04/01/2026
دا پېښه په کلي کې لومړۍ نه ده، دا دریم ځل دی چې دا ډول ناوړه عمل ترسره کېږي. تېر کال هم يو جیپ او دوه دوکانونه وسوځول شول، خو تر اوسه هېڅوک نه دي نیول شوي.
بيګا شپه د پاګوړي منګړي په سیمه کې يو غریب کس جيپ وسوځول شو، چې له همدغه ګاډي څخه يې د ټکسي له لارې خپلو بچو ته ډوډۍ ګټله.
دا ډول عمل نه انسانيت، نه اسلام او نه هم پښتونولي مني. دا نه د پنجاب خلک دي، نه اسرایلي، دا زموږ خپل خلک دي، زموږ خپل ورونه، خو دا ډول ظلم هېڅ جواز نه لري.
موږ له شانګله پولیسو کلکه غوښتنه کوو چې جدي اقدام وکړي. همداراز، ولس ته پکار ده چې له پولیسو سره مرسته وکړي، او مجرم ته د قانون له مخې سزا ورکړل شي.
په دې ډول به موږ وکولای شو چې خپله سیمه له ناامنۍ وژغورو او قانون ته درناوی وساتو.
*درخواست*
محترم صاحب،
شانګله ضلع
*
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
په ډېره درناوي سره دا عرض وړاندې کوو چې په پاګوړي منګړي سیمه کې بيګا شپه يو بېچاره مزدور کس جيپ نامعلومو کسانو وسوځاوه، کوم چې د خپلې کورنۍ د روزۍ ګټلو لپاره يې د ټکسي په توګه کاراوه.
دغه پېښه یوازینی نه ده، بلکې دا دریم ځل دی چې په همدې ډول وسایط او دوکانونه وسوځول شول، خو تر اوسه نه مجرم ونیول شو او نه هم څوک مسؤل وګرځول شو.
دا ډول ناوړه پېښې نه یوازې چې د قانون خلاف دي، بلکې انساني، اسلامي او پښتني اصول هم تر پښو لاندې کوي. دا د ټولې سیمې د امن لپاره خطر دی.
*له تاسو نه مو دا کلکه غوښتنه ده چې:*
1. د دې پېښې بشپړه پلټنه وشي
2. مجرمین ژر تر ژره ونیول شي
3. د قرباني سره د ریاست په کچه مالي مرسته وشي
4. د داسې پېښو د مخنیوي لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیول شي
موږ، د علاقې اوسېدونکي، له تاسو سره پوره مرسته ته تیار یو او هیله لرو چې قانون ته به پوره عملي بڼه ورکړئ.
---