22/01/2026
د کانکریټو د درزونو ډولونه (تفصیلي تشریح او حل لارې چارې)
1️⃣ Plastic Shrinkage Cracks – د پلاستیکي انقباض درزونه
تشریح
دغه درزونه هغه وخت پیدا کېږي چې نوی توی شوی کانکریټ په لومړیو ساعتونو کې د سطحې نه ډېر ژر وچ شي. کله چې سطحه اوبه له لاسه ورکړي، کانکریټ راکښلو ته ځي او نری، تصادفي (Random) درزونه پیدا کوي.
دا درزونه عموماً کم ژور وي او د سطحې په سر خپاره وي.
اصلي علتونه
ګرم باد، لوړ حرارت
د لمر مستقیم رڼا
ټیټه رطوبت
د سطحې د لعل کولو ځنډ
د مخنیوي لارې
کانکریټ په سیوري کې جوړول یا د لمر شدت کمول
د باد مخنیوی (Windbreaks)
سمدستي curing پیلول (لکه خړوبول، curing compounds)
د سطحې لعل کول په وخت سره
2️⃣ Plastic Settlement Cracks – د پلاستیکي ناستې درزونه
تشریح
کانکریټ د تویېدو وروسته لږ څه ناستو ته ځي. که په کې د فولادو سیخونه، پایپونه یا بل خنډ وي، کانکریټ یې پر سر ناستېږي او په هماغه کرښه د سطحې نه تر فولادو پورې عمودي درزونه پیدا کېږي.
علتونه
د کانکریټ ناسم ویبرېشن
ډېر خشن یا ډېر لنده کانکریټ
د فولادو پر سر کمه پوښښ طبقه (Concrete Cover)
د مخنیوي لارې
مناسب ویبرېشن
د فولادو لپاره کافي cover ساتل
د ډېرې اوبو کارول کمول (Low slump concrete)
3️⃣ Drying Shrinkage Cracks – د وچېدنې انقباض درزونه
تشریح
کله چې کانکریټ د اوږدې مودې په جریان کې رطوبت له لاسه ورکړي، راکښلو ته ځي او د سطحې په سر د نقشې په شکل (Map Cracks) درزونه پیدا کېږي.
علتونه
د curing نه ترسره کېدل
د کانکریټ د اوبو لوړ مقدار
د سطحې ډېر ژر وچېدل
د مخنیوي لارې
کانکریټ منظم 7–14 ورځې خړوب ساتل
د اوبو په مقدار کې پام کول
Contraction joints ټاکل او پرې کول
4️⃣ Thermal Cracks – حرارتي درزونه
تشریح
په لویو یا غټو کانکریټو (Mass Concrete) کې د تودوخې زیاتوالي او کمښت له امله کانکریټ پراخېږي او راکښل کېږي. که کانکریټ یې په وړاندې بند وي، درزونه پیدا کوي.
علتونه
د تودوخې ناڅاپي بدلون
لویې بلاکونه (Foundations, Dams, Rafts)
Internal heat of hydration
د مخنیوي لارې
د کانکریټ تودوخه کنټرولول
د شپو پر مهال لګول
د کنټرول درزونو پرېکول
د کولر چیلډ واټر استعمال
5️⃣ Structural Cracks – ساختماني درزونه
تشریح
دا خطرناک درزونه دي چې د کانکریټ د بار وړلو وړتیا (Structural Integrity) ته زیان رسوي. درزونه ژور، پراخ او منظم وي.
علتونه
کمزوری ډیزاین
د بار زیاتوالی
کمزوری فولاد
غلطه توزیع
حل لارې
د انجینر تخنیکي ارزونه
د اپوکسي انجکشن (Epoxy Injection)
د اضافي فولادو کارول
د بار کمول یا انتقال
6️⃣ Overloading Cracks – د بار زیاتوالي درزونه
تشریح
دا هغه درزونه دي چې د کانکریټ یا ساختماني عنصر د اصلي ډیزاین له بار څخه زیات بار پرې واچول شي. اکثره یې عمودي یا مایل (Diagonal) وي.
حل لارې
د اضافي ملاتړ ورکول (Shoring)
د فولادي پلیټونو اضافه کول
Structural strengthening
7️⃣ Settlement Cracks – د ناستې درزونه
تشریح
کله چې د بنسټ لاندې خاوره ناسته وکړي، د کانکریټ او دیوالونو په اوږدو کې درزونه پیدا کېږي. اکثره یې د ستنو (Columns)، پادوانو (Footings)، او دیوالونو ترڅنګ وي.
علتونه
کمزوری subgrade
نامناسب compaction
نرمې خاورې
حل لارې
د خاورې درست compaction
د Foundation strengthening
Underpinning تخنیکونه
8️⃣ Corrosion Cracks – د فولادو د زنګ له امله درزونه
تشریح
کله چې د فولادو سیخونه زنګ وهي، قطر یې زیاتېږي او کانکریټ ټکوي چې پايله یې د سیخ اوږدوالي سره اوږده درزونه وي.
علتونه
کلورایډ شتون
د کانکریټ کمه پوښښ طبقه
د اوبو نشتوالي یا لوند چاپیریال
حل لارې
زنګ وهلي سیخونه پاکول یا بدلول
Epoxy-coated rebar کارول
د کانکریټ د پوښ لوړول
9️⃣ Expansion Cracks – د پراخېدو درزونه
تشریح
دا درزونه د کیمیاوي تعاملاتو له امله پیدا کېږي، لکه د Alkali-Silica Reaction (ASR). کانکریټ جیل جوړوي او پراخېږي چې پایله یې Map-Cracking وي.
علتونه
ناسم Aggregates
لوړ Alkalinity
دوامداره رطوبت
حل لارې
د ASR نه پاک Aggregates کارول
د کم alkali سیمنټ کارول
د رطوبت کمول
🔟 Construction Joint Cracks – د ساختماني ګډو درزونه
تشریح
دا هغه درزونه دي چې په ګډو (Joints) کې پیدا کېږي، کله چې کانکریټ په دوو پړاوونو کې غلط یا په کمزوري حالت سره یو ځای کړل شي. درزونه عموماً مستقیم (Straight Line) وي.
حل لارې
د ګډو سمه پاکول او roughen کول
bonding agents استعمالول
د ګډو په وخت کې مناسب ویبرېشن
د joint sealant کارول
Eng Shahazadulhaq Ashna