Haji Rehmatullah Ghalljai Totakhil

Haji Rehmatullah Ghalljai Totakhil څی اسلام په کی اول مضمون وانخلم
په یوه. نښود به. یو پښتون. وانخلم
حب لوطن من لایمان افغانستان می په ځیګر ولیکه

د تراب د مرګ وصیت: د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ  د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه د خټکو...
15/07/2025

د تراب د مرګ وصیت:

د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ
د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه

د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه
د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه

په قرار قرار می یوسه صوابی ته
د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه

جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده
د مومندو باجوړو پوښتنه وکه

په مزه مزه می کوز که اشنغر ته
په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه

څه خلیل او داودزي په ما خبر که
د ادم او د درخو پوښتنه وکه

پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي
د هنګو دواوو پوښتنه وکه

خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه
د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه

چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي
د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه

چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې
د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه

بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته
د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه

هلته زما د ادبي سنګر یاران دي
په سده کې د هغو پوښتنه وکه

خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته
د توتکې د چینارو پوښتنه وکه

د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که
د مننګو د خاخو پوښتنه وکه

د تیرا په تورو غرونو به راواوړې
د خیبر د افریدو پوښتنه وکه

د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې
د همزه د تاترو پوښتنه وکه

د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه
په شلمان کې د تاپو پوښتنه وکه

هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي
په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه

نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده
ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه

د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي
اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه

د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه
د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه

په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې
مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه

سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي
چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه

د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده
بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه

د تور غر او د سور رود په لویه لاره
د ناري ناري برجو پوښتنه وکه

د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده
د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه

وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که
د سرګړي د وښو پوښتنه وکه

تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې
د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه

تواقف می جنازې لپاره واخله
دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه

په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم
په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه.

15/07/2025
12/07/2025

DR ZAKIR NAIK AND SHAIKH FARIQ NAIK INDONESIA TOUR 2025

12TH JULY
INDONESIA TIME 6:10 PM

IF THE LABEL SHOWS YOUR INTENT, WEAR IT!
BY SHAIKH FARIQ NAIK

ISLAAM'S VIEW ON TERRORISM AND JIHAAD
BY DR ZAKIR NAIK

13TH JULY
INDONESIA TIME 6:10 PM

MEDIA AND ISLAAM WAR OR PEACE?
BY SHAIKH FARIQ NAIK

UNIVERSAL BROTHERHOOD
BY DR ZAKIR NAIK

FOLLOWED BY OPEN Q&A SESSION

ENTRY WILL OPEN AT 3 PM
AT TRITAN GROUND, BANDUNG, INDONESIA

ADMISSION FREE
SEPARATE SEATING FOR LADIES
PEOPLE OF ALL FAITHS ARE WELCOME

Address

Ext 15 Alnssim
Riyadh

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haji Rehmatullah Ghalljai Totakhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category