17/04/2026
#نوي #غزله
نری نری اوري بـــــاران شپه ده
راته یادیږي مې جانان شپه ده
ناست یم عکسونو ته دې ویر کومه
پۀ اوښکو لوند زما ګریوان شپه ده
ځان ته مې پلې هارون باچا سندرې
ستا جدایي ده بل خفګان شپه ده
د زړۀ تنګون او داسې سل خبرې
ته رانه زړه غواړي قربان شپه ده
ځان ته که ډیرې تسلۍ ور کړمه
بې تا مې نه کیږي ګوزران شپه ده
ستا خپلېدو ته مې روژې ونیوې؟
واحد افګار ستا پۀ ارمان شپه ده
Wahid Afgar