Afghan Love

Afghan Love Love

01/17/2024

Make it a habit to say Alhamdulillah at all times. Because a grateful heart not only attracts blessings and happiness but also miracles ✨

12/20/2023

ژبه په چو پتيا،
خبرې په رښتيا،
عقل په فکر،
زړه په ذکر،
مخ په عبادت
او انسان په ښو اخلاقو ښايسته کيږی.!

11/30/2023

Do you know one relationship that will never ever leave your heart broken? The relationship between you and Allah.

11/20/2023



 !{نورزي}نورزي د پښتنو يوه خورا نامتو، غيرتي، مېلمه پاله قبېله ده.نورزي یا نورزائ ده پښتنو ده ابدالی یا درانی ده پنجپائ ...
11/16/2023

!
{نورزي}

نورزي د پښتنو يوه خورا نامتو، غيرتي، مېلمه پاله قبېله ده.
نورزي یا نورزائ ده پښتنو ده ابدالی یا درانی ده پنجپائ په څانگی پوری تړلئ یو ټبر دئ چی په سویل لویدیځ ولایاتو کی یی شمیر تر میلیونونو وگړو پوری رسیږی. ده افغانستان ده هرات،فراه،ارزگان،هلمند،کندهار او نیمروز په ولایاتو کی ده نورو سربڼی قومونو سره یو ځائ میشته دی. ددی تر څنگ نورزئ ده پاکستان ده سویلی پښتونخوا سیمو لکه کوټه،چمن او پنجپائ کی هم استوگنه کوی.

نورزي سړبني پښتانه دي چي د درانيو د پنج پای يو ښاخ ګڼل کيږي. نورزي هم د بارکزيو په څير په شمير کي ډير دي او د دوي يو زيات شمير کوچيان دي. د کوچيانو څخه پرته ډير شمير نورزي د کندهار نه ترهراته پوري په بېلا بېلو سيمو کي استوګنه لري. د نورزيو ډيره سيمه په فراه او شين ډندکي ترهراته پوري او پاتي د کندهار جنوب ته پرته ده. د هغوي کوچيان په دوبي کي د غورڅړ ځايونوته چي د سياه بند په نامه ياديږي ليږد کوي. په ژمي کي د نيمروز، هلمند او فراه د کوچيانو په نامه سره ياديږي. نورزي ډير ميلمه پال خلک دي د دوي ځيني خلک په مالداري او د کرني په چارو هم بوخت دي. اوس د دوي د استوګني سيمي په لاندي ډول ښيو:
1. د زابل په ولايت کي: هغه نورزي چي د زابل په ولايت کي استوګنه لري نو دوي د زابل د مرکز په کلات، د ميزان په علاقه داري او د ترنک او جلدک په اولسوالي کي استوګنه لري.
2. د ارزګان په ولايت کي: نورزيان د ارزګان د ولايت په لانديني ځايونو کي استوګنه لري: د زابل په مرکز ترين کوټ او د چوره، خاص اورزګان، ګزاب، کجران، او د دهراود په اولسواليو او د نيش په علاقه داري کي استو گنه لري.
3. د کندهار په ولايت کي: نورزیان دکندهار په لاندنيو سيمو کي ميشته دي: د کندهار په مرکز، د دامان، ميوند، پنجوايي او سپين بولدک په اولسواليو او دريګ په علاقه داري کي. همداراز دوي د ارغنداب د سيند په ختيځه غاړه په سپيروان نومي ځای کي هم استوګنه لري.
4. د هلمند په ولايت کي: په دغه ولايت کي نورزي په لاندنيو اولسواليو کي استوګنه لري: د هلمند په مرکز لښکرګاه، دنادعلي، موسی کلا، ګرمسير، ناوه بار کزايي، نوزاد او نهر سراج په اولسواليو او د ريګستان په علاقه داريو کي استوگنه لري.
5. د نيمروز په ولايت کي: په نوموړي ولايت کي دوي د نيمروز د ولايت په مرکز او د خاش رود په علاقه داري کي استوګنه لري.
6. د فراه په ولايت کي: نورزي د نوموړي ولايت په مرکز د قلعه کا، بالابلوک، بکوا، ګلستان په اولسواليو او د خاک سفيد په علاقه داري کي استوګنه لري.

نورزي دتاريخ په اوږدو کې دښکېلا کگرو په و ړاندې ډېرې مېړانې او سر ښندنې کړي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خپل ملګري مو پاڼې ته را دعوت کړئ!
هیله ده پاڼه درسره فالو کړئ او معلومات شیر کړئ! مننه
پاڼه 👇کندهار / Kandaharr

 !{الکوزي}الکوزي د پښتنو يوه تاريخي او لرغونې قبيله ده چې په زړو او پخوانيو تاريخي يوناني متونو کې ددوی سېمه د اراکوزيا ...
11/16/2023

!
{الکوزي}

الکوزي د پښتنو يوه تاريخي او لرغونې قبيله ده چې په زړو او پخوانيو تاريخي يوناني متونو کې ددوی سېمه د اراکوزيا په نامه سره ياديږي چي د الکوزي د نا مه سره يې ورته والی د امکان نه ليرې خبره نه ده.
په پښتو،فارسي،اردو او انگر يزي تاريخي کتابو نولکه: تاريخ حيات افغاني، تواريخ خو رشيد جهان، پښتانه د تاريخ په رڼاکې، دپښتنو تاريخ، صولت افغاني،د سر اولف کيرو د پټان او دبليو د پټان په ډکشنرۍ او په تيره بيا د پښتنو په شجرو کې الکوزي سړبني پښتانه گڼل سوي دي چې د زيرک زوی او دابدال لمسی دی او پوپل، بارک،اڅک او مو سی يې وروڼه دي چې بيا الکوزي په ډېرو نورو ښا خو نو او څا نگو ويشل سوي دي چې مشهور ښاخو نه يې په لاندې ډول دي :

صفوزي، شکرزي، اپل يا اپوزي،سرکاڼي،زکوزي ، ميلازي،يعقوب زي، دولتزي،ابراهيمزي، موسی زي،عمرزي ،خانخيل،اکا خيل، سيد خيل، پروټ، زنگي، بو ستان زي، نسوزي،پانيزي، کوټي زي،خالوزي،باروزي،نکروزي،بيان زي،فيرو زي، جيلاني زي،خدايدد خيل، راموزي، اولالگي خيل.

الکوزي د افغانستان په لا ندنيو ولايتو نو کې مېشته دي:

دکندهار په ولايت کې:
د الکوزيو د قبيلي خلک د کند هار ولايت په مر کز، د ارغنداب ، خاکريز ، ار غستان، معروف،ميوند او پنجو ايي په اولسواليو کې مېشته دي.

داروزگان په ولايت کې:
د ارزگان دو لايت الکوزي د اوروزگان په مرکز تيرين کوټ،ددهراود په ولسوالۍ او د هغه و لايت په ځينو نورو ولسواليو کې مېشته دي.

د زابل په ولايت کې:
د زابل ولايت الکوزي دولايت د ميزان،ترنک او جلدک په اولسواليو کې استو گنه لري.

دهلمند په ولايت کې:
دهلمند ولايت الکوزي ددغه ولايت په مر کز لشکر گاه او دنادعلي،بغران،زمينداور او گرشک او نوزاد په اولسواليو کې مېشته دي.

د فراه په ولايت کې:
دفراه ولايت په بيلا بيلو ولسواليوکې هم الکوزي سته.

د هرات په ولايت کې:
د هرات ولا يت الکوزي ددغه ولايت د انجيل، گذرې، پښتون زر غون،اوبې، کرخ، زنده جان ، ادرسکن، کهسان او يو شمېر نو رو ولسواليو کې مېشته دي.

د بادغيس په ولايت کې:
يو شمېر الکوزي دبا دغيس ولايت په بيلا بيلو ولسواليو په تېره بيا د مرغاب او غور ماچ په ولسواليو کې هم ميشته دي.
په پور تنيو ولايتونو سر بېره يو شمېر الکوزي په فارياب، جو زجان ،سرپل ، کندز او کابل کې هم مېشته دي.

دکونړ په ولايت کې:
د کونړ په ولايت کې د الکو زيو يو ه څانگه چې د سر کاڼيو په نامه سره يا ديږي ددغه ولايت د سرکاڼيو په اولسوالۍ کې مېشته دي چې دوی په اصل کې د ځينو عواملو له کبله ډېر پخوا له کندهاره دې سيمې ته را لېږدیدلي او دلته مېشته سوي دي.چې زياتره خلک يې د کرنې او سو داگرۍ په چارو بوخت دي او د چارتراشو سوداگري هم کوي.

په سهيلي پښتو نخواکې:
د سهيلي پښتو نخوا په تېره بيا په کوېټه،چمن او دبلو چستان په ځينو نورو سېمو کې هم الکوزي استو گنه لري.

په پښتو نخوا کې:
پردې سر بېره د پښتونخوا ددوابې په سېمه کې او د پیښور په شاوخوا کې هم يو شمير الکوزي استو گنه لري.

په پا کستان کې:
دپاکستان دراولپنډۍ د چهچه نومي سېمه کې هم ډېر شمېر الکوزي مېشته دي چې د سرکاڼيو په نامه يوه سېمه کې د الکوزيو د نسوزي ښاخ خلک مېشته دي.

په جنو بي هندوستان کې:
دالکوزيو يو شمېر دجنوبي هندوستان ددکن او حيدراباد په سېمه کې هم مېشته دي ، خو له بده مر غه ځېنو يې خپله خوږه ژبه پښتو له لاسه ور کړي او په هندي ژبه خبرې کړي.

الکوزي زړور،غيرتي او ميلمه پاله خلک دي.
په علم او پوهي مين دي.
دوی دروس داستعماري او ښکيلاکگرو ځواکو نو پرخلاف د خپل هېواد د خپلواکۍ له پا ره ښې تورې وهلي دي.

دالکوزيو په تاريخي کسانو کې د دغو لاندنيو کسانو نومو نه اخيستلی سو چې زموږ د هيواد په تاريخ کې مشهوردي:
عبدالغني خان چې دالکو زيو د زيرازي له څانگې و او دمير افغان په نامه ياديده.
د افغانستان د ستر ټولواک اعليحضر ت احمد شاه بابا مور زر غونه انا چې د الکوزيو د نسوزي ښاخ پورې يې اړه درلوده٠
مولوي محمد سرور خان و اصف دلو مړني مشر وطه غوښتونکو د ټولنې مشر چې په اصل کې د کندهار دارغستان دولسوالۍو او بيا ور سته زنداني سو او د کابل په شير پور کې د خپل ورور سعدالله خان او دخپل پلار داکا دزوی عبدالقيوم خان سره يو ځای اعدام سو.

سرچينې
حيات افغاني،محمد حيات خان
پښتني قبيلي، لطيف ياد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خپل ملګري مو پاڼې ته را دعوت کړئ!
هیله ده پاڼه درسره فالو کړئ او معلومات شیر کړئ! مننه
پاڼه 👇
کندهار / Kandahar

11/16/2023
 !ساکزياسحاق زي چې دساکز يو په نامه سره هم شهرت لري د پښتنو دسړبن په ټولنېز گروپ کې يوه ډېره مشهوره قبېله ده چې خلک يې ه...
11/16/2023

!
ساکزي

اسحاق زي چې دساکز يو په نامه سره هم شهرت لري د پښتنو دسړبن په ټولنېز گروپ کې يوه ډېره مشهوره قبېله ده چې خلک يې هم په کليوالي توگه ژوند کوي او هم يې يو شمېر کو چياني ژوند لري٠
که چيري د ساکزيو پښتنو د نسب شجره په غور سره و څيړو نو دوی سړ بني پښتانه او د درانيو د پنجپای په ښاخ پورې اړه لري چې نورزي، علیزي، ادوزي او ماکو يې وروڼه قبيلي دي.
د تاريخ حيات افغاني ليکوال ډپټي محمد حيات خان په خپل دغه نامتو اثر کې چې دافغانستان د بيلا بېلو قو مونو او په عمده تو گه يې دپښتنو قومونو او قبېلوپه اړونديې کښلی دی د اسحق زيو يا ساکز يو پښتنو په باب داسې وايې:" ساکزي دکندهار لويديز خواته په شگلنه سيمه کې دارغنداب د سيند پر غاړه د بست تر کلا پورې او همداراز څو سيمې يې د چکه علا قې په ښکتنۍ بر خه کې دهلمند سين په ختېزه غاړه کې پرتې دي٠ ځينې ځمکه وال خلک يې په گر مسير،فراه، شين ډنډ،لاش وجوين، دهرات جنوب لو ېدېز، دسيستان په شمال او ځينې يې هم په هرات کې مېشته دي٠ همدا راز دساکز يو د قبيلې پورې اړونده دوې معتبرې کورنۍ ديادولو وړدي چې يوه يې د سر دار سالوخان کورنۍ چې دلاش و جوين په سيمه د درناوي او واک خاونده ده او بله يې د گرمسېر د کلای خا نشين په سېمه کې د رئيس سردار مدد خان کورنۍ ده چې په دغې کورنۍ کې موسی ډونگی يو مشهور سړی تېر سویدی٠
په اوسني وخت کې اسحق زي يا سا کزي پښتانه د افغانستان په لاند نيو ولايتونو کې مېشته دي :

١- د کندهار په ولايت کې: اسحق زي دکندهار ولايت په مرکز،دميوند په ولسو الۍ،دپنجوايي په ولسوالۍ ،دارغنداب په ولسوالۍ او دمعروف په ولسوالۍ کې مېشته دي.

٢-دهلمند په ولايت کې: دهلمند په ولايت کې هم يو زيات شمېر ساکزي اوسيږي ٠په دغه ولايت کې دوی دهلمند په مرکز لښکر گاه، دکجکي په ولسوالۍ ،دريگستان په ولسوالۍ، د خانشين په ولسوالۍ،دنوزاد په ولسوالۍ او دنهر سراج په ولسوالۍ کې استو گنه لري.

٣-دفراه په ولايت کې: د فراه ولايت په مرکز او د لاش و جوين په ولسوالۍ کې هم زيات شمېر اسحق زي يا سا کزي مېشته دي.

٤-دهرات په ولايت کې: په هرات کې د ساکزيو شمېر د هېواد د ټو لو ولايتو نو په پر تله ډېر دی٠په دغه ولايت کې ساکزي دانجيل،شين ډنډ، پښتون زر غون،گلران،کشک،غوريان او کهسان په او لسو اليو کې مېشته دي.

٥-د بادغيس په ولايت کې: په دغه ولايت کې ساکزي دمر غاب او غورماچ په ولسواليو کې مېشته دي ٠
٦-په فارياب ولايت کې: دفارياپ په ولا يت کې او په تېره بيا دپښتون کوټ په اولسوالۍ کې ساکزي پښتانه اوسي٠ زه ددې مقالې ليکوال کله چې په ١٣٥٧ کال ميمني ته تللی وم نو ما دميمني د لويدېز په پنځه کيلو مترۍ کې يو شمېر کو چيان ولېدل چې په کېږ ديو کې او سيدل او ځانونه يې اسحق زي بلل٠
٧-د جو زجان په ولايت کې: په دغه ولايت کې هم داسحق زيو يو شمير کورنۍ مېشته دي٠
٨-دبلخ په ولايت کې: دبلخ په ولايت کې هم يو زيات شمېر سا کزي استو گنه لري چې دحيات ا فغاني مؤلف ددوی شمېر په ١٨٦٥ عيسوي کال کې چې له نن نه ١٤٣ کلونه پخوا کيږي ددوی شمېر دبلخ په ولايت کې تر زرو کورنيو زيات او په ټول افغانستان کې تر يولس زره کو رنيو نه زيات ښودلی و.
ــــــــــــــــ
سرچينې
١-تاريخ حيات افغاني، ډپټي محمد حيات خان،پښتو ژباړه،١٥٩ مخ ،ددانش خپر ندويې ټولنې چاپ،يېښور ٢٠٠٧ کال٠
٢-پښتني قبيلې،دکتور لطيف ياد،درېم چاپ،دانش خپرندويه ټولنه،١٦-١٧ مخونه،٢٠٠٧کال،پېښور٠
پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خپل ساکزي ملګري مو منشن کړئ!
هیله ده پاڼه درسره فالو کړئ او معلومات شیر کړئ!
پاڼه 👇
کندهار / Kandahar

Address

9121 Kenwood Drive
San Diego, CA
91977

Telephone

+16192777060

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Love posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Love:

Share

Category