Raihan Afghan

Raihan Afghan اسلامي او د نړۍ جالب معلومات دلته تعقیب کړئ

‏افغانستان په لومړي ځلله خپل یوه کان څخه تازه استخراج شوی 20 کیلوګرامه سره زر (طلا) ازبکستان ته صادر کړل، ویل کیږي دا سر...
24/01/2026

‏افغانستان په لومړي ځل
له خپل یوه کان څخه تازه استخراج شوی 20 کیلوګرامه سره زر (طلا) ازبکستان ته صادر کړل، ویل کیږي دا سره زر د ازبکستان سرخان ته لیږل شوي دي تر څو هلته یې د معیاري پروسس چارې پر مخ یوړل شي ، د ترمذ د سروزرو پروسس مرکز کار پرې پیل کړی هم دی.

کپتان صاحب حمید ځاځی په خپل فیسبوک پاڼه لیکلی چی نن د کابل څخه دهلی ته د آریانا افغان هوایی شرکت په پرواز کی د کرکټ ملی ...
19/01/2026

کپتان صاحب حمید ځاځی په خپل فیسبوک پاڼه لیکلی چی نن د کابل څخه دهلی ته د آریانا افغان هوایی شرکت په پرواز کی د کرکټ ملی ټیم پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ چی د یو څه مودی راهسی له مرض څخه ځوریږی د تداوی په موخه رسیدلی .
د لوی الله څخه به لاسونه لپه کړو چی الله دی زمونږ او ستاسو له ټولو مریضانو سره په خیر صحتیاب کړی او پخیر سره خپل کور او ماشومانو ته راوګرځی.

دا د سعودي عربستان په ساحلي ښار جده کې د نړۍ د تر ټولو اسمان څکې ودانۍ نقشه ده چې 1000 ميتره جګوالی لري او دا شاوخوا نور...
18/01/2026

دا د سعودي عربستان په ساحلي ښار جده کې د نړۍ د تر ټولو اسمان څکې ودانۍ نقشه ده چې 1000 ميتره جګوالی لري او دا شاوخوا نوري ودانۍ به يي په دې شکل وي لکه دا څرنګه چې يي په انځور کې ګورئ ، تقريبا نقشه يي داسې بريښي لکه برج خليفه ،دوي اوس له دوبۍ سره دا خلګ په خار دي اوس ،

د ګاونډي يوه هېره شوې مېړانه۲۸ کاله وړاندې د ۱۹۹۸ کال د جنوري په مياشت کي افغان اريانا الوتکې له کندهاره هرات ته الوتنه ...
18/01/2026

د ګاونډي يوه هېره شوې مېړانه
۲۸ کاله وړاندې د ۱۹۹۸ کال د جنوري په مياشت کي افغان اريانا الوتکې له کندهاره هرات ته الوتنه وکړه هرات ته له رسیدو سره هوا توپاني وه پيلوټ ته د الوتکې د کښینولو اجازه ور نکړل شوه، پيلوټ بېرته د کندهار پر لور مخه کړه خو هلته هم هوا توپاني وه، د تېلو د کمښت او د خرابې هوا له امله پيلوټ ته وويل شول چي د پاکستان کوټې هوايي ډګر ته دې مخه کړي او الوتکه دي هلته کښينوي.
کله چي الوتکه کويټې هوايي ډګر ته رسيږي نو د د کښيناستا اجازه نه ورکول کيږي او د هوايي ډګر د الوتکې د ځغاستليکې ګروپونه ورته بندوي.
پيلوټ بېرته په مات زړه او ناهيلي د کندهار پر لور مخه کوي چي د توبې اڅکزي په سېمه کي يي تېل خلاصيږي او رالويږي، پکي سپاره ۸۰ تنه هيوادوال د پيلوټانو په شمول شه ئدانيږي.

یادونه: د اريانا افغان الوتکې ټوټې اوس هم همالته پاتې دي

د یوه بېوزله بزګر ښځې به په کور کې کوچ جوړول.په ګردو ټوټو کې به یې برابرول او هره ټوټه به یې داسې جوړوله چې وزن یې باید ...
17/01/2026

د یوه بېوزله بزګر ښځې به په کور کې کوچ جوړول.
په ګردو ټوټو کې به یې برابرول او هره ټوټه به یې داسې جوړوله چې وزن یې باید دقیقاً یو کیلوګرام وي.

مېړه به یې دا کوچ ښار ته وړل او په یو دوکاندار به یې پلورل،
او په ترلاسه شوو پیسو به یې د کور ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې.

یوه ورځ، د دوکان څښتن شکمن شو.
هغه پرېکړه وکړه چې پخپله د کوچو ټوټې وزن کړي.

کله یې چې وزن کړې، هره ټوټه شاوخوا ۹۰۰ ګرامه وه؛
یانې له بشپړ وزن څخه نږدې ۱۰۰ ګرامه کمه.

هغه ډېر په غوسه شو او د بزګر د راتلو انتظار یې کوو.

بله ورځ، کله چې بزګر له نویو کوچو سره راغی،
د دوکان څښتن ورسره مخ شو او ورته یې ویل:
«زه نور له تا کوچ نه اخلم!
ته ما دوکه کوې؛ دا د بشپړ وزن په نوم پلورې،
حال دا چې وزن یې ښکاره کم دی.»

بېوزله بزګر لږ شېبه حیران ولاړ و،
بيا یې په ارام او صادق غږ وویل:
«بښنه غواړم، ښاغلیه!
موږ په کور کې ترازو نه لرو.
نو هره ورځ کوچ د هماغه یو کیلو بورې په وسیله وزن کوو چې له تا یې اخلو.
هر وزن چې ته راته راکوې، هماغه وزن بېرته درته سپارم.»

درس:
دا په یاد ولرئ، په ژوند کې چې د هر چا سره کوم ډول ښه یا بده چلند کوې یا کومه پیمانه چې د نورو لپاره کاروې، هماغه به یوه ورځ ستا لپاره هم وکارول شي.

چي دوئ یې جوړولاي شي موږ یې نشوهٔ جوړولاي درونیسئ یارانو.!😉😤
17/01/2026

چي دوئ یې جوړولاي شي موږ یې نشوهٔ جوړولاي
درونیسئ یارانو.!😉😤

16/01/2026

کعبه شریفه په داخل کې
ماشاء الله

د الجریا ټول فوټبال ټیم د افریقا د ملتونو جام څخه مخکې د عُمرې آداء کولو لپارهسعودي ته ولاړل او ټول ټیم عُمره آداء کړله....
16/01/2026

د الجریا ټول فوټبال ټیم د افریقا د ملتونو جام څخه مخکې د عُمرې آداء کولو لپاره
سعودي ته ولاړل او ټول ټیم عُمره آداء کړله.❤️

په وطن کې میشت ډیری هیوادوال ټولنیزې رسنۍ په ځانګړې توګه فیسبوک کاروي؛ خو فکر کوم ډیر لیږ ورڅخه ګټه ترلاسه کوي، که داسې ...
16/01/2026

په وطن کې میشت ډیری هیوادوال ټولنیزې رسنۍ په ځانګړې توګه فیسبوک کاروي؛ خو فکر کوم ډیر لیږ ورڅخه ګټه ترلاسه کوي، که داسې یو حرکت په لاره واچول شي چې له میټا ګډونډ (شرکت) څخه غوښتنه وشي ترڅو دا برخه فعاله کړي، څنګه به وي؟ یو څو کسان به یوه ګوله ډوډۍ پکې پیدا کړي، وخت او نیټ حو هسې هم پکې لګوي.
که څه هم د هیواد کیسو ته په کتو دا چاره به لیږ ستونزمنه وي؛ خو ناشونې نده.

16/01/2026

د جنرال موبین زړه دردونکي خبرې له زنداn. څخه

Adresse

Berlin

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Raihan Afghan erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen