17/07/2023
داوداسه تازه کولو په وخت کي دا دعاوي وایاست】
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ :::::::::::🌺🌻🌺::::::::::
محترم محمد اسلم مسلیم پوښتنه کـړی ده چي ګله یو څوک اودس کوي نو د اوداسه داندامو دویمنځلو په وخت کي کـوم اذگار او دعاء ګاني ووائی: بینوا بالکتاب توجروا بالثواب .
🌺【الجواب والله الموفق للصواب: حامدًا ومصلیًا】👇
محترم محمد اسلم مسليم صاحب ستاسو ددغـه پوښتني پـه جواب کي باید ووایم .
چي داوداسه دتازه کولو پـه وخت کي باید هـر انسان کوشش وکي چي اودس په داسي طریقه باندي تازه کي چي داوداسه دټـولو فرائضو او سنتو او مستحباتـو خیال پکي وساتل سي، او داشان باید انسان کـوشش وکي چي د اوداسه دتـازه کـولو په وخت کي دټولو مکروهاتو څخه خپل ځان وساتي نـو دلته دیو سو خبرو ذکر کول ضروری دي .
اوله خبره】👇
ګله چي یو څوک اودس تازه کوي نو مستحب او بهترین عمل دا دی چي انسان به د اوداسه د تازه کولو پـه وخت کي اذکار دعاوي وائی: ځکه چي اودس کـول یــو ډیر بهترین او دثواب څخه ډک او والله ﷻ، تـه خــوښ عــمل دی ځــکه الله ﷻ، د اوداســه پـه وخت کي دانسان دعا قـبلوي نـو هـر انسان به دا کوشش کـوي چي هغه مـأثوره یعني رانقل سـوي دعـاګاني او اذکار ووائی: چي هغه زمـوږ او سـتاسو دعـلماء کــرامو څخه رانقل سـوي دي او داشان انسان بـه دخپل ځان او دټول امت مسلمه دپاره دالله ﷻ، څخه مغفرت او بخښنه غواړي .
دوهمه خبره】👇
انسان باید د اوداسه د تازه کـولو پـه وخت کي دپالتو مجلس او خـبرو څخه پـه کلکه اجتناب او پرهیز وکي ځکه د اوداسه دتازه کـولو پـه وخت کي بلا ضرورته خبري کول مکروه او بد عمل دی .
دریمه خبره】👇
د اوداسه دتازه کـولو پـه وخت کي چي د انسان کوم اذکار او دعـاء یاد وي بس هغه اذکار او دعـاء دي د خـپل وس مـطابق وائی: خو بیا هم زموږ علماؤ او فقهاؤ بعضي مخصوص اذکار او دعاګاني ذکر کړی دي چي هغه په لاندي ډول باندي دي .
اولًا عـلماء وائی: چي ګله یـو څـوک اودس کـوي دټـولو څخه مخکي به تسمیه یعني بسم الله شریفه دي ووائی .
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
🌺【ددواړو لاسو د پریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُـــمَّ اِنِّيْ اَسْـئَلُكَ الْــيُمْنَ وَالْــبَرَكَتَ وَاَعُـوْذُبِكَ مِـــنَ الْــشُمِّيْ وَالْهَلَاكَتِ .
🌺【دمسواك دوهلو په وخت کي دعاء】👇
اَللَّهُـــمَّ طَهِرْ فَمِيْ وَنَوِرْ قَلْبِيْ وَحَرِمْ جَسَدِ عَلَی النَّارِ .
🌺【دخولي دوینځلو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ أَعِنِّيْ عَلَي تِلَاوَةِ الْقُرْأنِ وَذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ .
🌺【دپزي دپریولو په وخت کي دعاء】👇
اَللَّهُمَّ أرْحِنِيْ رَائِحَةُ الْجَنّّةِ وَلَا تُرِحْنِيْ رَائِحَةَ النَّارِ .
🌺【دمخ دپریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ بَيِضْ وَجْهِيْ يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوْهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوْهٌ .
🌺【د راسته لاس د پریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ اَعْطِنِيْ كِتَابِيْ بِيَمِيْنِيْ وَحَاسِبْنِيْ حِسَابًا يَّسِيْرًا .
🌺【دچپه لاس د پریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُـــــــمَّ لَا تُعْطِنِيْ كِــتَابِيْ بِشِمَالِيْ وَلَا مِـــنْ وَّرَاءِ ظَــهْرِىْ وَلَا تُحَاسِبْنِيْ حِسَابًا عَسِیْرًا .
🌺【دسر دمسحي دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ أَظِلْنِيْ تَحْتَ ظِلِ عَرْشِكَ يَوْمَ لَاظِلَ اِلَّا ظِلِ عَرْشِكَ .
🌺【دغوږو دمسحي دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ أجْعَلَنِيْ مِنَ الَّذِيْنَ يَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُوْنَ أَحْسَنَهُ .
🌺【دغاړي دمسحي دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ اَعْتِقْ رَقَبَتِيْ مِنَ النَّارِ .
🌺【دراسته پښي د پریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ ثَبِّتْ قَدَمَىَّ عَلَى الصَّرِاطِ يَوْمَ تَزِلُ الْاَقْدَامِ .
🌺【د چپه پښي د پریولو دپاره دعاء】👇
اَللَّهُمَّ اجْعَلْ ذَنْبِيْ مَـغْفُوْرًا وَّسَعْيِ مَـشْكُوْرًا وَّتِجَارَتِيْ لَنْ تَبُوْرًا .
🌺【داوداسه دپوره کيدو څخه بعد دعاء】👇
أَشْـــهَدُ أَن لَّا اِلَهَ اِلَّا اللَّهَ وَحْدَهُ لَا شَـرِیْكَ لَهُ وَأَشْــهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ .
🌺【او په آخره کي درود شریف ووایاست】👇
اَللَّهُــــمَّ صَــلِّ عَـلَى مُحَمَّدٍ، وَّعَـلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَــمَا صَلَّيْتَ عَـلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيْدٌ مَجِيْدٌ .
اللَّهُــــمَّ بَارِكْ عَـلَى مُحَمَّدٍ، وَّعَـلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَـــمَا بَارَكْتَ عَــلَى إِبْرَاهِيْمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيْدٌ مَجِيْدٌ .
الفتاوی العالمکیریة المعروفة بالفتاوی الهندیة: جـــ: ۱: صــ: ۹: کـتاب الــطهارة: الـباب الأول في الوضــوء: الفصل الثالث في المستحبات: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته، باکستان .
💐【دوهمه طریقه】👇
او داشان بعضي علماء کرام فرمائی: چي د اوداسه دهر اندام د پریولو پـه وخت کي دي صرف کلمه دشـهادت وویل سي نو هم کفایت کوي:👇
أَشْـــهَدُ أَن لَّا اِلَهَ اِلَّا اللَّهَ وَحْدَهُ لَا شَـرِیْكَ لَهُ وَأَشْــهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ .
🌺【داوداسه څخه بعد دعاء】👇
سُــبَّحَانَكَ اللَّهُــمَّ وَبِحَـمْدِكَ أَشْـــهَدُ أَن لَّا اِلَهَ اِلَّا أَنْتَ أَسْــتَغْفِرُكَ وَأتُوْبُ اِلَيْكَ وَأَشْــهَدُ أَن لَّا اِلَهَ اِلَّا اللَّهَ وَأَشْــهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ .
🌺【او یا دي دغه دعاء ووائی】👇
اَللَّهُمَّ اجْعَلَنِيْ مِنَ التَّوَابِيْنَ وَاجْعَلَنِيْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ .
الفتاوی العالمکیریة المعروفة بالفتاوی الهندیة: جـــ: ۱: صــ: ۸: کـتاب الــطهارة: الـباب الأول في الوضــوء: الفصل الثالث في المستحبات: مطبع: مکتبه رشیدیه: کوئته، باکستان .
💐【فـــائـده】👇
مـعـززو ملگـرو او عامو مسلمانانو وروڼو دغه دعاګاني خامخا یادي کی دا ډیــري ښي او مــفیدي دعـاوي دي او مـا پـه ډیـر تکلیف سره راجمع کړي دي .
او داشان دعاوي یواځي داودسه ســره تعلق نـه لري بلکي هر وخت انسان دا دعاء ګاني ویلی سي .
✍🏻: محــرر المسئلة: محبکـــم العــبد الفقــیر الی عـفو مـولاه عبدالولی الوقـار الأفغاني: .
【اَللَّهُمَّ إِنِّا نَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا】
【وَرِزْقًا طَيِّبًا، وَعَمَلًا مُتَقَبِّلًا】