مشال خان

مشال خان Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مشال خان, Grocers, sharana city, Islamabad.

04/01/2026
دامریکا، پوځي مداخلې او د تروریزم» بحثد امريکا نظام تروريستي او ټول تير ولسمشران يې د نړۍ په کچه لوی تروريستان تير شوي ب...
04/01/2026

دامریکا، پوځي مداخلې او د تروریزم» بحث
د امريکا نظام تروريستي او ټول تير ولسمشران يې د نړۍ په کچه لوی تروريستان تير شوي
بلخصوص ټرامپ.

تاریخي، سیاسي او انساني ارزونه
۱. د تروریزم» د تعریف اختلاف
تروریزم په نړیوالو قوانینو کې عموماً داسې تعریفېږي:
«د ملکي وګړو پر وړاندې د وېرې رامنځته کولو لپاره منظم تاوتریخوالی
امریکا ځان د دولت په توګه د تروریزم ضد ځواک بولي، خو ډېر ملتونه، څېړونکي او مدني فعالان استدلال کوي چې د امریکا ځینې پوځي مداخلې، بمبارۍ او بندیزونه د عملي پایلو له مخې د دولتي تروریزم بڼه لري، ځکه:
ملکي وګړي پکې وژل شوي
هېوادونه ویجاړ شوي
سیاسي نظامونه په زور بدل شوي
۲. د امریکا له پیل څخه تر نن پورې مهمې پوځي مداخلې
او عام وژنې
الف) ۱۹مې پېړۍ
مکسیکو (1846–1848)
د امریکا–مکسیکو جګړه
امریکا د مکسیکو شاوخوا ۵۰٪ خاوره ونیوله
لسګونه زره کسان ووژل شول
اصلي امریکایان (Native Americans)
د امریکا دننه پراخې پوځي پاککارۍ
سلګونه زره اصلي اوسېدونکي ووژل شول یا وشړل شول
ب) ۲۰مه پېړۍ
فلیپین (1899–1902)
د امریکا استعمار ضد جګړه
اټکل: 200,000 – 1,000,000 ملکي وګړي مړه، يا ووژل شول
جاپان (1945)
هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه
شاوخوا 200,000 انسانان ووژل شول
کوریا (1950–1953)
امریکا د جنوبي کوریا ملاتړ وکړ
شاوخوا 3 میلیونه کسان مړه (اکثریت ملکي وګړي)
وېتنام (1955–1975)
د سړې جګړې تر ټولو خونړۍ جګړه
2 تر 3 میلیونه وېتنامیان ووژل شول
کیمیاوي وسلې (Agent Orange)
لاتیني امریکا
چیلي، نیکاراګوا، السلوادور، ګواتیمالا
د کودتاوو ملاتړ
سلګونه زره کسان وژل شوي یا ورک شوي
ج) ۲۱مه پېړۍ
افغانستان (2001–2021)
د 9/11 وروسته برید
شاوخوا 570,000 – 840,000 کسان وژل شوي
هېواد ویجاړ، میلیونه کډوال
عراق (2003)
د «وسلو د موجودیت» ادعا (وروسته دروغ ثابته شوه)
له 500,000 څخه تر 1 میلیونه زیات کسان وژل شوي
لیبیا (2011)
د ناټو بمبار
د دولت سقوط، کورنۍ جګړې، غلام بازارونه
سوریه
مستقیم او غیرمستقیم پوځي حضور
زرګونه ملکي تلفات
۳. د امریکا پوځي مداخلو پایلې
د دولتونو سقوط
کورنۍ جګړې
ترهګرې ډلې (لکه داعش)
اقتصادي ویجاړۍ
میلیونونه کډوال
همدا لامل دی چې ډېری خلک امریکا د جګړې صادرونکی هېواد بولي.
۴. د وینزویلا موضوع – مهم وضاحت
«امریکا نن د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن ونیول او امریکا ته یې یووړل»
دا به د نړېوال سياست لپاره تاریخي او رسمي شرم وي
نیکولاس مادورو او د هغه ميرمن له وینزویلا څخه ايستل شوي
د بل په خاوره او ناموس تيری دا وياړ په بلکه يو لوی تاريخي شرم او ذلت ، او رزالت ده

✔️ اصل حقیقت څه دی؟
امریکا پر وینزویلا:
سخت اقتصادي بندیزونه ولګول
د مخالف مشر (خوان ګوایدو) ملاتړ یې وکړ
د کودتا هڅې وشوې (۲۰۱۹)
د تیلو کنټرول غوښتنه
امریکا څه غوښتل؟
د مادورو حکومت نسکورول
د امریکا پلوه حکومت
د وینزویلا د تیلو بازار کنټرول

وینزویلا څه غوښتل؟
سیاسي خپلواکي
د بندیزونو ختمېدل
د بهرني لاسوهنې پای
ایا دا د يو هېواد پر ملي حاکمیت تېری دی؟
ډېری نړیوال حقوقپوهان وايي:
اقتصادي بندیزونه چې خلک لوږې ته رسوي، د جمعي سزا بڼه لري
د حکومت بدلولو هڅه د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی
۵. پایله – ولې دا بحث مهم دی؟
امریکا ځان د نړیوال نظم ساتونکی بولي
خو په عمل کې یې میلیونونه انسانان قرباني کړي
نړیوال قانون اکثراً یوازې پر کمزورو تطبیقېږي
دا ځکه ډېری ملتونه باور لري چې:
زور، پیسې او وسلې د عدالت پر ځای کارول شوي
مرګ په امريکا
درسره خپره /شير کړئ

[امير المؤمنين عمربن الخطاب]  دمصر والي (عمربن العاص) وليکل-چي اوريدلي مي دي چي ته دولايت او فيصلې کولو په مجلس کي تکيه ...
22/12/2025

[امير المؤمنين عمربن الخطاب]
دمصر والي (عمربن العاص) وليکل-
چي اوريدلي مي دي چي ته دولايت او فيصلې کولو په مجلس کي تکيه وهونکی کشينې
نو ائ دعاص زويه👉
په پوره تواضع اوعاجزۍ کشينه
کنه له ولايت نه به دي ګوښه کړم
اوبل داقيمتې لباس اغوستل پريږدۀ
اودالله ج درضا په خاطر☝️
دويري اوپښيمانتيا جامه په تن کړۀ
که انسان ته په قيمتې جامو فضيلت حاصليدلای نو په حرم کي به يئ په تن کړي وي خو نه❌
ديته دعمر رضی الله عنه عدالت وايئ

21/12/2025

لیکنه کاپي ده خو حتمي ولولئ.

بـ.چه بازان وپیژنئ او خپل کشران مو وڅاری.
بـ.چه بازان ظاهرًا ډیر اخلاقي وي نرم طبیعت پستې خبرې او دومره ښه چلند کوي له خولې يې شات څڅېږي زما غوندې نیغه تیکه خبره نه کوي
خو باطن کې دنفس خواهشاتو پيروي کوي
بـ.چه بازان ښایسته هلک ته ورور وايي
ډیر سخیان وي دجیب خوله يې هروخت خلاصه وي البته دهلکانو دپاره
دهر ښایسته هلک سټوري ته پنځه زړونه ورکوي او اخر کې مسنجر ته هم زړه ور شړي ډیر یې له دې لارې هم شناخت جوړوي فسبوک کې دښایسته هلک سټوري او پوسټ پسې لکه وږي لیوان ګرځي
بـ.چه بازان هر هلک ته ځان دهغه دپلار يا ورور پخوانئ ملګری معرفي کوي ځان دده دکورنۍ خواخوږۍ ښيي ددروغو داستانونه یې بیانوي ترڅو دباور پرده جوړه کړي
په زړه کې ډارن وي خو دښایسته هلکانو مخکې دخپلې
بهادرۍ اوغیرت کیسې کوي دهلک ټولې خرچې او ستونزو ته ټټر ډبوي
اکثریت هغه هلکان په نښه کوي چې کورنۍ یا قبيله يې نرم خلک وي او دخطر دمخنيوي وس نلري
بـ.چه بازان مړي هدیرې ته ډیر نه ځي خو په واده او عامه خوښیو ځایو کې ډیر فعال وي
لوچګي لوفري پکې شرط نه ده نیکان خلک هم دنفس بندیان او په دې ناوړه مرض اخته کیدلی شي البته متقي خلکو ته یې ګناه او پايلو پته وي په نفس خواهشاتو پښه ږدي او له دې ګناه ځان ساتي او فاسق بې لارې خلکو ته ګناه باک نلري
بـ.چه بازان څو ډوله وي ځینې یې چې ښايسته هلک ووینې ډاریک څنګ ته ورکیني ناکه ناکه پوښتنې ترې کوي جمه ورجوړوي ځان پورې مښي دا نسبتًا دومره خطرناک نه وي ځکه پلان نلري ټولنه کې ژر رسوا کیږي هلکان ځان ترې ساتلی شي
ځينې يې مستقیم هلک نه ټارګیټ کوي اول يې ورور پلار يابل دکورنۍ غړی ملګري کوي له هغه لارې په قوي پلان سره هلک ته ځان رسوي دا ډول يې ډير خطرناک دي
او دځينو کاروبار بـ.چه بازي نه وي هسې غیر اختیاري یې هلک سره مينه پيداشي دخپل معشوق نه بغیر په بل ښایستوکي کار نلري دا سرطاني څپه هم خطر لري خو دپراخ فساد کولو امکان یې کم وي
او دځينو بیا خاص هدف نه وي هر ښکلي مخ واله یې هدف وي چې چرته پۍ مخي ویني ځان ورپورې مښي مشخص یوه سره یې کار نه وي مطلق چې هلک وي له پلوه يې ټارګیټ کوي دا ډله لکه مارانو کې چمچمار دومره خطرناک دي بې غیرته فاحش دټولنې ترټولو ټیټ پست او لوچک خلک دي
نیم یې مازې په کتلو ګرځولو او خبرو خپل شهوت سړوي له دې مخکې نه ځي دا هم نسبتًاډیر مضر ندي
خو داسې هم شته چې هلکان دخپلو خوږو خبرو په جال کې راګيروي په چل فریب سره یې بلیک میل کوي له دې لارې هروخت خپله جنسي تنده خړوبوي دهلک حیثیت او شخصیت وژني عزت ځواني راتلونکی هر څه یې خرابوي هغه هلکان بیا ځینې ناروغان او ځینې داسې هم وي چې دټولنې پیغور له وجې ځان وژنې ته مجبور شي
دا بیا ترټولو بد وحشيان دټولنې مضر حشره بې رحمه خلک دي
خپلو ځونانو ته دومره مينه ورکړی چې دبـ.چه باز مينې او همدردي ته یې اړتیا پيدانه شي
کم ازکم دومره پيسې امکانات بايد ورسره وي چې مجبوریت یې دبـ.چه باز جیب ته ونه دروي
دخپلو ځوانانو ناسته ولاړه ملګري ټول تر څار لاندې ونیسی
بـ.چه بازي کوم ساري مرض نده خو که یوه ټولنه کې پرې غفلت وشي دبې غوري له امله ژر خپریږي نسل قوم او سیمې پورې هم تعلق نلري
په یوه قوم ولایت یې مه ورتپۍ
بلکې هرځای کې دنفس دکمزورۍ جهالت او بې دیني له وجې راټوکیدلی شي
بد بختانه اوس دې خطرناک مرض زمونږ ستاسې هیواد هر ولایت قوم ته ثرایت کړئ البته ځينو کې بـ.چه بازي ته دعادي عادت په نظر کتل کیږي
او ځينو قومو ولايتو کې دې پدیدې ته دعیب پیغور شرم او ګناه په سترګه کتل کیږي
په ګناه خو يې مونږ ستاسې ټول خبر یو دلوط ع دقوم عمل ده چې الله په دې دونیا هلاك کړل.
ښکلي هلک ته په شهوت سره کتل لاس وروړل مچول او لږ نور مخته تلل دا ټول لواطـت کې راځي
بـ.چه بازي په ټولو اسلامي او انساني معیارونو حرام شرمناک او تباه کونکې فتنه ده.

Address

Sharana City
Islamabad

Telephone

+93790672829

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مشال خان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category