03/05/2026
کلونه پخوا زموږ نيکونه د داسې پېښو له امله چې هغوی يې دې ته مجبور کړل خپل وطن پرېږدي او مهاجرت وکړي، پاکستان ته مهاجر شول. نن چې زموږ نيکونه په همدې مهاجرت کې وفات شول او خاورو ته وسپارل شول، موږ بچيان او لمسيان د هغوی پر لار روان يو.
د پاکستان ولس زموږ ډېر خدمت وکړ، او موږ ترې ډېر منندوی يو. خو د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې موږ پوه شو چې نور بايد دا وطن پرېږدو. هماغه د نيکونو په شان مو نن دا وطن پرېښود او خپل اصلي وطن افغانستان ته مو کډه وکړه.
موږ په دې دومره کلونو تېرېدو هېڅ پښېمانه نه يو. موږ خوښ يو چې د مهاجرت په ژوند کې مو ډېر څه زده کړل—مينه، محبت، نرمي او ښه چلند. دا ځانګړنې به په هر هغه انسان کې وي چې له پاکستانه افغانستان ته تللی يا ځي.
په پای کې يو ځل بيا د پاکستان له ولس څخه مننه کوو، چې موږ ته يې ډېره مينه راکړه. الله تعالی دې هغوی خوشحاله لري. او الله دې وکړي چې نور موږ د مهاجرت ژوند ته مجبور نه شو، او پاتې ژوند مو په خپل وطن کې د خدمت په کولو تېر شي.