالا نیول تائید کړلد ایران رسمي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران د " اسل...
31/12/2024

ایران د ایټالوي خبریالې سیسیلیا سالا نیول تائید کړل

د ایران رسمي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران د " اسلامي جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې" پر تور ایټالوي خبریاله سیسیلیا سالا نیول تائید کړل.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۹کلنه سالا، چې د Il Foglio ورځپاڼې او د پاډکسټ شرکت Media Chora چورا میډیا لپاره کار کوي؛ د دسمبر پر نولسمه په تهران کې ونیول شوه.
نوردلته ولولئ:

https://tinyurl.com/5u46fdm8

زړه راکښونکی خبر:له ټول افغانستان څخه د آریانا نیوز خبریالي کولی شئ!آریانا نړیوال ټلویزیون خپلو مینه‌والو ته په افغانستا...
31/12/2024

زړه راکښونکی خبر:

له ټول افغانستان څخه د آریانا نیوز خبریالي کولی شئ!
آریانا نړیوال ټلویزیون خپلو مینه‌والو ته په افغانستان کې د ویډیو ثبتولو تر سرلیک لاندې یو نوی پروګرام پیل کړی دی.
دا پروګرام د منځپانګې تولیدوونکیو ته اجازه ورکوي، چې آریانا نیوز ته خپلې خبر جوړوونکې ویډیوګانې ثبت او راولېږي.
اوس کولی شئ خپلې اړوند ویډیوګانې له ټول افغانستان څخه زمونږ د وټس اپ شمېرې ( ۰۰۹۳۷۰۰۱۵۰۰۰۱) ته راولیږئ، چې د آریانا نیوز له ارزونې وروسته به خپله حق الزحمه هم ترلاسه کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره د لاندې انځور پړاوونه وګورئ یا دا لینک کېکاږئ.
https://tinyurl.com/yc2bh9wv

لاندې 27 جملې له لس جلده کتابو سره برابرې دي؛1- له ماشومانو څخه دا مه پوښتئ چې مور درته ګرانه ده او که پلار دې.2- له هلک...
31/12/2024

لاندې 27 جملې له لس جلده کتابو سره برابرې دي؛

1- له ماشومانو څخه دا مه پوښتئ چې مور درته ګرانه ده او که پلار دې.
2- له هلکانو څخه د هغوی د درسي درجې پوښتنه مه کوئ.
3- د چا کور ته پټه خوله او ناڅاپه مه ننوځئ.
4- د کور له خاوند څخه د هغه د کور د اندازې او قیمت پوښتنه مه کوئ، د يو چا د قد، وزن، سن او نورو شخصي مسائلو په اړه بحث مه کوئ.
5- کله مو چې کور ته مېلمه راغی له خپل تلیفون څخه استفاده مه کوی او که ممکنه وه بند يې کړئ.
6- په نویو واده کړيو پسې بد مه وايئ، حتا په خپل کور کې.
7- کله چې مور يا پلار خپل اولادونه تنبیه کوي د اولادونو ننګه يې د هغوی په مخ کې مه کوئ.
8- د نورو د اولادونو په تربیت کې دخالت مه کوئ.
9- کله چې د چا زوی/لور ته تحفه ور وړې که بل ورور یا خور لري هغه ته هم ډالۍ ور وړئ.
10- هغه ډالۍ چې چا درکړې که دې خوښه نه وې بل چا ته يې هم مه ورکوئ.

11- که په اپارتمان کې اوسې د ګاونډي د اجازې پرته د خوښیو په مراسمو کې په لوړ غږ موسیقي مه غږوه.
12- په ښاري موټر یاعامه انتظار خونه کې چې کله مشران ولاړ وي ته په چوکۍ کې مه کېنه.
13- په عامه ځايونو ښاري بس او د انتظار په قطار کې د چا خواته ډېر مه ګوره.
14- د موټر چلولو په وخت کې له تلیفون څخه استفاده مه کوه یو او بل اړخ ته مه ګوره.
15- کله چې ترافيکي اشاره زرغونه شوه هارنډ مه کوه.
16- د نورو موټر چلوونکو عیب مه نیسه.
17- کله چې پلی روان وې تندی تریو مه نیسه.
18- کله چې له ډېر وخت وروسته خپلوان وینې هغوی ته دا مه وایه چې پاک زوړ شوی يې، ختم شوی يې، د چا په ظاهر قضاوت مه کوه.
19- کله چې مېلمه وې ډوډۍ په قراره وخوره، تر ډوډۍ د یو بل له لیدو څخه خوند واخلئ.
20- د باران ورېدو په وخت خپل موټر له پیاده رو څخه په قراره تېر کړئ.

21- له واورې ورېدو ورسته د خپل کور له ونې واوره وڅنډه.
22- کله چې کوم ځای کې په يوار مصرف لوښي کې غذا خورې پاتې ظرفونه په باطله دانۍ کې واچوه.
23- د کثافاتو د اچولو ځای وپېژنه.
24- کله چې په برقي زینه پورته کېږئ ښي طرف ته ودرېږئ، چپ طرف هغه چاته پرېږدئ چې بیړه لري.
25- ښاري بس کې د ښکته کېدو او پورته کېدو پر وخت هغه کسان چې ښکته کیږي، حق د اولیت لري.
26- ټول وخت تفريح مه کوئ، ورزش او مطالعې ته وخت ورکړئ.
27- ستاسې پيسې د دې لپاره نه دي چې په بانک کې يې وساتئ، خرڅ یې کړئ.

‏د پکتیکا په ولایت  کې د پنجاب طیارو بمبار  زموږ د ګران هېواد د خپلواکۍ نقض دي .‏سرپرست حکومت کې د اصیل افغانان غږ پورته...
31/12/2024

‏د پکتیکا په ولایت کې د پنجاب طیارو بمبار زموږ د ګران هېواد د خپلواکۍ نقض دي .
‏سرپرست حکومت کې د اصیل افغانان غږ پورته کړي تر څو یې ولس وویني چې هېواد خپلواک دي.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashtoon Typist/پشتون ټایپیسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category