11/09/2024
په لوستلو يې نه پښېمانه کېږۍ!؟
د ژوند وروستی پیغام
په نه خبره یو بل ته غوسه شوو، زه لاړم په کټ کې پرېوتم مخ مې دېوال ته کړ، ما ویل چې دا غږ را باندې ونکړي زه به تر هغو هيڅ خبره ورته ونکړم.
لږ وروسته مې پام شو لکه چیشی سامان چې ټولوي، زه نور هم غوسې ونیولم.
غلي مې ور وکتل چې بکسه یې تیاره کړې او حجاب یې اغوستی دی له کوټې ووتله.
لږ وروسته زه هم ورپسې را ووتم له یوه ماشوم مې وپوښتل چې هغه چېرته لاړه؟ ماشوم وویل چې ورور یې موټر ورته راوستی و پلار کره به تللې وي، زه بېرته کوټې ته راغلم ورو ورو پښېمانه کېدلم چې څه اړتیا وه دومره مو کیسه غټه کړه؟ راځه ته حال ورکړه بښنه ترې وغواړه، خو بیا به مې شرم هم محسوس کړ چې هغه خپله اشتباه نه مني نو زه یې دومره ژر څنګه ومنم؟
خیر شپه دې تېره شي سهار به خپله حال راکړي. سهار مانځه مهال مې موبایل ته زنکونه را تلل، چې ويښ شوم ومې کتل د اوښي له شمارې زنګونه را روان دي، فکر مې وکړ چې کېدای شي مېرمن به مې پښېمانه شوې وي.
اوس به دوی درته زارۍ کوي چې دا مشکل ژر حل شي ښه ده. خو خبره داسې نه وه، د اوښي اواز له واخطایی ډک و، ویل یې ته یو ځل ژر راشه موږ کره، زما هم زړه درزا شروع کړه، ما ویل څه کیسه ده؟ وایي ته راشه او ژر راشه، ما تلیفون بند کړ، منډه مې کړه کمیس مې واغوست، د موټر کیلي مې را واخیسته او بېرون په منډه ووتلم، لاره کې رقم رقم سوچونه وهم خو نه پوهیږم څه شوي دي؟
د خسر کور ته ورسېدم موټر مې کوڅه کې ودراوه، زه په بیړه کور ته ننوتم، د ښځینه و د ژړا غږ مې لږ لږ تر غوږ شو، زړه مې وښویېده ما ویل خدایه خیر کړې.
اوښی مې مخې ته راغی سترګې یې سرې وې، ما ورته وویل څه خبره ده؟ ده په ژړغوني غږ راته وویل: بېګا چې راغله سخت سخت یې ژړل او کوټه کې ویده شوه، خو اوس چې موږ ورته راغلو حرکت نه کوي، ډېر غږونه مو پرې وکړل خو غلې پرته ده.
زه ژر ور ننوتم هلته راټولې شوې ښځې یوې خوا ته شوې، سر ته یې کېناستم مخ یې ښي خوا ته ځوړوند و، سر مې یې را واخیست په ورانه مې کېښود، غږونه مې پرې وکړل خو وجود یې بیخي یخ و.
زه داسې شوم لکه لېونی، چیغې مې کړې کور والا هم ټول په چیغو شول، څنګ کې یې موبایل پروت و
ژر مې هغه را واخیست، چې خلاص مې کړ زما نمبر یې را اړولی و زما له نوم سره یې لیکلي و (جانان) او د زړه سټېکر یې ورسره لګولی و، د پیغام په ځای کې یې چې لا لېږل شوی نه و، لیکلي و:
ما وبښه تاته مې تکلیف درکړ خو ستا غم او تکلیف مې ونشو زغملی، زه د تل لپاره درنه رخصت شوم خو ته مې وبښه جانان مې!.
کله مې چې دا ولوست نو مې لویه چیغه له خولې ووته او په ژړا شوم، ناڅاپه چا په مټ ووهلم او د چا غږ مې تر غوږ شو: اې اې دا څه درباندې شوي دي؟ ښه متوجې شوم چې د مېرمنې غږ مې دی، ژر مې سترګې وغړولې، چې ګورم د خپل اطاق کټ کې پروت یم، مېرمنه مې څنګ کې راسره ده او حیرانه راته ګوري، راته وايي څه چیغې وهې خوب کې دې ووېرولم. لږ لږ مې دماغو کار وکړ؛ لکه چې خوب دې لیدلی، نو مې ورټوپ کړ ټینګه مې غېږ ترې تاوه کړه او ښه مې له خوشالۍ وژړل، هغه راته وایي څه کیسه ده؟ ما ویل بیا درته وایم اوس مې لږ پرېږده چې زړه مې ارام شي.